د طالبانو تر منځ تيوريک اختلاف که د مقام سيالي؟

شمشاد زلمی

د نجونو زده کړې ښايي يوازينۍ مسله وي چې د طالبانو تر منځ پرې په څرګنده اختلاف ليدل کېږي او د طالبانو تر منځ د عباس ستانکزي په څېر اشخاص په ډاګه د خپل رهبر له امر سره مخالفت کوي او وايي، چې د نجونو ښوونځي بايد پرانيستل شي، زده کړه د هغوی ديني او انساني حق دی. [۱] همدا راز يو څه وخت وړاندې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له طلوع سره د خبرو پر مهال ويلي و چې که دده اختيار شي نو ښوونځي به سبا ته پرانيزي. پوښتنه داده چې د طالبانو تر منځ دا اختلاف ولې راغلی دی؟ ايا د دوی تر منځ فکري او تيوريک اختلاف شته دی؟

د طالبانو د خوځښت تيوريک جوړښت

طالبان په تيوريکه توګه د سياسي اسلام د مروج تفکر لارويان دي، د دوی ادعا داده چې د دين د نفاذ او تطبيق الهي مسووليت لري، د خدای احکام بايد نافذ کړي، په خلکو د خدای «تعريف کړي» ښه ومني او د خدای له «تعريف کړو» بدو يې منعه کړي. همدا هغه مرکزي شعار دی چې د دوی ټول فکر پرې را ټولېږي او له همدې څخه په استفادې دوی پر خپل ځان خلک را غونډوي. د دې فکر لپاره دوی اخذ د حنفي – ديوبندي مسلک له ديني علماوو څخه کوي. د سياسي اسلام د پديدې په تړاو د طالبانو فکر ډېر ژور، تحليلي او عميق نه دی. د طالبانو تقريبا ټولو مشرانو يا هم هغو اشخاصو چې دا ډله په عقيدوي او فکري توګه رهبري کوي، يوازې مروجې ديني زدکړې کړې دي. دا زده کړې يې هم اکثره وخت په پاکستان کې په پښتون مېشتو مدرسو کې کړي او يا هم د افغانستان په ليرې پرتو سيمو  کې د مسجدونو په حجرو کې.

د ديني زده کړو په دې مروجو مرکزونو کې تمرکز پر څو شيانو دی: د عربي ژبې د زده کړې هڅه، فقهي مسايل او د حديثو دوې يو کلنې دورې. د همدې شيانو په لوستلو سره يو کس تقريبا په شاوخوا لسو کلونو کې د ملايي درجې ته رسېږي. دا مهال چې دلته زده کوونکو ته کوم څه لوستل کېږي، هغه مطلق او يا هم تر ډېره حده له دين سره اړوند مسايل دي چې ډېر پخوا ليکل شوي دي. البته په دې مرکزونو کې يو فکر ژوندی دی چې طالبان (د دې مرکزونو زده کوونکي) په اصل دين يوازيني پوه خلک دي او له همدې کبله دا مسووليت لري چې د الله جلاچلاله دين تطبيق کړي، ځکه بل څوک دا کار نه کوي.
د طالبانو تقريبا ټول لوستي افراد هغه که مشران وي او که کشران له همدې پروسې تېر شوي دي. د دوی ټوله مطالعه، لوست او نړۍ ليد د همدې مرکزونو تر نصاب او هلته تر حاکم تفکر پورې راټول دی. له همدې کبله د طالبانو تر منځ د هغو کسانو لپاره نفوذ کول ډېر سخت دي چې هغوی له دې پروسې نه وي تېر شوي، ځکه له عامو طالبانو او ملايانو سره ډېر مشترکات نه لري او همدا راز د ملايانو او طالبانو په اند د دين يوازينۍ سمه زده کړه په هماغه مروج سيسټم کې کېږي، بل هر ځای چې چا دين زده کړی وي، سم دين يې نه دی زده کړی. له همدې کبله طالبان په خپل ديني تعبير کې تقريبا د ټولي اسلامي نړۍ له علماوو او ديني مرکزونو سره نه پخلا کېدونکی اختلاف لري.

د طالبانو د خوځښت ټول جوړښت د مروجو ديني زدکړو پر سيسټم راټول دی. له همدې وجې د دوی ټول مشران له همدې سيسټم څخه راوتلي دي او د هغه څه د تطبيق هڅه يې کړې چې دوی په همدې مرکزونو کې زده کړي دي. له دې کبله د دوی لپاره اسلامي سياست او د اسلامي سياست پر اساس حکومت جوړول ډېره ساده خبره ده او تر ډېره د داسې اسلامي حکومتونو لپاره دوی تشريحات د پخوانيو مسلمانو خلفاوو په تړاو په ليکل شويو تاريخي کتابونو کې پيدا کوي، ځکه نو د طالبانو غورځنګ د يوه ډېر تيوريک اسلامي – سياسي خوځښت پر ځای يو جذباتي او عملي يا هم پراګماټيک خوځښت دی، دوی د خپل ليد او هدف لپاره پر ډېرو تيوريو اتکا نه کوي. همدا وجه ده چې د طالبانو ټول مشران تيوريک خلک نه دي، بلکې د عمل خلک دي. د طالبانو لومړنی مشر يو عادي ملا و چې ويل کېږي په عادي لوست او ليکنه کې يې ستونزه درلوده خو د خپل عملي نوښت له وجې طالبانو ته منلی و. همدا راز تر ده وروسته ملا اختر محمد منصور هم کوم غټ ملا، شيخ، يا هم تيوريک شخص نه و بلکې د خپلې مبارزې په عملي اړخ کې فعال و.

د طالبانو اوسنی مشر ملا هبت الله اخوند تر يوه حده داسې مشر دی چې پر طالبانو هم خپل روحاني اغېز لري او هم ښايي د خپلې عملي رهبرۍ له وجې طالبانو ته منلی وي. ملا هبت الله د طالبانو د تېرو دوو مشرانو په پرتله د ډېرو طالبانو د حديثو يا هم لويي دورې استاد پاتې شوی، يا هم په اصطلاح طالبان يې تر ملايي کچې رسول. له همدې وجې ښايي په عقيدوي لحاظ هم پر عامو طالبانو خپل اغېز ولري. د طالبانو رهبرۍ ته په اصطلاح د شيخ يا هم د قران او حديث د تدريسوونکي شخص رسېدل ددې لامل شوي وي چې د طالبانو په رهبرۍ کې د پخوا په پرتله ډېر شيخان او لوی ملايان ليدل کېږي. که د طالبانو د لومړي وخت مشرانو ته وکتل شي، هغوی تر ډېره حده د جنګ د ډګر قومندانان و او د مروجو زده کړو له اړخه يوازې طالبان او يا هم عادي ملايان و. خو اوس مهال د طالبانو په لوړه رهبري کې دا معادله يو څه تغيير شوې ده.

په رهبرۍ کې له ياد تغيير سره – سره د طالبانو په شعار او عمومي موخه کې کوم تغيير او تفاوت نه دی راغلی بلکې که يې په همدې تړاو خپل دريځ سخت شوی و، نرم شوی نه دی. طالبان او په عموم کې ټول مشران يې لا هم طالبان د يوه داسې ديني حرکت په توګه معرفي کوي چې دين په هماغه ډول تطبيقوي لکه په مروجو ديني مرکزونو کې چې لوست او تدريس کېږي. په دې تړاو د طالبانو تر منځ هيڅ اختلاف نه ليدل کېږي او عمومي انګېرنه هم دا ده چې د دوی تر منځ دا ډول خبره کېدلای هم نه شي. له همدې کبله که په طالبانو کې کوم اختلاف راځي، هغه به د دين په تړاو د طالبانو په وړاندې کېدونکي تعبير کې نه وي او که وي هم، د طالبانو د ملايانو په نظر داسې څه بيا اختلاف نه، بلکې ګمراهي ده او دغسې اختلاف کوونکي نه د طالبانو برخه کېدلای شي او نه هم د دوی تر منځ نفوذ کولای شي.

د طالبانو خوځښت تقريبا د خپل ټول شاوخوا ۲۷ کلن عمر پر مهال د خپل فکر په اړه ډېر کم ادبيات توليد کړي دي. په دې اړه که يو شی په ځانګړې توګه يادېدلای شي هغه په دې وروستيو کې د طالبانو د اوسنی قاضی القضات ملا عبد الحکيم حقاني له خوا په عربي ژبه کې د «الامارة الاسلامية و نظامها» په نوم ليکل شوی کتاب دی. دا کتاب تر اوسه هم په ملي ژبو نه دی ژباړل شوی او د پوښتنې وړ خبره هم داده  چې ولې د عربي پر ځای په پښتو او فارسي کې نه ليکل کېده؟ خو په هر حال، دا د دوی د تفکر د تشرېح يوه هڅه شوې ده او څه چې دلته بيان شوي، د هماغو مروجو مدرسو فکر دی او د سياست په اړه يې تشريحات ډېر زيات ابتدايي او ملايي دي.
په ټوله کې له دې بحث څخه دوې نتيجې اخيستلای شو: لومړی، د طالبانو خوځښت په مروجو مدرسو کې د شته ديني تفکر د عملي کولو يو تحريک دی، له همدې وجې د ډېر تيوريک حرکت پر ځای يو ډېر عملي تحريک دی. دويم، د طالبانو د خوځښت موخه د هغه ديني تعبير تطبيق دی چې مروجې مدرسې يې وړاندې کوي، له همدې وجې د دوی تر منځ په دې اړه د اختلاف کولو شونتيا نشته او که يې څوک کوي، نو د دوی تر منځ هغه ګمراه دی او نور د دوی ملتيا هم نشي کولای.

دوې شوراوې

له جمهوريت سره د جګړې پر مهال د طالبانو جګړه په عموم کې د دوو لويو شوراوو له خوا کنټرول او رهبري کېده. يوه هم د کوټې شورا وه، بله هم د پېښور يا هم په ډېره دقیقه توګه د ميرانشاه شورا. د کوټې په شورا کې د افغانستان د جنوبي ولايتونو د افرادو شمېر زيات وو په ځانګړې توګه د کندهار، هلمند او ارزګان د طالبانو، همدا راز دې شورا د جنوب، جنوب ختيځو، لوېديځو او ان مرکزي ولايتونو چارې رهبري کولې او تر ملا عمر وروسته به د طالبانو مشر هم ډېر وخت د همدې شورا رهبري کوله او يا به يې هم په پريکړو کې په مستقيم ډول دخيل و. د کوټې په شورا کې قومي عنصر هم شامل و. د ميرانشاه شورا چې رهبري يې سراج الدين حقاني کوله د افغانستان د ختيځو، کابل او شاوخوا ولايتونو چارې سمبالولې او ان تر شمال پورې يې لاسرسی و.

همدا شوراوې په يو ډول د طالبانو په جوړښت کې د اختلاف يو درز هم و، ځکه له يوه اړخه دا شوراوې په خپل قومي جوړښت کې بيلې وې، د ميرانشاه شورا د غلجي پښتنو له خوا رهبري کېده او د کوټې شورا له دراني پښتنو سره وه، خو دوی يوه برتري دا درلوده چې د طالبانو د ټول خوځښت مشر رهبر هم له دوی څخه و. دې شوراوو د يوه بل لامل له کبله هم د طالبانو تر منځ درز راوستلی و او هغه د مالي سرچينو بېلوالی او يا هم پر ځينو مالي سرچينو د يوې ډلې انحصار و، چې دا موضوع هم وخت پر وخت د دواړو اړخونو تر منځ جنجالي شوې.

د طالبانو تر منځ د اختلاف لومړنی څرک چې اوس هم جوت دی او پخوا هم و، د همدې دوو شوراوو قومي جوړښت دی. اوس خو د طالبانو په خوځښت کې دننه دا شوراوې نشته، خو ددې دوو شوراوو قومي نفوذ، مالي منابع او په لويه کچه کې يې د رهبرانو خپل شخصي نفوذ د طالبانو په منځ کې د بېلتون او اختلاف يو درز ښيي.

له طالبانو بېل شوي افراد او ډلې

د طالبانو تر منځ د اختلاف شاليد ته که وکتل شي، نو ډېر کم موارد داسې پېښ شوي چې له طالبانو دې ځينو افرادو او يا هم ډلو د فکري اختلفاتو پر سر لاره بېله کړې وي. د بېلګي په توګه طيب اغا چې د طالبانو تر منځ يو مهم کس و او د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال ملا عمر ته يو له ډېرو نږدې اشخاصو څخه و، اوس مهال له طالبانو بېل او پر کور ناست دی. نوموړي د قطر د دفتر په پرانيسته کې مهم او مخکښ رول درلود. زما د معلوماتو پر اساس طيب اغا د ځينو اقتصادي منابعو او همدا راز د طالبانو تر منځ د پاکستان د نفوذ پر سر د طالبانو له نورو مشرانو سره جوړ نه دی راغلی او تر هغه وروسته يې لاره بېله کړې او پر کور کېنستلی دی چې د قطر د دفتر له لارې يې کافي مالي امکانات وموندل. [۲] همدا راز، د طالبانو د مشرانو تر منځ يو بل مهم کس معتصم اغاجان و چې څو کاله وړاندې له طالبانو بېل او يا هم بېل کړل شو. په دې تړاو هم ځيني سرچينې ماته وايي چې نوموړی له عربي هيوادونو څخه د مالي مرستو راټولولو په لړ کې په مالي فساد تورن شوی و، له همدې وجې د اختلافاتو پر سر نوموړی يوې خوا ته کړل شو چې يو څه وخت وړاندې دوبۍ ته د طالبانو د دفاع وزير ملا يعقوب سره بيرته افغانستان ته راستون شو.[۳]

عباس ستانکزی ښايي د طالبانو تر منځ يو له ډېرو جنجالي څېرو څخه وي، ځکه نوموړی د طالبانو تر منځ پر ځينو شيانو په څرګنده نيوکه کوي. عباس ستانکزی په لومړيو کې د طالبانو د قطر د مذاکراتي دفتر مشر و، خو وروسته يې پر ځای ملابرادر وټاکل شو او همدا راز په وروستيو کې د مذاکراتي پلاوي له مشرۍ څخه هم ګوښه شو او پر ځای يې ملا عبد الحکيم حقاني وټاکل شو. له ځينو سرچينو څخه ماته دا خبره رسيدلې چې د عباس ستانکزي او طالب مشرانو تر منځ د اختلاف دوه مهم لاملونه وو: يو، دا چې عباس ستانکزي له پاکستان سره ښې اړيکې نه درلودې، له همدې کبله له مخې ايسته کړل شو. دويم، دا چې د نوموړي شاليد هم له نورو طالب مشرانو څخه يو څه بېل دی، له همدې وجې د طالبانو تر منځ هغسي نفوذ او اغېز نشي موندلای لکه نور طالب مشران چې يې لري.

په دې لړ کې يوه بله مهمه انګېرنه دا وه چې ښايي عباس ستانکزی به د طالبانو د بهرنيو چارو وزير وي، او شونې ده چې عباس ستانکزي به هم همدا تمه درلوده. خو له کومه وخته چې عباس ستانکزی د قطر دفتر له مشرۍ او د مذاکراتي پلاوي له رهبرۍ ګوښه شوی، وروسته په نورو مقامونو کې هم شاته شوی او د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ته يو داسې کس راغی چې پاکستان ته ډېر نږدې دی او د ځينو منابعو له مخې چې د طالبانو اوسنی د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د پاکستان په کوټه ښار کې د کروړونو کالدارو جايدادونه هم لري. زما د معلوماتو له مخې د ستانګزي او متقي او همدا راز ځينو نورو افرادو تر منځ د مقام دا سيالي د ځينو اختلافونو لامل شوې ده او د همدې اختلافونو له کبله ستانګزی چمتو نه وو چې له متقي سره په يوه وزارت کې کار وکړي او ډېر وخت په دوبۍ کې ناست و، دندې ته نه راته چې وروسته د طالبانو له يوه پلاوي سره بيرته راستون شو.

د نجونو زده کړې، يوازينی ډاګيز فکري اختلاف

د طالبانو او ځينو ملايانو تر منځ يوازينی په ډاګه شوی فکري اختلاف د نجونو زده کړې دي. په دې تړاو په افغانستان کې ګڼ ملايان رسنيو ته راووتل او د طالبانو پر مشرانو يې غږ وکړ چې د اسلام له اړخه دا مسله هيڅ ستونزه نه لري او نجونو ته بايد اجازه ورکړل شي چې مکتبونو ته ولاړې شي. همدا راز د طالبانو له منځه عباس ستانکزي هم څو ځله د دې مسلې پر اهميت او ان فرضيت ټينګار وکړ او ويې ويل چې د نجونو زده کړې فرض دي. د عباس ستانکزي د دريځ په اړه تر شونې حده دا ويل کېدلای شي چې ښايي دده د څرګندونو اصلي لامل د مقام او څوکۍ پر سر له نورو طالب مشرانو سره اختلاف وي، خو په لومړي ځل د اختلاف مورد د زده کړو په څېر يوه حياتي او فکري مسله ده. عباس ستانکزی په دې تړاو د طالب مشرتابه فکري دريځ ننګوي او وايي چې د نجونو زده کړې حرامې نه، بلکې بيخي فرض دي.

په دې تړاو لا هم د طالبانو تقريبا ټول مشران غلي دي او يوازې دومره وايي چې د وخت په تېرېدو به دا مسله حل شي. له دې هاخوا د طالبانو تر منځ پر نورو پاليسيو اختلاف نه ليدل کېږي. د مثال په ډول، د طالبانو له خوا په عام محضر کې د سزاوو ورکول د طالبانو د غړو او ملايانو تر منځ هيڅ اختلافي موضوع نه ده او دا هغه مسله ده چې په نړيواله، سيمه‌ييزه او کورنۍ کچه يې پراخ غبرګونونه او سخت انتقادونه را پارولي دي، مګر د عباس ستانکزي په څېر په ډاګه انتقاد کوونکی هم په دې تړاو که مخالف هم وي د انتقاد کولو جرأت نشي کولای، ځکه دا ډول موضوعات او په عموم کې د طالبانو له خوا ټولې عملي کېدونکې پاليسۍ د مدرسه‌ييز ذهنيت له مخې په هيڅ صورت نشي نقد کېدلای، بلکې نقد يې ګناه هم ده.

د طالبانو تر منځ د اختلاف ياد شويو مواردو او د دوی زدکړييز او فکري سیسټم ته په پام ويلای شو چې د طالبانو تر منځ راغلي او شته اختلافونه تر ډېره قومي، اقتصادي او شخصي انګيزې لري، د دوی تر منځ پر تيوريکو مسايلو نه يوازې چې اختلاف نشته بلکې د داسې اختلاف کولو په وړاندې يې د ګمراهۍ دېوال درولی دی.

[۱]https://www.etilaatroz.com/155675/%d8%b4%db%8c%d8%b1%d9%85%d8%ad%d9%85%d8%af-%d8%a7%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86%da%a9%d8%b2%db%8c/
[2] https://www.bbc.com/news/world-asia-33770725
[3] https://tolonews.com/afghanistan-181184