اطلاعات روز: د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا پخواني استازي زلمي خليلزاد چې له طالبانو سره د خبرو او د دوحې تړون د لاسليکولو تجربه لري، د اوکراين جګړې د «سياسي حللارې» لپاره د خبرو د دروازو پرانستل غوښتي.
نوموړي نن (سېشنبه، ۲۰ د مرغومي) په يوه ټويټ کې ليکلي: «زموږ (امريکا) رول د پوتين د لګښتونو په زياتولو کې مهم دی، خو بايد هوښياري وکړو او د يوه داسې سياسي حل لپاره دروازې پرانيستې وساتو چې زموږ د نړيوالو اوږد مهالو ګټو يعنې ثبات او امنيت لپاره مهم وي.»
خليلزاد پر نشنل انټرسټ په خپله خپره کړې مقاله کې هم دا وړانديز کړی دی. نوموړی په دې مقاله کې ملګرو ملتونو ته د امريکا پخوانی استازی معرفي شوی، په داسې حال کې چې دی په خپله وروستۍ دنده کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا ځانګړی استازی و او د دوحې د تړون را منځته کوونکی بلل کېږي.
د اوکراين د جګړې په اړه د خليلزاد څرګندونو د افغان ټويټر کاروونکو نيوکې را پارولي دي.
د ټويټر يوه کاروونکي د خليلزاد تر ټويټ لاندې ليکلي چې امريکا کولای شي د نوموړي له تجربو د سياسي حل لپاره ګټه واخلي، «ايا افغانستان ښه بېلګه نه ده؟»
يوه بل کس ليکلي: «د دوحې په څېر د يوه بل تړون را منځته کول څرنګه دي؟ ايا فکر کوئ چې پوتين بدل شوی دی، لکه څرنګه چې مو انګېرله طالبان بدل شوي دي؟»
يوه بل کس په فارسي خليلزاد ته په خطاب کې ليکلي چې «په خپله خو دې سياسي حل وشرماوه».
يوه بل کاروونکي پسې ليکلي، چې که خليلزاد په راتلونکو دریو مياشتو کې له پوتين سره د يوې معاملې لپاره د مسوول کس په توګه وټاکل شي «نو د دوحې د تړون په څېر يو بل شرموونکی تړون به لاسليک کړي.»
د دوحې تړون د خليلزاد د مذاکراتو په پايله کې تر لاسه شو او له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته يې لار برابره کړه او له کبله يې د افغانستان پوځ او دولت وپاشل شول.
خليلزاد بيا – بيا له دې تړون څخه دفاع کړې ده او د افغانستان سياستوال يې پړ ګڼلي دي.
