اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او روزنیز سازمان یا یونسکو ويلي چې په تېرو دوو لسيزو کې د افغانستان په پوهنتونو کې د نجونو حضور ۲۰ برابره شوی و؛ خو نن هغوی په هيواد کې د زده کړو اجازه نه لري.
دې سازمان د زده کړو د نړيوالې ورځې په درشل کې ويلي چې په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو بنديز د منلو وړ نه دی.
يونيسکو سبا (سېشنبه، ۴ د سلواغې) د زده کړو نړيواله ورځ د افغانستان ښځو او نجونو ته ځانګړې کړې ده.
دې بنسټ په يوه ټويټ کې ليکلي: «د زده کړو په ورځ له موږ سره يو ځای شئ او په لوږ غږ وواياست: پرېږدئ چې افغان نجونې زده کړې وکړي.»
طالبانو تر واک ترلاسه کولو وروسته لومړی تر شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ ښوونځي وتړل. تر دې وروسته يې د ښځو پر لوړو زده کړو او په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار کولو هم بنديز ولګاوه.