اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيالې حنا رباني کر سره کتلي دي.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې کتنه کې د سيمې د سولې او امنيت په تړاو بحث او خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، حنا رباني پر دې ټينګار کړی چې سولييز ګاونډيتوب د پاکستان ستراتېژيکه اړتيا ده او زياته کړې يې ده چې افغانستان د خپل موقعيت له کبله د مرکزي او جنوبي اسيا تر منځ ارتباطي پل دی او د ټولنيز – اقتصادي پرمختګ د بشپړ پوټينشل په لاسته راوړلو او سيمهييز ارتباط کې محوري رول لري.
نموړې په دې لړ کې له ټولو هيوادونو سره د پاکستان د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې د افغانستان له خلکو سره خپل پيوستون څرګند کړی او له نړيوالې ټولنې يې غوښتي چې د افغانستان بېړنيو بشردوستانه اړتياوو ته د رسيدنې لپاره دې خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي او د دې هيواد د پرمختګ او ودې لپاره دې يوه تلپاتې لار برابره کړي.
کابلوف د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره هم کتلي دي.
دواړو هوکړه کړې چې د سولې، ثبات او سيمهييز اقتصادي پرمختګ لپاره به فعالې همکارۍ ته دوام ورکوي.
روسيه او پاکستان د طالبانو له حکومت سره نږدې اړيکې لري.
کابلوف په دې وروستيو کې کابل ته هم سفر کړی و.