اطلاعات روز: د افغانستان د خبريالانو د ملاتړ سازمان وايي، چې افغان ورځپاڼه ليکونکی اسد الله سلطاني د پاکستاني پوليسو له لوري نيول شوی او د برخليک په اړه يې معلومات نشته.
باوري سرچينو د خبريالانو د ملاتړ سازمان ته ويلي، چې دا خبريال د پاکستان په حيدر اباد سيمه کې د نامعلوم دليل له کبله نيول شوی دی.
د افغانستان د خبريالانو د ملاتړ سازمان د سلطاني نيول کېدل انديښمنوونکي بللي او د پاکستان له حکومته يې غوښتنه کړې چې نوموړی دې ازاد کړي.
دې سازمان په پاکستان کې د خبريالانو د حقونو له ملاتړو سازمانونو او نړۍ څخه هم غوښتنه کړې چې د سلطاني د ازادېدو او د هغه قضيې ته د قانوني لاسرسي لپاره هڅې وکړي.
د سلطاني د نيول کېدو دقيقه نيټه نه ده معلومه.
ويل کېږي چې په پاکستان کې افغان وګړي عموما له دې کبله نيول کېږي چې د اوسيدو قانوني اسناد نه لري. په وروستيو مياشتو کې د دې هيواد پوليسو په لسګونو کډوال نيولي دي.