«مقاومت جبهه»: د طالبانو او چين تر منځ د نفتو د استخراج تړون د بين المللي اصولو خلاف دی

اطلاعات روز: د احمد مسعود په مشرۍ «مقاومت جبهې» د طالبانو او چين تر منځ د نفتو د استخراج تړون «غير قانوني، غير مسوولانه، د نړيوالو اصولو او معيارونو خلاف» ګڼلی دی.

طالبانو د پنج‌شنبې په ورځ (۱۵ د مرغومي) د یوه ۲۵ کلن تړون په لاسليکولو سره د آمو سیند د نفتي حوزې استخراج چينايي شرکت «CPEIC» ته ورکړ. دا شرکت به په سرپل، جوزجان او فارياب ولايتونو کې د قشقرې، زمردسای، بازار کمي، آق دريا او انګوت ساحو نفت استخراج کړي.

«مقاومت جبهې» د دغه تړون لاسليکېدو په تړاو غبرګون ښودلی او د یوې اعلاميې په خپرولو سره يې ويلي چې د طالبانو د داخلي مشروعيت او نړيوال اعتبار په نشتون کې هر ډول حقوقي سند لاسليکول غير قانوني دی.

«مقاومت جبهې» ويلي چين دې داسې اقدام نه کوي چې نړيوالو قوانينو ته د دې هيواد د تعهد او ښه ګاونډيتوب خلاف وي، او د خلکو د ځورونې او حساسيت را پارولو او همدا راز د افغانستان د اوسني بحران د لا ژورېدلو لامل کېږي.

دې جبهې زیاته کړې، چې د يوه هيواد طبيعي زېرمي د يوې ډلې يا خوځښت ملکيت نه دی، بلکې ملي پانګه ده.

«مقاومت جبهې» ويلي چې د طبيعي سرچينو په اړه هر ډول پرېکړه بايد د قانوني مراجعو او ولسي مشروعيت له خوا وشي.

دې جبهې له سيمه‌ييزو هيوادونو او نړۍ غوښتي چې د طالبانو اصلي ماهيت او د دې ډلې له «غير مشروع او ظالمانه» واکمنۍ څخه را پيدا کېدونکي خطرات دې درک کړي، هڅه دې وکړي چې د افغانستان د ټولو وګړو په ګډون يو داسې مشروع نظام جوړ کړي چې سوله او تلپاتی امنيت راولي او د افغانستان د خلکو ګټې تأمين کړي.