طالبانو لغمان کې شپږ کسان عام محضر کې په دُرو ووهل

اطلاعات روز: لغمان کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې یې شپږ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

لغمان کې د طالبانو د رسنیو له دفتر څخه نن (سې شنبه، ۶ دمرغومي) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ولایت کې یې دوه ښځې او څلور نارینه و له جملې څلور تنه د نامشروع اړیکو درلودو او دوه نور د غلا په تور په دُرو وهلي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې یادو کسانو ته د سزا ورکولو په موخه د لغمان لپاره د طالبانو والي، قومي مشرانو، ځوانانو او د ټولنې ګڼ شمیر نورو خلکو ګډون کړی و، خو رسنيو ته يې د خبري پوښښ اجازه نه وه، ورکړې.

دوی د دُرو د شمیر او د یادو کسانو د بند سزا اړه نور معلومات ندي ورکړي.

دا په ختیځ کې ټولټال لس کسان شول چې په عام محضر کې د خپل جرم مطابق د طالبانو له لوري په دُرو وهل کیږي.