د پاکستان د ډالري زېرمو کمېدل؛ پاکستاني صرافان: ډالر افغانستان ته انتقالېږي

اطلاعات روز: د پاکستان د ډالري شرکتونو د اتحاديې (ايکاپ) په وينا چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو سره افغانستان ته له پاکستانه په پراخه توګه ډالر انتقالېږي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼه راپور ورکوي چې د ايکاپ رييس مالک بستان پرون (دوشنبه، ۵ مرغومي) په يوه خبري غونډه کې وويل، چې دا حالت د پاکستان د ډالرو زېرمه ګواښي.

د ده په وينا، د ډالرو د قاچاق او غير قانوني لېږدونې او همدا راز دې موضوع ته د اسلام اباد د نه پاملرنې له امله د اسعارو د تبادلې نرخ لوړ شوی دی.

بستان ويلي، چې د طالبانو له لوري د کابل تر نيول کېدو وروسته، د يوه ډالر بيه ۱۵۵ روپۍ وه او د پاکستان زېرمې ۱۱ ميليارده ته رسيدلې. اوس مهال په بازار کې د بانکونو تر منځ د ډالر د پلور بيه ۲۲۵ روپيو ته رسيدلې او په تېرو اتو کلونو کې ډالري زېرمي تر ټولو ټيټې کچې ته رسيدلې دي.

ده زياته کړې چې افغانستان ته د امريکايي ډالرو بې خنډه لېږد پاکستان له بحران سره مخ کړی دی.

ده ويلي، چې له کومه وخته اسلام اباد هر وتونکي کس ته اجازه ورکړې چې له ځان سره زر ډالر وباسي او افغانستان ته هره ورځ ۱۵ زره کسان په منظم ډول ځي، په دې توګه ۱۵ ميليون ډالره په قانوني توګه له پاکستانه افغانستان ته وزي.

دا پاکستانی چارواکی وايي، چې دوې مياشتې وړاندې د کابل حکومت اعلان وکړ چې د پاکستان ټولې پيسې بايد په ډالرو يا هم په نورو خارجي اسعارو بدلې شي.

په کابل کې تر نيم ميليون د زياتو پاکستانيو روپو ساتل منع دي او که هر څوک همدومره کالدارې ولري، د پيسو وينځلو له قوانينو سره سم به محاکمه شي.

ښاغلي بستان خبردای ورکړی: «۴۲ کاله کېږي چې د افغانستان خلک په کالداره سره تجارت کوي. دوی په سلګونو ميليارد کالداره لري خو اوس په هر قيمت چې کېږي له پاکستانه ډالر اخلي. دوی به له پاکستاني بازارونو اخيستي ډالر په پټه وباسي.» ده ويلي چې اسلام اباد بايد دا موضوع د کابل له حکومت سره شريکه کړي.

د ده په خبره، چې سوداګريز بانکونه په مياشت کې له ۱۲۰ څخه تر ۱۳۰ ميلیون ډالره له صرافي شرکتونو د اعتبار کارډونو لپاره اخلي. دا کارډونه ډالر په قانوني توګه له هيواده انتقالوي.په عين حال کې، دولت د هر کارډ لپاره ۳۰ زره کلنی لګښت ټاکلی دی.

تر دې وړاندې، د داسې معاملو د کولو لپاره هيڅ ډول محدوديت نه و.

د ايکاپ رييس ويلي، چې د دې مالي کال په لومړيو درې مياشتو کې ۱۵ زره کانټينره د وارداتو د ماليې له ورکړې پرته له پاکستانه وتلي. دا شمېرې د تېر کال په همدې دريو مياشتو کې تر درې زره کانټينره ډېري لوړې دي.»

ده ويلي، چې پاکستان د ډبرو سکاره، سبزيجات، وچې ميوې او نور ټول معدني مواد له افغانستانه واردوي چې له ۲۰ څخه تر ۲۵ ميليون ډالره ورځنی لګښت لري.

ده ويلي: «د کابل حکومت توانېدلی چې د ډالر نرخ ۸۸ افغانۍ وساتي او د دوی سياست دادی چې بانکنوټونه تر هغو نه چاپوي چې ډالر تر لاسه نه کړي.»

ده وويل: «اوس مهال صرافي شرکتونه د ټولو خارجي اسعارو د صادراتو له لارې درې ميليارد ډالره واردوي، په داسې حال کې چې د حوالې کلنۍ کچه دوه ميليارد ډالره ده.»

ده زياته کړې: «که دولت موږ ته اجازه راکړي چې له ۵۰ بهرنيو شرکتونو سره د حوالې قرارداد وکړو، کولای شو چې په کلنۍ توګه له اوو تر اتو ميليارد ډالره وارد کړو، په داسې حال کې چې اوس يوازې درې شرکتونه لرو.»