مخ پر زیاتيدونکی بشري ناورین، د طالبانو د تاوتريخوالي شدت او د داعش د جناياتو زياتېدل

د افغانستان په اړه د بشري حقونو څار بنسټ راپور

اطلاعات روز: د بشر حقونو څار بنسټ په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه د راپور په خپرولو سره ويلي، چې د طالبانو له خوا تاوتريخوالی او د داعش «جنايات» زيات شوي دي. په دې راپور کې راغلي چې د افغانستان بشري وضعيت هم خراب شوی دی.

د دې بنسټ په وينا، طالبانو په ۲۰۲۱ اګست کې واک ته تر رسېدلو وروسته په پر له پسې توګه پر ښځو او نجونو داسې قوانين او سياستونه پلي کړي چې د هغوی لومړني حقونه یې سلب کړي دي.

دغه راز طالبان په ۲۰۲۲ مارچ مياشت کې له خپلې هغې ژمنې پر شا شول چې د نجونو په وړاندې به ښوونځي خلاصوي او په ډسمبر مياشت کې يې پوهنتونونه هم د نجونو پر مخ وتړل. دې ډلې د ښوونځيو او پوهنتونوو د بندېدلو په تړاو د ښځو اعتراضونه هم ځپلي دي.

د بشر حقونو د څار بنسټ هم ويلي چې طالبان سولييز مخالفتونه ځپي. دې بنسټ زياته کړې چې د طالبانو له خوا بشري حقونو ته نه پاملرنه د دې لامل شوې چې دوی په نړيواله توګه نور هم ګوښه شي.

فرشته عباسي چې د بشر حقونو د څار له لوري د افغانستان شنونکې ده، وايي چې طالبان د افغانستان اقتصادي او سياسي بحران ته د پاملرنې پر ځای، د ښځو له ازارولو او خبريالانو له بندي کولو سره ډېره لېوالتيا لري.

دې ټينګار کړی دی چې طالبان بايد له نړيوالو حقوقو سره سم پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ښځو او نجونو ته اجازه ورکړي چې په ازاده توګه زده کړې، کار او تګ – راتګ وکړي.

مخ پر زیاتیدونکی بشري ناورین

د بشر حقونو د څار بنسټ په راپور کې چې تېره (پنج‌شنبه، ۲۲ د مرغومي) خپور شوی دی، راغلي چې د افغانستان انساني بحران د ۲۰۲۲ کال پر مهال تر ډېره حده د طالبانو تر راتګ وروسته د دوامدارې اقتصادي پاشلتيا له کبله نور هم خراب شوی دی.

دې بنسټ ويلي، چې په تېر ميلادي کال کې د افغانستان تر ۹۰ سلنه ډېر وګړي له خوراکي ناامنۍ سره مخ وو، په دې لړ کې په ميليونونو وګړي مجبور شوي چې د ورځې د يوه يا يو څو وختونو خوراک ونه کړي يا هم ټولې ورځې بې خوراکه تېرې کړي.

د بشر حقونو څار بنسټ زياته کړې، چې دوامداره سوء تغذیه د ماشومانو د مرګ لامل شوې او له کبله یې په ماشومانو کې اوږد مهالې ستونزې را پیدا کړې دي.

د دې بنسټ په وينا، اقتصادي کړکېچ ګڼ دلايل لري. «اکثره مرستندويه هيوادونو مرستې کمې کړې دي او يوازې د اړينو برخو لکه روغتيا، زده کړو او نورو ضروري خدماتو د کارمندانو معاشونه ورکوي. دا مرستې په داسې مهال کې په پراخه کچه کمې شوې دي چې د خوراکي، سون او نورو ضروري توکو بيې هم لوړې شوې دي.»

د بشر حقونو څار بنسټ همدا راز ويلي، چې کرنيز توليدات د ۲۰۲۲ کال پر مهال د وچکالۍ، ارزانه کيمياوي کود، سون توکو او نورو کرنيزو موادو ته د نه لاسرسي له کبله کم شوي دي.

د بشر حقونو څار بنسټ د راپور په يوه برخه کې راغلي، چې د افغانستان د اوسني بحران له وجې ښځې او نجونې په غير متناسبه توګه اغېزمنې شوې دي او خوراک، روغتيايي خدماتو او مالي سرچينو ته د لاسرسي په برخه کې له زياتو ستونزو سره مخ دي.

د دې بنسټ په وينا، د طالبانو هغو سياستونو چې ښځې د معاش له دندو منع کوي، وضعيت نور هم خراب کړی دی. دې ډلې په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بنديز لګولی دی.

د خوراک د نړيوال سازمان نظرپوښتنه ښيي چې د ۲۰۲۲ کال په زیاتو مياشتو کې، هغو سل سلنه کورنيو چې سرپرستي يې ښځو کوله کافي خوراک نه درلود او تقريبا ټولو کورنيو د خوراک موندنې لپاره د کور مهم توکي خرڅول، يا يې هم واړه اولادونه کار ته لېږل او يا يې هم نجونو ته مېړونه کول.

غير قانوني وژنې، شکنجه او جنګي جنايتونه

د بشر حقونو څار بنسټ وايي، چې طالبان پخواني دولتي او امنيتي کسان د انتقام په توګه وژني او په جبري توګه يې ورکوي. همدا راز يې هغه کسان په صحرايي ډول محکمه کړي چې د داعش د غړيتوب تور پرې و.

د دې بنسټ له راپور سره سم، طالبانو په تېر کال کې پر هغو خلکو شپني نظامي عمليات کړي چې داعش ته په پناه ورکولو او يا هم د هغوی په ملاتړ تورن وو.

د دغه راپور له مخې، طالب ځواکونو په ډېری عملياتو کې پر غير نظاميانو تعرض کړی دی او خلک يې له قانوني بهير پرته بنديان کړي دي.

د بشر حقونو څار بنسټ زياته کړې چې نيول شوي کسان په زور ورک شوي يا وژل شوي؛ په ځينو مواردو کې يې سر پرې شوی دی.

د دې بنسټ په وينا، په ځينو ولايتونو کې طالبانو د مړو جسدونه په عامه ځايونو کې غورځولي او يا يې هم په څلور لارو او کوڅو کې د خبرداري په توګه را ځړولي دي.

د بشر حقونو څار بنسټ زياته کړې، چې د ننګرهار اوسېدونکو په يوه کانال کې ۴۵ داسې مړي موندلي چې د بدن ځيني برخې يې غوڅې شوې وې، پر غاړو يې د رسيو نښې وې او يا يې هم سرونه غوڅ شوي وو.

د داعش بريدونه

د بشر حقونو څار په راپور کې راغلي، چې د داعش ډلې خراسان څانګې په ۲۰۲۲ کال کې د هزاره وو پر خلاف د ګڼو بمي چاودنو او وسلوالو بريدونو پړه منلې ده. د څار په وينا، په دې بريدونو کې ۷۰۰ تنه وژل شوي او يا ژوبل دي.

د بشر حقونو څار زياته کړې چې له خطر سره مخ ټولنو په امنيت خوندي کولو او د زيانمنو کورنيو پاتې وګړو ته د روغتيايي او نورو مرستو په رسولو کې د طالبانو ناکامۍ هغه زيانونه نور هم زیات کړي چې بريدونو را پيدا کړي دي.

دې بنسټ زياته کړې: «دې بريدونو له بېړنۍ ويجاړۍ پرته شديدې اوږد مهالې صدمې درلودې. پاتې وګړي او د قربانيانو کورنۍ يې له ډوډۍ راوړونکو محرومې کړي، د هغوی د درملنې له درنو لګښتونو سره يې مخ کړي او ورځني ژوند ته يې د هغوی لاسرسی محدود کړی دی.»

داعش ډلې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په وړاندې د تېرې چهارشنبې ورځې بريد پړه هم منلې ده. سرچينې وايي چې په دې بريد کې تر ډېره د بهرنيو چارو وزارت کارمندان وژل شوي او يا ژوبل دي.

د بيان ازادي او رسنۍ

د بشر حقونو د څار بنسټ په راپور کې پر رسنيو او خبريالانو د طالبانو د بنديزونو په اړه راغلي دي چې طالبانو په کابل او ولايتونو کې پر رسنيو  سانسور لګولی دی او تاوتریخوالی ورسره کوي.

د راپور له مخې، په سلګونو رسنۍ تړل شوې دي او اټکل کېږي چې په ټول افغانستان کې ۸۰ سلنه ښځينه خبريالانو په اګست ۲۰۲۱ کې د طالبانو تر راتلو وروسته خپلې دندې بايللې دي او يا يې هم دا مسلک پرېيښې دی.

د بشر حقونو څار بنسټ زياته کړې، چې د طالبانو استخباراتو ادارې د رسنيو غړي ګواښلي، وېرولي او تاوتريخوالی يې ورسره کړی دی او «د خبريالانو د هدفي وژنو مسوول دي».

د دې بنسټ په وينا، په افغانستان کې معلوماتو ته لاسرسی ډېر زيات محدود شوی دی. په ډېری ولايتونو کې طالبانو خبريالانو ته امر کړی دی چې د ډېری موضوعاتو په اړه راپور ورنه کړي.