اطلاعات روز: له بلخ ولايت څخه سرچينې وايي، چې د دې ولايت په بلخ ولسوالۍ کې يوه قابله له تېرو دوو اونيو راهيسې نادرکه ده.
دغه قابله حميده نومیده او د بلخ ولسوالۍ په روغتيايي کلينيک کې يې کار کاوه.
د نموړې خپلوان او روغتيايي سرچينې له اطلاعات روز سره د خبرو پر مهال د حميدې د ورکېدو په اړه بېلابېلې کيسې کوي.
يوې سرچينې وويل، چې د دې نجلۍ پلار د طالبانو غړی دی او کوژدن يې هم طالب و. دا دواړه په ماشومتوب کې له يوه – بل سره کوژدن شوي وو.
د سرچينې په وينا، حميده د طالبانو له غړي سره په ګډ ژوند خوښه نه وه او په وروستيو کې يې خپله کوژده فسخ کړې وه.
خو د سرچينې په وينا، د حميدې پلار دا په زور هغه کوژدن ته سپارلې او ويلي يې دي چې «دا ښځه دي ناموس ده، واک يې ستا دی.» سرچينه وايي چې حميده د خپل کوژدن طالب له لوري تښتول شوې ده.
ورته مهال ځينې نورې سرچينې بیا وايي، چې د حميدې يو بل سړی خوښ و، له همدې کبله يې په تښتېدلو خپل ځان غلی کړی دی.
د اطلاعات روز خبريال نه دی توانېدلی چې د حميدې له کورنۍ او د طالبانو له مسوولينو سره خبرې وکړي.