سيګار: د افغانستان پر کانونو د امريکا پانګونه د فساد له امله ناکامه شوه

اطلاعات روز: د افغانستان بیا رغونې لپاره د امريکا څارونکې اداره (سيګار) وايي، چې د امريکا له هڅو سره – سره د افغانستان د کانونو استخراج پراختيا ونه مونده. د سيګار په وينا د دې ناکامۍ لامل فساد او د کانونو غير قانوني استخراج و.

د سيګار په وينا، د متحده ايالاتو دولت تقريبا يو ميليارد ډالر د کانونو د مالي ارزونې، معدني اکتشاف او د پخواني دولت د ظرفيت لوړونې لپاره لګولي دي.

دې بنسټ ويلي، چې  امريکا د افغانستان د کانونو د استخراج صنعت په برخه کې ډېرې هڅې کولې او د افغانستان د دولت لپاره يو ښه فرصت و چې اقتصادي پرمختګ وکړي او خلکو ته کار پيدا کړي.

سيګار زیاته کړې، چې د افغانستان د کانونو د استخراج صنعت د پراختيا لپاره د متحده ايالاتو په ټولو هڅو کې فساد شامل و او ډېری معدنونه د افغانستان سياسي رهبرانو، جنګسالارانو، نظامي خلکو او پوليسو کنټرولول.

د پخواني دولت د اټکل له مخې هر کال د افغانستان د کانونو له استخراج څخه شاوخوا ۳۰۰ ميليونه ډالر عواید حیف و میل کېدل.

له دې سره – سره، د سيګار په وينا، د کانونو د غير قانوني استخراج اصلي لامل بې ثباتي وه، ځکه له دې لارې اورپکو ښه عايد تر لاسه کاوه.

اوس مهال د طالبانو حکومت د افغانستان پر کانونو د پانګونې د جذب هڅه کوي.

ويل کېږي چې چينايان د افغانستان پر معدنونو د پانګونې لپاره ليواله دي. چين د لوګر د مس عينک معدن د استخراج تړون کړی چې په نړۍ کې د مسو تر ټولو لوی کان دی.

دې هيواد په خپل تازه اقدام کې له طالبانو سره د افغانستان په شمال کې د نفتو د استخراج ۲۵ کلن تړون هم کړی دی.