پکتیا او پکتيکا کې روان ژمی شاوخوا ۴۰۰ کسان ليونيو سپيو داړلي

اطلاعات روز: په پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې د طالبانو د عامې روغتيا رياستونو مسوولين وايي، د ژمي له پيليدو تر اوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۴۰۰ کسان ليونیو او کوڅه ډبو سپيو داړلي دي.

د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ريیس ډاکټر حکمت الله عصمت وايي، چې دوی ته له مرکز ښرنې او د دغه ولايت له ولسواليو د کوڅه ډبو او ليونیو سپيو له امله زيانمن شوي ۱۹۷ کسان د درملنې لپاره ور وړل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په يادو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د دوی د درملنې لپاره ورته مشخص واکسين ورکړل شوی دی.

هغه همدا راز د دغو پېښو د مخنيوي لپاره په ښار او اړونده ساحو کې د ليونيو سپيو له منځه وړل اړين بولي او وايي، په دې اړه يې له ښاروالۍ او کرنې او مالدارۍ رياستونو څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

حکمت وويل: «دلته په پکتيکا ولايت کې د ژمي له پيليدو تر اوسه ۱۹۷ کسان ليونيو او کوڅه ډبو سپيو داړلي او مونږ ته يې د واکسين لپاره مراجعه کړې وه، مونږ هم په دومره زيات تعداد د زيانمنو کسانو په اړه اندیښنه لرو او له ښاروالۍ او زراعت رياست څخه مو غوښتنه کړې چې د مخنيوي لپاره يې اقدام وکړي.»

د پکتیکا روغتیایي مرکزونو ته تر اوسه ۱۹۷ کسان د لیونیو سپیو د داړلو له امله ور وړل شوي دي.

له دې سره هم مهاله په پکتیا ولايت کې هم د تېر کال په پرتله د سپيو له امله د داړل شويو کسانو شمېر زيات شوی دی.

د دغه ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا رياست مرستيال بخت رين پاڅون اطلاعات روز ته په لېږل شويو ارقامو کې د زيانمن شويو کسانو شمېر ۱۸۲ تنه ياد کړی دی.

د پاڅون په خبره چې په تېرو ۹ مياشتو کې د پکتيا ولايت له مختلفو سيمو ورته د ليونيو او کوڅه ډبو سپيو له امله ۲۸۳ کسانو د درملنې لپاره د واکسين اړوند برخې ته مراجعه کړې ده.

نوموړي وويل: «مونږ د ليونيو او کوڅه ډبو سپيو له امله ۱۸۲ زيانمن کسان واکسين کړي چې په دې کې د مرکز او ولسواليو دواړو شامل دي او په تېرو ۹ مياشتو کې بيا ټول ارقام ۲۸۳ کسان دي او د WHO  له لوري راسره د واکسين ورکولو برخه کې همکاري شوې ده.»

هغه کسان چې لیونیو سپیو داړلي د پکتیا حوزوي روغتون کې واکسین کېږي.

هر کال د پکتيکا او پکتيا ولايتونو د ښاروالۍ رياستونو له لوري د کوڅه ډبو او ليونیو سپيو د له منځه وړلو لپاره کمپاينونه ترسره کيږي خو سږ کال تر اوسه په دې اړه کوم اقدام نه دی شوی، و مو غوښتل چې د ښرنې او ګرديز د ښاروالۍ مسوولينو نظر هم له ځانه سره ولرو خو بريالي نشوو او د ګرديز ښاروال زمونږ پيغام ته له انتظار وروسته هم ځواب را نکړ.

د پکتيکا ولايت اوسېدونکي وايي، د ژمي په راتګ د لوږې له امله د ليونيو سپيو شمېر ډير شوی چې د خلکو په ژوند يې خورا ناوړه اغېز کړی دی.

د مرکز ښرنې يو اوسېدونکي او هټۍ وال نور زمان اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې دوی د کوڅه ډبو سپيو له وېرې له خپله کوره بازار ته تګ نشي کولی.

د لیونیو سپیو له امله خلک ناوخته له کوره نشي وتلی.

هغه زياته کړه چې دغو سپيو يې په سيمه کې ګڼ ماشومان، سړي او ښځې داړلې او لاهم هره ورځ د ورته پېښو شاهدان وي.

زمان وايي: «ژمی چې را بر شوی او هوا سړه شوې په کوڅو او دښتو کې ډلې ډلې سپي ګرځي چې له همدې وجې زه خپله دوکان ته پر لاره نشم تللی او شاوخوا ګاونډ کې مو ماشومان، سړي او ښځې داړل شوي او ورځ کې خو يوه پېښه وي چې يو څوک سپي خوړلی وي.»

په همدې حال کې بيا د پکتيا ولايت اوسېدونکي د دغې ستونزې د ژر هوارۍ غوښتنه کوي او وايي، که يې پر وخت مخه و نه نیول شي نو د قربانيانو شمېر به لا ډېر شي.

د احمد آبا ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي نور ولي وويل چې ښار کې تېر کال ګرديز ښاروالۍ په يو ځل ګڼ سپي له منځه وړي و او له دغه اقدام سره د کوڅه ډبو سپيو کچه هم راکمه شوې وه.

نوموړي يو ځل بيا په ګرديز ښاروالۍ او د ولسواليو په اړونده مسوولينو غږ وکړ تر څو سږ هم په دې اړه کوټلي ګامونه پورته کړي.

پکتیا کې تېر کال دطالبانو ښاروالۍ د لیونیو سپيو راټولولو کمپاین ترسره کړی و خو سږکال یې داسې څه نه دي ترسره کړي. انځور: د پکتیا ښاروالۍ

هغه وايي: «ولا خلک له دې ستونزې ډېر په تنګ راغلي دي، زما دا غوښتنه ده چې ګرديز ښاروالۍ او هم په ولسواليو کې اړونده ادارې بايد په يو وار اقدام وکړي او دغه سپي له منځه يوسي که سږ پاتې شي نو کال ژمی ولاکه څوک ژوند هم په کرار ترې تېر کړي.»

د پکتيکا او پکتيا سربېره د سويل ختيځ زون په لوګر او خوست ولايتونو کې هم د کوڅه ډبو سپيو له امله خلکو ته زيان رسېدلی خو تر اوسه يې کره شمېر نه دی معلوم.

روغتياپالان وايي، که د ليوني سپي له امله د زيانمن شوي کس پر وخت درملنه او واکسين و نه کړل شي د وخت په تېرېدو د مرګ سبب ګرځېدلی شي.