په هرات کې د طالبانو د والي دفتر اعلان کړی چې د اسلامکلا له ګمرکه د بېکیفیته نفتي او غیرنفتي توکو ۳۴ ټانکرونه بېرته ګرځول شوي دي.
دغه دفتر نن (یکشنبه، د لیندۍ لومړۍ) په ایکسپاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه ټانکرونه پرون «صادرونکي هېواد» ته بېرته لېږل شوي دي.
په هرات کې د طالبانو د والي دفتر ویلي چې په دغو موټرو کې د پټرولو ۲۰ ټانکرونه، د ډیزلو ۱۳ ټانکرونه او یو موټر چې د پاکستان د موټرو «پرزهجات» یې لېږدول، شامل وو. د دغه دفتر په وینا، دغه موټرونه «د اړینو کیفیتي معیارونو د نهپوره کولو او غیرقانونيوالي له امله صادرونکي هېواد ته بېرته لېږل شوي دي».
طالبانو نه دي مشخص کړي چې دغه ټانکرونه له کوم هېواد څخه افغانستان ته وارد شوي وو؛ خو ډېری وارداتي توکي د اسلامکلا له لارې له ایران څخه افغانستان ته راځي.
په هرات کې د طالبانو د والي دفتر تېره اوونۍ هم د اسلامکلا له ګمرکه د بېکیفیته تېلو د ۲۹ ټانکرونو د بېرته ګرځولو خبر ورکړی و.
طالبانو تر دې وړاندې هم ایران ته د بېکیفیته تېلو د سلګونو ټانکرونو د بېرته لېږلو خبر ورکړی و.
د دغو ټانکرونو بېرته ګرځولو د ایراني چارواکو نیوکې هم راپارولې وې. هغوی ویلي وو چې د طالبانو له لوري د تېلو د کیفیت ارزونه له هېڅ نړیوال معیار سره سمون نه لري.
