انځور: ټولنیزې رسنۍ

افغانستان کې ټولنيزه پاشلتیا څرنګه رامنځته شوه؟ | د کاتب پوهنتون له رييس سره خبرې اترې

د تېر کال زمري مياشتې پر ۲۴مه د کابل ښاريانو له معمول سره سم خپلې ورځنۍ چارې د امنيتي وضعيت له اندېښنو سره – سره پېل کړې وې، خو د کابل د سقوط او د اشرف غني د تېښتې اوازې هر څه ګډ – وډ کړل. د رسنيو تکراري خبرونو او د معلوماتو نشتون د خلکو ګډوډي نوره هم زياته کړې وه. خو د ورځې په پای کې الجزيرې ټلويزیون په ژوندۍ بڼه د افغانستان د ميليونونو وګړو اندېښنې ځواب کړې. د طالبانو په لاس له کومې جګړې پرته د کابل سقوط او د چارواکو تېښته رښتيا وه. دې رسنۍ له ارګه ژوندی راپور ورکاوه او د يوې نوې دورې د پېل اعلان يې وکړ. درې ورځې وروسته تښتيدلي ولسمشر محمد اشرف غني اعلان وکړ چې ده د کابل د نه ورانېدو په خاطر افغانستان پرېښود. په همدې توګه پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په يوه مرکه کې وويل چې ده په کابل کې د ګډوډۍ او ویجاړۍ د مخنيوي په موخه طالبان ښار ته دعوت کړل تر څو امنيت ونيسي. د ده استدلال دا و چې د زمري مياشتې پر ۲۴مه په کابل کې هيڅ حکومتي چارواکی نه و چې وضعيت کنټرول کړي.

سره له دې چې د طالبانو په لاس دا ټول بدلون او حکومت بدلېدل د ويجاړۍ د مخنيوي لار ګڼل کېږي، خو د يوه نيم کال په تېرېدو د افغانستان وضعيت له ټولو اړخونو بدل شوی دی. کوم سيسټمونه چې نړيوالې ټولنې او خلکو په تېرو شلو کلونو کې جوړ کړي وو، يا هم له منځه تللي او يا د له منځه تلو په حال کې دي. له دې سيسټمونو څخه يو يې د لوړو زده کړ سيسټم دی. د خصوصي پوهنتونونو له اتحاديې څخه سرچينې وايي، چې د افغانستان د لوړو زده کړو سيسټم په ځانګړې توګه خصوصي برخه يې د له منځه تلو په حال کې ده.

دې معلوماتو ته په پام مو وغوښتل چې پوه شو د پوهنتونونو وضعيت څرنګه دی؟ له همدې کبله يوه خصوصي پوهنتون ته ولاړو چې معتبر او مخکښ پوهنتون بلل کېږي. موږ د دې پوهنتون له رييس (علي احمد يوسفي) سره خبرې وکړې.

پوښتنه: د خصوصي پوهنتونونو وضعيت څرنګه دی او د حکومت تر سقوط وروسته کوم بدلونونه په پوهنتونو، په ځانګړې توګه په کاتب پوهنتون کې راغلي دي؟

ځواب: لکه څرنګه چې د پراخو بدلونونو شاهد ياست، د لوړو زده کړو سکټور په ځانګړې توګه خصوصي پوهنتونونه په پراخه کچه اغېزمن شوي دي. د زده کړيالانو او استادانو ډیری برخه يې بايللې او له تنګ مالي حالت سره مخ دي. له دې سره – سره، د ټولګيو د بېلتون په برخه کې د بدلونونو راتګ ستونزې نورې هم زياتې کړې دي. په دې توګه د [حکومت] تر سقوط وړاندې به خصوصي پوهنتونونه له يوه – بل سره په سيالۍ کې نوې زدکړييزې برنامې پلې کولې، خو اوس چې پوهنتونونو په ځانګړې توګه خصوصي پوهنتونونو خپل استقلاليت بايللی، د نوښت په برخه کې کوم خبر نشته. زموږ باور دادی چې دا ټول بدلونونه د دې لامل شوي چې زده کړيالان زده کړې پرېږدي. موږ په کاتب پوهنتون کې خپل پنځوس سلنه زده کړيالان او استادان له لاسه ورکړي دي.

پوښتنه: ايا کاتب پوهنتون د طالبانو تر راتلو وروسته په خپل درسي نصاب کې بدلون راوستلی دی؟

ځواب: هو، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له امر سره سم، د ۱۴۰۱ کال له پسرلني سمسټر څخه نصاب بدل شوی دی. اسلامي ثقافت له ۸ کريډيټونو څخه ۲۴ کريډيټونو ته زيات شوی دی او نور ټول اساسي او انتخابي مضمونونه کم شوي دي. مطلب دا چې د ګټورو مضامينو ۱۶ کريډيټونه لومړيتوب ته په پام سره کم شوي دي.

پوښتنه: په دې توګه ستاسو په اند اسلامي ثقافت څومره ګټور دی او د اساسي مضامينو د ساعتونو کمېدل به د لوړو زده کړو پر کيفيت څه اغېز ولري؟

ځواب: که رښتيا درته ووايم، د ټولو پوهنځيو په نصاب کې د اسلامي ثقافت ځايولو ته هيڅ اړتيا نشته؛ ځکه افغانستان يو اسلامي هيواد دی. له دې سره – سره ماشومان په يو اسلامي چاپېريال کې رالوييږي، له کومې استثنا پرته ۱۲ کاله ديني علوم او قرآن زده کوي تر څو چې پوهنتون ته بريالی کېږي. ديني علوم يو عقيدوي بحث دی. زما په اند اړتيا نشته چې د لوړو زده کړو په نصاب کې او د ټولو پوهنځيو لپاره دا علم په اصلي مضمون بدل شي، ځکه زده کړيالان دا وړتيا لري چې له خپلې لېوالتيا سره سم اسلامي ثقافت مطالعه کړي. د اسلامي ثقافت د مضمون پر ځای بايد نور ګټور مضامين ځای پر ځای شي، تر څو زده کړيالان تر فارغېدو وروسته د کار په بازار کې خپلې اړتياوې پوره کړای شي.

يادونه: د حکومت تر سقوط وړاندې د لوړو زده کړو وزارت شميرې ښيي چې هر کال د افغانستان له پوهنتونو ۴۰۰ زره ځوانان فارغېدل چې له هغو څخه يوازې يو پر درې برخو يې دندې موندلې.

پوښتنه: د نظام په بدلون سره د استادانو او زده کړيالانو شمېر څرنګه بدل شوی او دليل يې څه دی؟

ځواب: لکه څرنګه چې مې په لومړيو کې درته وويل، چې د نظام بدلون او سقوط پراخ بدلونونه راوستلي دي. له دې بدلونونو څخه يو يې د زده کړيالانو له خوا د زده کړو پرېښودل دي. اوس مهال ۵۰ سلنه زده کړيالان کم شوي دي او همداسې استادان هم کم شوي دي. د زده کړيالانو او استاد له لاسه ورکول بشري قوې ته نه جبرانېدونکی زيان رسوي او مطلب يې دادی چې په راتلونکي کې به کم متخصص خلک ولرو. کومو کسانو چې افغانستان پرېيښی دی، د هغوی د ظرفيت جوړونې لپاره پرې کلونه لګښت شوی و او خواري ورسره کښل شوې وه.

پوښتنه: د کمښت په دې کچه کې بنديزونو څه رول درلودلی او ايا ښځينه استادانې هم تدريس کوي؟ که دا استادانې تدريس ونه کړي، د پوهنتونونو لپاره به يې پيغام څه وي؟

ځواب: موږ نشو کولای چې د بنديزونو له اغېز څخه انکار وکړو او نه يې هم اصلي لامل ګڼلای شو. خو ښه به دا وي چې ووايو د نظام له منځه تګ د دې لامل شو چې د افغانستان ډېری وګړي هيواد پرېږدي. د دې مهاجرينو په منځ کې علمي کدرونه او زده کړيالان هم وو. د بېلګې په توګه، کومو کسانو چې ماسټري ويله هغوی اکثریت د بهرنيو بنسټونو کارمندان وو چې ټول يې اوس مهاجر شوي او يا هم دا ورته مصلحت نه ښکاري چې پوهنتون ته راشي.

دويم دا چې د نظام بدلون او د فقر او بې‌کارۍ زياتېدل هم د دې لامل شول چې ډېری يې نشي کولای د زده کړو لګښت پرې کړي، له همدې کبله پوهنتون پرېږدي. زيات فقر پر نجونو تر نورو زده کړيالانو ډېر اغېز کړی دی. د شپنۍ برخې زده کړيالانو چې د ورځې به يې کار کاوه او دشپې به يې درس وايه، خپلې دندې يې بايللي دي او په بې‌کارۍ کې درس نشي ويلای او کومو چې درس ويلای شو، د بنديزونو له امله له زده کړو پاتې دي.

درېيم، د نظام بدلون او د «اسلامي امارت» راتګ د دې لامل شوي چې د ليسانس دورې د زده کړيالانو تر منځ د لوړو زده کړو انګېزه کمه شي. موږ د ليسانس دورې د دويمو او درېيمو صنفونو ډېری زده کړيالان له لاسه ورکړي دي.

په اخر کې بايد ووايم چې د يوه سيسټم د جوړولو لپاره وخت او ډېرو هڅو ته اړتيا ده او موږ د دې سيسټم د جوړولو لپاره کلونه کار کړی دی. له شک پرته چې د هر استاد تګ دې سیسټم ته زيان رسوي او دا فرق نه کوي چې استاد ښځه ده او که نر؛ ځکه دا استادان د خپل ظرفيت پر اساس سيسټم ته راغلي دي. موږ په کاتب پوهنتون کې ښځينه استادانې درلودې چې ټولو د لوړو زده کړو وزارت د تعريف شويو اصولو له مخې فعاليت کاوه.

خو سره له دې چې د مني وروستی سمسټر خلاص شوی او د سمسټر وروستۍ ازموينه اخلو، د لوړو زده کړو بنسټونو ته د ښځو پر تګ بنديز په راتلونکو سمسټرونو کې د ښځينه استادانو شتون ناشونی کړی دی او دا د ټولنې او ټولو خلکو لپاره د افسوس وړ خبره ده.‍‍‍‍

يادونه: طالبانو په دې وروستيو کې پر ښځو بنديزونه زيات کړي. د دې ډلې له وروستۍ پرېکړي سره سم، اوس ښځې او نجونې د درس ويلو حق نه لري. له دې سره – سره، اوس ښځې له روغتيايي سکټور پرته په نورو برخو کې له کوره دباندې کار اجازه نه لري. د ښځو پر کار تر بنديز وروسته، ۱۱ زره او ۴۰۰ ښځې چې په بهرنيو بنسټونو کې يې کار کاوه بې‌کاره شوې او پر کورونو کېنستې او همدا راز ښځې له خياطۍ او نورو صنايعو څخه هم وايستل شوې.

دې بنديزونو د نړۍ او افغانستان د خلکو کلک غبرګونونه را وپارول. د لوړو زده کړو په ځينو بنسټونو کې، نارينه زده کړيالانو هم پر ښځو د زده کړييزو بنديزونو په غبرګون کې زده کړې پرېښودې. د پوهنتونو يو شمير استادانو استعفاوې هم ورکړې. يو شمير استادانو خپل زده کړييز سندونه وسوځول او يا يې هم پرې کړل.

دې اعتراضونو او نيوکو تر اوسه کومه پايله نه ده ورکړې، يو شمېر پوهنتونو او زده کړيالانو ته اخطار ورکړل شوی دی چې په دې اعتراضونو کې دې ګډون نه کوي، کنه نو له سخت چلند سره به مخ شي.

پوښتنه: له دې سره – سره، د پوهنتون په چارو کې د طالبانو مامورين او چارواکي تر کومې کچې لاسوهنه کوي؟

ځواب: له لوړو زده کړو وزارت پرته، يوازې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر استازي په منظم ډول پوهنتون ګوري. که څه هم څو ځله يې د اسلامي حجاب د رعايت او اغوستلو په اړه رضايت ښودلی، خو تاسو وينئ چې د زده کړو بنديز عملي کوي. له دې سره – سره، اصلي او اساسي ستونزه داده چې د نظام سقوط د خصوصي زده کړييزو بنسټونو پر خپلواکۍ سيوری غوړولی او د زده کړې په برخه کې يې د نوښت مخنيوی کړی دی.

يو بل بحث له دې بنسټونو سره د لوړو زده کړ د وزارت چلند دی. دا وزارت د لوړو زده کړو له بنسټونو سره آمرانه او سپکوونکی چلند کوي. د خصوصي زده کړييزو بنسټونو د رهبرۍ په صلاحيتونو کې لاسوهنه کوي. له دې سره – سره، د دې بنسټونو د استازو په نشتون کې په زياته کچه غير عادلانه پرېکړې کېږي، دا هر څه په داسې حال کې کېږي چې خصوصي زده کړييزو بنسټونو د خپلې بقا، فعاليت د دوام او يا هم درسي وضعيت د ښه والي په موخه د لوړو زده کړو له وزارت څخه کوم معنادار ملاتړ نه دی تر لاسه کړی.

پوښتنه: د پوښاک، لباس او ظاهر له مخې په پوهنتون کې کوم بدلونونه راغلي دي؟

ځواب: په پوهنتون کې جامه هماغه ده چې په هيواد کې رعايت کېږي او دې ته اجازه ورکړل شوې ده. که ستاسو هدف ښځې وي، نو بيا بايد ووايو چې له کومه وخته په دې ټولنه کې د خدمت کولو وياړ لرو، د اسلامي ټولنو د ښځو په منځ کې مو ليدلي چې د افغانستان ښځې تر ټولو باوقاره، با شخصيته او تر ټولو متعهدې دي.

يادونه: د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزير ندا محمد نديم په دې وروستيو کې ويلي و چې ښځې د اسلامي حجاب د نه رعايتولو په موخه له زده کړو منع شوې دي. په داسې حال کې چې د ابتداييه دورې زده کوونکو او زده کړيالانو د طالبانو د زدکړييزو بنسټونو له لارښونو سره سمې جامې اغوستې او ټولې به په تور ټيکري کې دې بنسټونو ته په داسې حال کې تللې چې پراخ عربي حجاب به يې کړی و او يوازې سترګې به يې ښکارېدلې.   

پوښتنه: د پوهنتونونو مالي وضعيت څرنګه دی؟

ځواب: د زده کړيالانو د پام وړ شمېر کموالي له کبله ټول زدکړه ييز خصوصي بنسټونه له سخت مالي حالت سره مخ دي. د فعاليت د دوام په خاطر يې له ناچارۍ ډېری پرمختيايي برنامې درولې دي او يا يې هم ځنډولې دي.

پوښتنه: د برنامو بدلون تر کومې کچې د زده کړو کيفيت اغېزمنوي او ولې؟

ځواب: نننۍ نړۍ د بدلون او پرمختګ نړۍ ده او اړتيا داده چې ورسره د همږغي کېدو لپاره بايد هره ورځ نوي روشونه او اغېزناک ابزار وکارول شي. خو په اوس مهال کې د دې هيڅ امکان نشته او د بوديجې نشتون هم د دې لامل شوی چې خصوصي پوهنتونونه پرمختيايي برنامې وځنډوي او يا يې هم ختمې کړي.

پوښتنه: د پوهنتون غير درسي برنامې (سيمينار، کنفرانس او …) اوس هم کېږي او که نه؟

ځواب: هو، سږ کال مو غير درسي برنامې درلودې لکه علمي، فرهنګي او ورزشي کانفرانسونه، يا هم د اړوندو څانګو له کاري پلانونو سره سم لنډمهالې زدکړه ييزې دورې، خو دا بسنه نه کوي.

پوښتنه: د زده کړيالانو تر منځ د څانګو په انتخاب کې بدلون احساس کېږي؟

ځواب: هو، په عموم کې د زده کړو تقاضا کمه شوې ده. په دې لړ کې د انساني علومو په څانګه کې تقاضا ډېره کمه شوې. د بېلګي په توګه، په کاتب پوهنتون کې د حقوقو او سياسي علومو لپاره تقاضا په زياته کچه کمه شوې.

پوښتنه: د څانګو په انتخاب کې د بدلون دليل څه کېدلای شي؟

ځواب: ښايي دليل يې دا وي چې ځوانان نور ځان په نظام کې نه ويني؛ ځکه هغوی ته کوم فرصت نه ورکول کېږي. کومو کسانو چې حقوق ويل، هغوی هيله درلوده چې يوه ورځ به په عدلي او قضايي سيسټم يا هم بل بنسټ کې کار کوي. خو اوس مهال هغوی ځان ته د کاري راتلونکي تصور نشي کولای.

پوښتنه: راتلونکی څرنګه ګورئ؟

ځواب: زما په اند ټولنيزه پاشلتیا د تېر کال تر سياسي پاشلتیا څو چنده زياته ويجاړوونکې ده. دا پاشلتیا پېل شوی او دوام لري. د تعليم او تحصيل له حق څخه د نيمې ټولنې محرومول، د زده کړو او متخصصو افرادو کډوالي، د فقر او بې‌کارۍ زياتوالی او په تصميم نيونه او د هيواد په لويو سياستونو کې د نظر لرونکو خلکو نه ګډون به په راتلونکي کې ډېر کړکېچونه را پيدا کړي. متأسفانه راتلونکی ښه نه دی. په يوه جمله کې به درته ووايم چې که له تاريخه زده کړه ونه کړو، تکراروو به يې.

پوښتنه: ستاسو پيغام او غوښتنه څه ده؟

ځواب: زه بايد پوښتنه وکړم چې پيغام چاته ورکړم او غوښتنه له چا وکړم؟ له دې سره – سره به زه هغو خلکو ته چې اوس مهال د افغانستان چارې ورسره دي، ووايم چې زده کړې مه سياسي کوئ. په هر فرصت کې د هغو خلکو له وړتيا ګټه واخلئ چې زده کړې يې کړې ځکه ټولنه د زده کړو لرونکو خلکو ګډون ته اړتيا لري او په افغانستان کې داسې خلک کم نه دي.

بله خبره داده چې ښځه نيمايي ټولنه ده. بايد ښځو ته د زده کړو حق ورکړل شي؛ ځکه همدا د زده کړې او روزنې کيلي ده او افغانستان ورته اړتيا لري. حاکمه ډله بايد د ښځو په اړه پر خپلو ژمنو ودرېږي. له نړيوالې ټولنې هم غواړو چې د افغانستان خلک دې يوازې نه پرېږدي او مرسته دې وکړي چې افغانستان له دې حساس تاريخي پړاو څخه تېر شي.

له وخت راکولو مو مننه!