SM

د پاکستاني طالبانو خوځښت (TTP)؛ د وده کوونکې افراطي ايډيولوژۍ يوه بله بڼه

شمشاد زلمی

د ۲۰۰۱ کال پر مهال په افغانستان کې د طالبانو د رژيم تر ړنګېدلو وروسته په افغانستان کې مېشتو بهرنيو جنګياليو، د القاعدې غړو او طالبانو د پاکستان د خيبر پښتونخوا قبايلي سيمو او بلوچستان ته پناه ور وړه او په وروسته کلونو کې يې له همدې ځايه په افغانستان کې بيرته جګړه پيل کړه او د خپلې ټولې جګړې پر مهال يې له دې ځايونو د پټنځای په توګه استفاده کوله. طالبانو د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې له وړاندې پلويان درلودل او د طالبانو پر رژيم د امريکا د بريد پر مهال صوفي محمد له سواته له لس زره کسيز لښکر سره د طالبانو مرستې ته ورغلی و. طالبانو او په ځانګړې توګه حقاني شبکې له قبايلي سيمو د خپلې جګړې لپاره جنګيالي جذبول او په افغانستان کې به يې جنګول. په دې توګه قبايلي سيمې د طالبانو او القاعدې د فعاليت په مرکز بدلې شوې وې چې په يادو سيمو کې يې پر ديني ډلو هم اغېز وکړ او د وخت په تېرېدلو هغوی هم له طالبانو او القاعدې په الهام خپل جوړښت را منځته کړ او ملا عمر يې خپل روحاني رهبر وباله.

تاريخي شاليد او د ټي ټي پي جوړېدل

فدرالي قبايلي سيمې يا هم فاټا (Federally Administrated Tribal Areas – FATA) د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې هغه سیمې وې چې له ۱۹۴۷ څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې نيمه خپلواکې وې. په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان د پارلمان له خوا د پاکستان په اساسي قانون کې د پنځه ويشتم تعديل په راوستلو د دې سيمو دا حيثيت ختم شو. فاټا اووه قبايلي ولسوالۍ (باجوړ ايجنسۍ، مهمند ايجنسۍ، خيبر ايجنسۍ، اورکزۍ ايجنسۍ، خرم ايجنسۍ، شمالي وزيرستان ايجنسۍ، جنوبي وزيرستان ايجنسۍ) او شپږ سرحدي ريجنه يا هم سيمې (بنو، ډيره اسماعيل خان، کوهاټ، لکي مروت، پېښو، ټانک) لري چې د پاکستان د فدرالي حکومت له لوري په مستقيمه توګه د يو لړ ځانګړو قوانينو (Frontier Crimes Regulations) په وسيله کنټروليدلې.

د پاکستان د حکومت او پوځ له لوري فاټا سيمې ته په سم ډول د پام نه کولو له وجې ټي ټي پي په دې سيمه کې وده وکړه. د فاټا ځانګړی ادارې حيثيت د استعمار له وخته پاتې و چې حکومت پکې غير مستقيم واک چلاوه. ځايي قبيلو د حکومت د ور پېژندل شويو مشرانو له لوري پر خپلو سيمو واکمني کوله. حکومت يوازې مرکزي دفترونه، مهم سړکونه او امنيتي چارې کنټرولولې او د امنيت لپاره به يې هم د اصلي پوځ پر ځای له قومي مليشو استفاده کوله. د پاکستان پوځ له فاټا څخه د يوه غير رسمي پوځ په توګه هم استفاده کوله. د دې يو مثال په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستاني چارواکو له لوري په کشمير کې جنګېدلو ته د قبايلو هڅول دي. په ۱۹۸۰ کلونو کې د مجاهدينو لپاره د پراخ ملاتړ حضور هم په فاټا کې و او په همدې مهال کې په دې سيمه کې د وسلو غير قانوني سوداګري شروع شوه او فابريکې يې جوړي شوې. کله چې په دې سيمه کې د طالبانو پلوي ډلې منظمې شوې، هغوی په اسانۍ کم دولتي حضور ختم کړ او دولتي چارواکي يې يوازې تر خپلو دفترونو منحصر کړل.

په ۲۰۰۱ کې د افغان طالبانو تر واک ختمېدو وروسته له دوی پاتې شوي بهرني جنګيالي او د القاعدې مهم غړي قبايلي سيمو يا هم فاټا ته راغلل. دوی راتلونکي جنګيالي منظم کړل، د دوی اراده دا وه چې له افغانستانه به بهرني عسکر باسي او د هغو د متحدينو يا هم پاکستاني پوځ پر خلاف به هم جګړه کوي. د پاکستاني پوځ پر خلاف د جهاديانو په منظم کولو کې د القاعدې تبليغاتو او هڅو ډېر زيات رول درلود. ښايي د ۲۰۰۴ کال پر مهال په دې سيمه کې د پاکستاني پوځ د عملياتو يوه وجه به همدا پاکستان ضد «جهادي» احساسات وو. [۱]

د ټي ټي پي اوسني مشر نور ولي محسود په خپل کتاب «انقلاب محسود» کې کاږي چې په پاکستان کې «دفاعي جهاد» دی. د ده په وينا چې قبايلو انصار (القاعده او نور جنګيالي) ساتل او هغوی ته يې له امريکايانو څخه پناه ورکړې وه. د ده په اند پاکستان د امريکا په ملاتړ پر قبايلي سيمو يرغل وکړ او له قبايلو يې وغوښتل چې بهرني جهاديان ورته وسپاري خو نموړی وايي چې دا مېلمستيا د قبايلي دود خلاف کار و او همدا وجه وه چې جهاد پيل شو. [۲]

د ۲۰۰۴ پر مهال په قبايلي سيمو کې د جهاديانو پر خلاف د پاکستان د پوځ عملياتو دفاعي جهاد را پيدا کړ. نور ولي محسود وايي چې له قبايلي سيمې د القاعدې د مشرانو شړلو لپاره پوځي عملياتو قبايل او په ځانګړې توګه محسود قبيله د پاکستاني پوځ د بريد په وړاندې سره متحده کړه. د همدې هڅو په پايله کې د ۲۰۰۷ پر مهال د بيت الله محسود تر مشرۍ لاندې د ټي ټي پي د جوړولو لومړۍ هڅه وشوه او د څلوېښتو قبايلي جنګياليو يوه شورا جوړه شوه چې هر يوه د خيبر پښتونخوا د يوې سيمې او ولسوالۍ استازيتوب کاوه.

د متحده ايالاتو د سولې انسټيټيوټ له را پور سره سم چې له نورو موخو سره – سره د ټي ټي پي د جوړېدلو يو مهم علت د بيت الله محسود د وياند مولوي عمر په وينا دا و چې د پاکستان د پوځي عملياتو په وړاندې متحده جبهه جوړه شي. د ټي ټي پي جوړښت ډېر غير متمرکز و او د دې مطلب دا و چې د ځايي قومندانانو پر پرېکړو سياسي پرمختګونه، قبايلي موضوعات او په ټوله کې د ټي ټي پي لوی اهداف خپلې اغېزې لري. له همدې وجې په دې خوځښت کې دننه ځينې وختونه جدي اختلافونه را پيدا کېدل. د پاکستاني دولت په وړاندې د ټي ټي پي غوڅ دريځ ځايي وسله وال سره وېشلي وو. حافظ ګل بهادر او ملا نذير له بيت الله محسود سره د بهرنيو جنګياليو د ساتلو او پاکستاني دولت سره د جګړې کولو پر سر اختلافات درلودل.

ټي ټي پي پر بېلابېلو وړو ډلو وېشلې وه او «محسود ډلې» د ټي ټي پي اصلي تشکيل جوړاوه، خو د بهادر او نذير ډلې د ټي ټي پي رسمي غړي نه وو. نذير او ګل بهادر په ۲۰۰۸ کال کې د مقامي تحريک طالبان په نوم اتحاد وکړ چې د بيت الله محسود په مشرۍ له ټي ټي پي بېله ډله وه او پر پاکستاني پوځ يې بريدونه نه کول. نذير او بهادر دواړو له القاعدې او حقاني شبکې سره ټينګې اړيکې درلودې.

په ۲۰۰۹ کې بيت الله، نذير او بهادر د «مجاهدينو د متحدې شورا» په نوم سره يو ځای شول او ژمنه يې وکړه چې په افغانستان کې به پر بهرنيو ځواکونو خپلو بريدونو ته پام اړوي. په همدې وخت کې پر قبايلي سيمو متحده ايالاتو خپل هوايي بريدونه ډېر کړل او پاکستاني پوځ هم همالته خپل عمليات کول. بهادر چې له بيت الله سره يو ځای شوی و، د ۲۰۰۹ کال په منځنيو کې يې پر پاکستاني پوځ د يوه مرګوني بريد مسووليت واخيست. دوامدارو جګړييزو فعاليتونو د پاکستاني طالبانو بېلابېلې ډلې دې ته چمتو کړې چې هم تر خپل منځ همکاري وکړي او هم له پنجابي او بهرنيو جنګيالو سره اړيکې ټينګې کړي.

د ټي ټي پي لومړنی مشر بيت الله محسود د ۲۰۰۹ کال پر مهال د متحده ايالاتو په هوايي بريد کې ووژل شو. تر ده وروسته حکيم الله محسود مشر وټاکل شو او ده له القاعدې او نورو بهرنيو ډلو سره اړيکې نورې هم پراخې کړې. د حکيم الله محسود په مشرۍ کې له سپاه صحابه او لشکر جنګوي ډلو سره هم اړيکې پراخې شوې چې په دې توګه ټي ټي پي د لږکيو پر خلاف په بريدونو کې هم ښکېله شوه. له نورو جنګي ډلو سره د ټي ټي پي اړيکو دا ګټه ورته وکړه چې القاعدې ورته په مالي او تخنيکي توګه مرستې برابرې کړي او له پنجابي جنګياليو سره اړيکو ورته دا وړتيا ورکړه چې په ښاري سيمو کې بريدونه وکړي.

حکيم الله مسعود هم د ۲۰۱۳ پر مهال د نومبر پر لومړۍ نيټه د امريکا په ډرون بريد کې ووژل شو. تر ده وروسته په لومړي ځل د ټي ټي پي مشري له محسود قبيلې دباندې د سوات فضل الله ته ورکړل شوه. محسود قبيله د جنوبي وزيرستان ۶۰ سلنه جوړوي، له همدې وجې يې رول په فاټا کې ډېر مهم دی. له دې قبيلې سره د ټي ټي پي د مشرانو تړاو، د ټي ټي پي لپاره په جنوبي وزيرستان کې پراخ ملاتړ را جذب کړی و. فضل الله چې د سوات او ملکنډ مشري يې کوله، د قبايل مېشتو طالبانو له خوا ښه نه ګڼل کېده او له کبله يې په ټي ټي پي کې اختلافات را پيدا شول او د دې ډلې ځواک يې کمزوری کړ. فضل الله د ۲۰۱۸ کال پر مهال په کونړ کې د امريکا هوايي بريد وواژه. تر ده وروسته يې ځایناستی مفتي نور ولي محسود وټاکل شو. په دې سره د ټي ټي پي مشري يو ځل بيا محسود قبيلې ته راغله. [۳]

د پاکستاني پوځ د «ضرب عضب» عملياتو او مولانا فضل الله د مړينې له وجې چې ټي ټي پي ته کوم زیان واووښت، تر دې وروسته عمومي انګېرنه دا وه چې په لنډ وخت کې به ټي ټي پي په بشپړه توګه ختمه شي. خو ښايي دوو مهمو پرمختګونو د دې ډلې راتلونکی غښتلی کړی وي: يو دا چې د ټي ټي پي مشري بيرته محسود قبيلې ته راغله او دويم دا چې ټي ټي پي خپلو غړو ته نوي لارښوونې وکړې. دې لارښوونو تر يوې واحدې مشرۍ لاندې د ټي ټي پي د بېلابېلو ډلو د را يوځای کولو لپاره نوي اهداف بيان کړل او همدا راز يې د ډسپلين او نظم راوستلو په موخه مسووليتونه او صلاحيتونه هم مشخص کړل چې په دې لړ کې يې د بريدونو د اهدافو مشخص کولو لپاره پروسې بيان کړې او همدا راز يې د ځانمرګو بريدونو په تړاو ځانګړې لارښوونې درلودې. (مخکینی ماخذ)

خو د جهاديزم يو شنونکی عبد السعيد وايي چې څلورو شيانو د ټي ټي پي په غښتلي کولو کې مرسته وکړه:

لومړی، د ټي ټي پي مشرانو له افغان طالبانو او القاعدې سره خپلې اړيکې ټينګې کړې تر څو په سيمه‌ييزه او نړيواله کچه مشروعيت لاس ته راوړي. د پاکستان پښتني قبايلو او همدا راز ديوبندي او سلفي مدرسو، اسلامي ګوندونو او نورو جهادي ډلو ټولو د متحده ايالاتو او د متحدينو پر خلاف يې د طالبانو جګړه مشروع جهاد ګاڼه نو ټي ټي پي يې هم ملاتړ وکړ. په دې توګه د ټي ټي پي مشروعيت ورسره زيات شو او ويې کولای شول چې په زيات شمېر کې افراد جذب کړي. ټي ټي پي د افغانستان سرحد ته څېرمه په قبايلي سيمو کې افغان طالبانو ته پټنځايونه ورکړل او د هغوی تاييد يې په همدې توګه وګاټه.

همدا راز، ټي ټي پي له القاعدې سره هم ملګرتيا وکړه او د القاعدې جنګياليو ته يې هم په پاکستان کې پناه ورکړه. همدا راز يې له القاعدې سره يو ځای په بريدونو کې ګډون وکړ او يا يې هم د القاعدې په استازيتوب بريدونه وکړل. ټي ټي پي د القاعدې د نړيوال جهاد د فکر تر څنګ هم ودرېده، په ۲۰۱۰ کال کې يې هڅه وکړه چې د متحده ايالاتو په نيويارک ښار کې بريد وکړي.

دويم، ټي ټي پي په سلګونو هغه قبايلي مشران هم ووژل چې په قبايلي سيمه يا هم فاټا کې يې د دوی د جګړييزو چارو مخالفت کاوه ځکه حکومت پر دې سيمه نيمه واک درلود او پر دې سيمه او خلکو د حکومت کولو لپاره يې قبايلي مشرانو ته اړتیا درلوده. له همدې کبله ټي ټي پي پر دې مشرانو بريد وکړ او د قبيلوي مشرۍ دوديز سيسټم يې له منځه يووړ او په دې سيمو کې يې خپل واک ټينګ کړ.

درېيم، ټي ټي پي له هغو ډلو څخه مسلکي کسان جذب کړل چې د لږکيو پر خلاف به يې بريدونه کول لکه لشکر جنګوي. ټي ټي پي چې په پاکستان کې د شيعه لږکيو پر خلاف کوم بريدونه وکړل، د لشکر جنګوي غړي يې وهڅول چې له دوی سره يو ځای شي. ټي ټي پي د شيعه ګانو خلاف ډلو له وړتياوو ګټه واخیسته او په دې توګه يې د پاکستان د دولت پر خلاف خپله جګړه نوره هم پياوړې او تېزه کړه.

څلورم، ټي ټي پي په شمال لوېديځ پاکستان کې هماغسي شريعت پلی کړ لکه طالبانو چې په افغانستان کې د سپټمبر د يوولسمې تر بريدونو وړاندې پلی کړی و. دې ستراتېژۍ له ملکنډ، باجوړ، اورګزۍ او نورو ولسواليو څخه د پاکستاني اسلامي ډلو غړي ټي ټي پي ته را جذب کړل او د دې ډلې سياسي ځواک يې زيات کړ. ان ټي ټي پي وکولای شول چې د پاکستان له ښاري سيمو هم تعليم يافته اسلامپالي جذب کړي، د دې کسانو ډېری يې په هيواد کې د شريعت د نه تطبيقېدلو په اړه خواشيني وو. [۴]

ايډيولوژي او موخې

ټي ټي پي د خپل جوړښت له مخې يو ديوبندي – وهابي حرکت دی. کولای شو ووايو چې د ټي ټي پي اصلي موخې درې دي:

لومړی، ټي ټي پي غواړي چې له خپل فکر سره سم په ټول پاکستان کې د شريعت يو سخت تعبير تطبيق او پلی کړي. له دې باور سره سم ټي ټي پي د نجونو د زده کړې سخته مخالفه ده. په ۲۰۱۲ کال کې ټي ټي پي د نجونو د حقونو پر فعالې ملالې يوسفزۍ  هم بريد وکړ. ټي ټي پي په دې باور ده چې د پاکستان شته اساسي قانون بايد په شريعت سره تغيیر شي، تر څو پاکستان د يوه اسلامي دولت په توګه رښتنی هويت پيدا کړي.

دويم، د ټي ټي پي يو هدف پخوا دا هم و چې د متحده ايالاتو او متحدينو ځواکونه يې له افغانستانه وشړي. په ۲۰۲۱ کې له افغانستانه د امريکا تر وتلو وروسته ټي ټي پي غواړي چې په کابل کې د طالبانو د واکمنۍ په پياوړي کولو کې مرسته وکړي.

درېيم، ټي ټي پي غواړي چې پاکستاني ځواکونه له فاټا څخه وباسي او په همدې موخه د پاکستان پر خلاف دفاعي جهاد کوي. ټي ټي پي وايي چې د پاکستان پر خلاف د دوی «جهاد» د مرتد او د امريکا د ګوډاګي رژيم په وړاندې د ځان دفاع ده. په ټوله کې د ټي ټي پي موخه داده چې د پاکستان حکومت چپه کړي او په پاکستان کې يو اسلامي خلافت را منځته کړي. [۵]

دا چې ټي ټي پي له بېلابېلو ډلو څخه جوړه ده او هره يوه بېل شاليد لري، ښايي د ټي ټي پي قومندانان د ټي ټي پي په يادو شويو موخو کې اختلافات ولري او يا يې هم په لومړيتوب ورکولو کې تر منځ اختلاف ولري. د بيت الله محسود په څېر قومندانانو پر نړيوال جهاد باور درلود، له همدې کبله وخت پر وخت د ټي ټي پي په موخو او اهدافو کې هم تغييرات راغلي دي. داسې ښکاري چې  ټي ټي پي تر اوږده مهال وروسته پوه شوې ده چې خپل اهداف څرنګه تعقيب کړي او څرنګه خپل افراد پر څو مشخصو ګډو اهدافو را ټول کړي.

ټي ټي پي د افغان طالبانو پر قدم

ټي ټي پي په حقيقت کې د القاعدې او طالبانو له جهاد څخه را زېږېدلی يو غورځنګ دی او په تېرو کلونو کې ټي ټي پي له افغان طالبانو سره اوږه پر اوږه د جمهوريت او بهرنيو ځواکونو پر خلاف جګړه کړې ده. همدا راز يې حقاني شبکې ته په خپله سيمه کې پټنځايونه ورکړي وو او هر ډول مرسته يې ورسره کوله. افغان طالبانو پخوا څو ځله هڅه کړې چې ټي ټي پي قانع کړي چې خپله توجه په افغانستان کې جګړې ته واړوي او له پاکستاني حکومت سره ونه جنګېږي، خو په دې کې بريالي شوي نه دي. له همدې وجې افغان طالبانو تل له ټي ټي پي ځان ډېر ګوښه ښودلی، ان دا چې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي و چې دوی له ټي ټي پي سره هيڅ ډول اړيکه نه لري او يوازې د مسلمانانو په توګه ورسره خواخوږي لري.

په حقيقت کې ټي ټي پي له پاکستاني دولت سره د جګړې خپل دلايل درلودل او دا دلايل هم په طالباني ايډيولوژي کې دننه افغان طالبانو نه شوای ردولای او بالمقابل عربو او نورو بهرنيو جنګياليو د ټي ټي پي د دريځ ملاتړ کاوه او د پاکستان سيکولر حکومت نه يوازې د دوی له اند سره سم د شريعت د تطبيق په وړاندې خنډ و، بلکې له دې سره – سره يې له «حربي کفارو» سره هم د مسلمانانو پر خلاف اتحاد کړی و. په دې توګه افغان طالبانو هم نه شوای کولای چې په جهادي ايډيولوژي کې دننه د ټي ټي پي منطق وننګوي او په دې منځ کې يې رول دا ادا کړ چې د پاکستان خاوره يې د خپلو موخو لپاره وکاروله خو په پاکستان کې يې د پاکستان پر خلاف له هر ډول فعاليت کولو څخه ځان په رسمي توګه ليرې وساته او د پاکستان په استازيتوب يې هڅه دا وه چې ټي ټي پي هم د پاکستاني ځواکونو پر خلاف له جنګېدلو را وګرزوي.

خو دې هر څه د ټي ټي پي او افغان طالبانو تر منځ اړيکې هيڅ وخت نه دي ترينګلې کړې، بلکې په طالبانو کې دننه ټي ټي پي له حقاني شبکې سره ژورې اړيکې درلودې او د ټي ټي پي د العمر ميډيا له لوري په خپرو شويو ويډيوګانو او انځورونه کې بيا – بيا ښودل شوي دي چې حقاني شبکه او ټي ټي پي له يوه – بل سره نږدې اړيکې لري، د يوه – بل په غونډو کې برخه اخلي او ټي ټي پي ښيي چې دوی له حقاني شبکې سره د هغوی په چارو کې همکار دي.

ټي ټي پي که څه هم ځان ته د يوې ديني ډلې هويت ورکوي، خو په خپل جوړښت کې د څو قبيلو د وګړو يوه ټولګه ده او په خپل منځ کې څو ډلې دي چې ګڼو مشترکو شرايطو او موخو سره يو ځای کړي دي او داسې وختونه هم راغلي دي چې سره بېل شوي او اوس د نور ولي محسود په مشرۍ يو ځل بيا د ټي ټي پي تر لوی چتر لاندې وړې – وړې ډلې سره يو ځای کېږي. ټي ټي پي له افغان طالبانو سره د جګړې پر مهال ځينې تکتيکونه زده کړي او اوس هڅه کوي چې د هغو تکتيکونو په کارولو خپل ځان منظم کړي. په دې توګه يې لومړی له نړيوال جهاده لاس واخیست او د خپل ټول فعاليت او فکر محور يې پاکستان وټاکه. له دې سره – سره د نور ولي محسود په ابتکار او مشرۍ سره هڅه دا کېږي چې د افغان طالبانو په څېر د يوه مشر پاور زيات کړي او په دې توګه په ټي ټي پي کې دننه څو مشران او څو ډلې ختمې کړي. همدا راز د افغان طالبانو په تقليد د سيمو لپاره خپل واليان، ولسوالان او نور تشکيلات ټاکي. په ځانګړې توګه دا هڅې په دې وروستيو کې تيزې شوې دي او نور ولي محسود ويلي و چې که ټي ټي پي غواړي ځان بريالی کړي، بايد په هغه چوکاټ کې دننه کار وکړي چې افغان طالبانو وکاراوه او په وسيله يې برياليتوب تر لاسه کړ. 

افغان طالبان هڅه کوي چې ځان يو ملي غورځنګ وښيي چې موخې يې يوازې تر افغانستان پورې را ټولې دي او له نړيوال جهاد سره کومه داسې اړيکه نه لري چې د هغوی به په مالي او وسله واله توګه ملاتړ کوي. که څه هم ټي ټي پي له القاعدې سره تر افغان طالبانو هم ډېرې نږدې اړيکې لري او دوی ته به له القاعدې ځان بېلول بيخي ستونزمن وي، خو په مجموع کې خپل ټول اهداف يوازې تر پاکستان پورې ځانګړي ګڼي او له پاکستاني دولت سره د وروستيو مذاکراتو پر مهال يې هم څرګنده کړې وه چې دا مذاکرات دوی په دې موخه کوي چې ښايي د پاکستاني ملت په ګټه تمام شي. ګواکې دوی دا ښودله چې له دوی سره د پاکستاني ملت فکر دی او خپل ټول فعاليت د پاکستاني ملت د خير په خاطر کوي.

په دې توګه ټي ټي پي او افغان طالبان نه يوازې له يوه – بل سره نږدې او ښې اړيکې لري، بلکې په خپلو ګڼو مشترکاتو کې يوه – بل ته ډېر نږدې دي او داسې نه ښکاري چې دا اړيکې به د پاکستان او يا بل هيواد په مداخله خرابې شي. که څه هم افغان طالبان به د پاکستان د فشار له وجې د پخوا په څېر له ټي ټي پي ځان بېل وښيي، خو د دې دوو ډلو تر منځ فکري او عقيدوي شراکت، د تېرو شلو کلونو ملګرتيا او يو ډول موخې او يو ديني – افراطي هويت دا دوې ډلې نه سره بېلوي. د افغانستان طالبان به له پاکستاني طالبانو سره د هغوی په فعاليت کې ښايي پراخه مرسته ونه کړي، خو پر خلاف يې اقدام هم نه شي کولای ځکه دا ډول کار د دوی د عامه افرادو له فکر سره هم ټکر دی او که خبره د ديني مشروعيت شي نو بيا دوی ته دا ډول اقدام له ديني پلوه هم مشروع نه شي ګڼل کېدلای او بالاخره به ټي ټي پي په دغسې حالت کې دوی په همدې دليل ننګوي.

په کابل کې د ايمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته داسې ښکاري چې طالبانو له نړيوالو جهاديانو سره هم اړيکې نه دي پرې کړي، بلکې د خپلو اعمالو او افکارو د پټولو لپاره يې غولوونکې ژبه زده کړې، نور هيڅ نه دي بدل شوي. له همدې وجې به ښايي د يوې ايډيالوژۍ دا دوه ملګري ځان له يوه بله بېل وښيي، له يوه بله به احيانا فاصله هم ونيسي خو د دوی ژور تړاوونه به دوی په تلپاتې توګه بېل نه کړي.

په پاکستان کې د ټي ټي پي راتلونکی

ټي ټي پي له ۲۰۰۷ کال راهيسې د پاکستاني دولت لپاره يو سرخوږی دی. که څه هم د ټي ټي پي لومړني درې مشران د امريکا په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي او په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستاني پوځ ضرب عضب عملياتو دې ډلې ته ډېر زيات زيان ورساوه، خو دا ډله له دې ټولو حالاتو بيا هم راووتله او اوس يو ځل بيا د نور ولي محسود په مشرۍ منظمېږي او نوموړی توانېدلی دی چې بېلابېلي، بېلي شوې ډلې له ځان سره يو ځای کړې. ان تر دې چې په بلوچستان کې يوې بلوچي ډلې هم له نور ولي محسود سره «بيعت» کړی دی.

له ټي ټي پي سره د دې ډلو يو ځای کېدل، په تشکيلاتي لحاظ د ټي ټي پي منظم کېدل او په دې توانېدل چې تر دې ټولو زيانونو وروسته يو ځل بيا په پاکستان کې تر پخوا په زياته کچه بريدونه وکړي، د دې ښوونه کوي چې دا ډله په اسانۍ نشي ختمېدلای، که څه هم په ۲۰۱۸ کال کې توقعات همدا وو چې دا ډله نوره له منځه ولاړه. دې شاليد ته په پام سره لومړنی تحليل دا کېدلای شي چې که څه هم ټي ټي پي تر خپل منځ وېشلې ده، خو دا ډلې چې پر کومه ايډيالوژي او هويت راټولې دي، د هغه له منځه وړل اسانه نه دي او کولای شي چې د دې ډلې عمر تر توقع ډېر اوږد کړي.

بل اړخ ته پاکستانی دولت هم په سياسي او اقتصادي لحاظ  په ښه حالت کې نه دی، چې ټي ټي پي له دې حالت څخه هم په تبليغاتي توګه استفاده کوي او هم ښايي د پاکستان په بد اقتصادي حالت کې وکولای شي چې ځانته نور جنګيالي پيدا کړي او د بې‌کاره وګړو تر منځ په نفوذ کولو حالات نور هم د پاکستاني دولت لپاره ترينګلي کړي او که پاکستان د ټي ټي پي په وړاندې د ۲۰۱۴ کال په څېر پراخ عمليات کوي، پوښتنه داده چې ايا پاکستان به وکولای شي چې د داسې لويو عملياتو لګښت پرې کړي؟ د پاکستان اوسني وضعيت ته په پام داسې لوی عمليات به د پاکستان لپاره ناشوني وي، البته که امريکا د ټي ټي پي پر خلاف د پخوا په څېر بريدونه پيل کړي، ښايي ټي ټي پي يو ځل بيا له سخت حالت سره مخ شي. په ځانګړې توګه که د ټي ټي پي اوسنی مشر وژل کېږي، ايا شونې ده چې ټي ټي پي به پر يوه بل مشر راټوله شي؟ په پخوا کې د ټي ټي پي د قومندانانو تر منځ د مشرتوب پر سر ناندرۍ او جدي اختلافات ليدل شوي دي. همدا پوښتنه کولای شي د ټي ټي پي راتلونکي ته پېښ ګواښ هم تشرېح کړای شي.

يو واقعيت دادی چې ټې ټې پي په خپل زور د پاکستان حکومت نشي چپه کولای البته د پاکستان او سيمې لپاره په خطرناکه تروريستي ډله بدلېدلای شي چې ښايي د اوږده مهال لپاره د پاکستان سياسي ثبات ګډوډ کړي او په دې توګه به پرې نه ږدي چې په اقتصادي توګه ځپل شوی پاکستان داسې پروژې پلې کړي چې د پاکستان سياسي او اقتصادي ثبات ټينګولای شي. د مثال په ډول ښايي په راتلونکي کې ټي ټي پي د سي پيک پروژې په څېر د نورو پرمختيايي پروژو په وړاندې مهم خنډ وي. پاکستان څو ځله وغوښتل چې د ټي ټي پي مسله د خبرو له لارې حل کړي او په وروستيو کې يې د افغان طالبانو په منځګړيتوب بيا هڅه وکړه، خو دا مذاکرات هم ناکام شول.

اصلي مسله داده چې د جهادي هويت لرونکې ډلې په کم څه نشي راضي کېدلای، په ځانګړې توګه په سياسي او اقتصادي توګه بې ثباته هيوادونو کې. يا به د جهادي ډلو همدا هويت منل کېږي چې د هيوادونو د ملي حکومتونو لپاره ګواښ دی او يا به يې هم هويت له منځه وړل کېږي چې په دې توګه له دې ډلو سره مذاکرات بې معنا کېږي او بيا بايد د زور او نورو لارو په کارولو سره ختمې کړل شي. پاکستان چې د جهادي ډلو په توليد، پالنه او ملاتړ کې اوږده مخينه لري، دا ځل له سختې ازموينې سره مخ دی ځکه چې نور وختونه به دا ډلې بل ځای جنګيدلې خو دا ځل په خپله له پاکستان سره جنګېږي.

[۱] The Pakistan Taliban Movement: An Appraisal, Michael Semple

[۲] انقلاب محسود، مفتي نور ولي محسود

[۳] USIP: The Evolution and Potential Resurgence of the Tahrik-i-Taliba-Pakistan – May 2021

[۴] Evolution and Future of Tahrik-e-Taliban-Pakistan, Abul Sayed

[۵] https://cisac.fsi.stanford.edu/mappingmilitants/profiles/tehrik-i-taliban-pakistan