لوګر کې ۱۲ ویجاړ شوي ښوونځي بیرته ورغول شول

اطلاعات روز: لوګر ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز پل عالم او ځینو لېرې پرتو ولسوالیو کې د یونیسف په مالي لګښت ۱۲ هغه ښوونځي چې د جګړو، طبیعي پېښو او ځینو نورو لاملونو له امله تخریب شوي و جوړ او د زده کړو لپاره چمتو شول.

د پوهنې ریاست مسوولین زیاتوي چې په یادو ښوونځیو څه باندې سل زره امریکايي ډالره لګښت راغلی دی.

د دغه ولایت لپاره د دطالبانو د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب وايي، چې د یادو ۱۲ ښوونځیو له ډلې یې ۹ د یونیسف او پاتې نور د طالبانو د پوهنې وزارت له خپلې بودیجې څخه بیرته رغولي دي.

د عرب په خبره چې د دې ښوونځیو له جوړېدو سره به د یادو سیمو ۲۰ زره ډېرو زده کوونکو ته د سرپنا برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.

اوس مهال په لوګر ولایت کې د نجونو په ګډون ۲۷۵ ښوونځي شتون لري او د دې ولایت د طالبانو د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې چې ۴۰ نور ښوونځي هم بیا رغونې ته اړتیا لري.