د استراليا کرکټ بورډ پرېکړې ته د راشد خان غبرګون: کرکټ له سیاسته لېرې وساتئ

اطلاعات روز: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوريزو لوبو کپتان راشد خان د استراليا هغې پرېکړي ته غبرګون ښودلی چې له افغانستان سره يې د راتلونکو یو ورځنیو لوبو لړۍ لغوه کړې.

راشد خان نن (پنجشنبه، ۲۲ د مرغومي) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره له لوبېدلو د استراليا انکار ناهيلی کړی دی. ده د استراليا له کرکټ بورډ غوښتنه کړې چې خپله پرېکړه دې بدله کړي.

ده ليکلي: «کرکټ زموږ د هيواد يوازينۍ هيله ده، له سياسته یې لېرې وساتئ.» نموړي زیاته کړې، دا چې د افغانستان په استازيتوب يې پر نړيوال دريځ پرمختګ کړی پرې وياړي.

د راشد خان په وينا، که د افغانستان د کرکټ لوبډلې په وړاندې د استراليا لوبېدل ناراحته کوونکي وي، دی هم نه غواړي چې په «بيګ باش لیګ» کې په لوبېدلو نور ناراحته کړي.

د افغانستان د کرکټ لوبډلې يو شمېر نورو لوبغاړو هم د استراليا د کرکټ بورډ یاده پرېکړه غندلې چې نه غواړي له افغانستان سره ولوبېږي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر محمد نبي په يوه ټويټ کې ليکلي: «موږ د کرکټ په وسيله وښوده چې که فرصت راکړل شي نو تر نورې نړۍ پاتې نه يو. ورزش او سياست سره بېل کړئ.»

د لوبغاړو له لوري دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې وه د کب مياشت کې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او استراليا د لوبډلو تر منځ يو ورځنۍ لوبې وشي، خو استراليا د دې لوبو له کولو ډډه کړې.

د استراليا د کرکټ بورډ په اعلاميه کې راغلي چې دا پرېکړه یې تر هغه وروسته کړې چې د طالبانو له لوري د ښځو پر کار، زده کړو، پارکونو او ورزشي ځايونو ته پر تګ بنديز ولګېد.

د استراليا کرکټ بورډ ويلي، چې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د کرکټ ودې ته ژمن دي او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حالت ښه کولو لپاره به د افغانستان له کرکټ بورډ سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

دا په تېرو دوو کلونو کې دويم ځل دی چې د استراليا کرکټ بورډ له افغانستان سره دوه اړخيزې لوبې د ښځو په اړه د طالبانو د سياستونو له کبله لغو کوي.

تر دې وړاندې هم په پام کې وه چې ۲۰۲۱ کال کې د دواړو لوبډلو تر منځ لوبې وشي، خو لغوه شوې