پروان کې د دوو وروڼو په ګډون درې تنه په دوو جلا پېښو کې ووژل شول

اطلاعات روز: پروان ولايت کې سرچينې وايي، چې د دې ولايت په مرکز چاریکار کې په يوه شخړه او يوه وسله وال بريد کې درې تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

يوې سرچينې وويل، چې په لومړۍ پېښه کې دوه وروڼه په یوې شخړه کې د پروان ولايت د مرکز چاریکار په پنځمه ناحيه کې ووژل شول.

د سرچينې په وينا تېره ورځ (يکشنبه، ۲۵ د مرغومي) په «خلازايي» کلي کې د کاکا زامن د ځمکې پر سر، سره اخته شوي او له امله يې ياده پېښه را منځ ته شوې ده.

دې سرچينې زياته کړې چې په دې نښته کې له يوې کورنۍ دوه وروڼه وژل شوي او د بلې کورنۍ درې غړي ژوبل شوي دي.

پروان ولايت کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند محمد کامران حبيبي ياده پېښه تاييد کړې ده.

ورته مهال سرچينې وايي، چې د پروان د مرکز اړونده سيمه «خواجه ها» کلي کې يو څلويښت کلن کس د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی.

سرچينې وژل شوي کس د سيد عزيز په نوم یاد کړ او ویې ویل چې یاد کس تېره شپه شاوخوا ۸:۰۰ بجې هغه مهال د توپنګچې په ډزو ووژل شو چې کور ته روان و.

دې سرچينې د وژنې شونې انګيزه دښمني ګڼلې. طالبانو د دې وژنې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.