بې پولې ډاکټران: افغانستان کې د ښځينه روغتيايي کارکوونکو کاري راتلونکی له ګواښ سره مخ دی

اطلاعات روز: د بې پولې ډاکټرانو سازمان ويلي چې د طالبانو د اقتصاد وزارت له لوري په غير دولتي سازمانونو کې د ښځو پر کار بنديز په افغانستان کې د ښځينه ناروغانو او روغتيايي کارمندانو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی دی.

دې سازمان په يوه راپور کې ويلي، چې که څه هم د بې پولې ډاکټرانو په ګډون روغتيايي کارکوونکي اوس مهال له دې بنديز څخه مستثنا دي، خو د دې هيڅ تضمين نشته چې هغوی به له خنډ پرته خپل کار ته دوام ورکړي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان زیاته کړې، چې په داسې شرايطو کې چې بشري او غير دولتي مرستو ته جدي اړتيا ده، د روغتيايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره په غير دولتي سازمانونو کې د ښځو ونډه يو مطلق ضرورت دی.

ددغه راپور له مخې، بې پولې ډاکټران په افغانستان کې د روغتيايي کدرونو ۵۱ سلنه برخه جوړوي.

بې پولې ډاکټرانو ويلي، چې د ښځو په تړاو د طالبانو د پرېکړې تر غندلو وروسته د دې سازمان ځينې ښځينه کارمندانې له ويرې او ناهيلۍ سره مخ شوې دي.

د بې پولې ډاکټرانو د سازمان يوې کارکوونکې فرزانې ويلي: «موږ په روغتون کې ډېری ښځينه ناروغانې لرو. کله چې ناروغه کېږي درملنې ته اړتيا لري، يو ځای بايد وي چې دوی ورشي. که طالبان د ښځينه کارکوونکو پر کار بنديز لګوي، نو بيا هيڅوک هم د هغوی درملنه نشي کولای.»

د یاد سازمان يوې بلې کارکوونکې ويلي، چې که روغتيايي کارکوونکي هم له کار څخه منع شي، نو د ښځينه ناروغانو لپاره به ډېره سخته وي. د دې په وينا، ډېری کورنۍ نه غواړي چې د ښځو درملنه د نارينه‌و له خوا وشي.

د بې پولې ډاکټرانو په راپور کې راغلي چې د دې بنسټ ځينې ښځينه کارمندانې د خپلو کورونو ګټيالۍ دي او که کار ونه کړي له ستونزو سره مخ کېږي.

له دې کارمندانو څخه يوې يې ويلي: «په افغانستان کې ډېری ښځې د خپلو کورونو ګټيالۍ دي ځکه نارينه کار نشي کولای، يا له هيواده تښتدلي او يا هم مړه شوي. هره ورځ مې فکر دا وي چې که د کار کولو اجازه ونه لرم، څه به کوم.»

د طالبانو له وياند ذبيح الله مجاهد څخه څه موده وړاندې د هغو ښځو په اړه پوښتنه شوې وه چې د خپلو کورونو سرپرستي کوي، ده يې کار کول له غلا سره تشبيه کړي و. «که يو څوک د غلا لپاره دا استدلال کوي چې زه مې اولادونو ته ډوډۍ ګټم، نو موږ خو نشو کولای چې د غلا اجازه ورکړو.»