افغانستان ته له پاکستانه واردېدونکي مشکوک توکي ونیول شول

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په تورخم ګمرک کې یې له پاکستانه واردېدونکي مشکوک توکي نیولي دي.

د ننګرهار د رسنیو له دفتره نن (پنج شنبه، ۶ د سلواغې) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ولایت د ګمرک ریاست د تشریح کارکوونکو نهه قلمه مشکوک اجناس نیولي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په ترلاسه شويو اجناسو کې «۲۴بنډله پټاقۍ، ۲۵ ارې، ۵ لینونه، ۱۹ تختې،۱۰ برښنایي WALON، ۴ VFD-M دستګاوې، ۵ ډاینمو او ۲۴ بنډله لین لرونکي پترۍ» چي له پاکستان څخه افغانستان ته واردېدل کشف او ونیول شول.

نیول شوي توکي د نورو څیړنو لپاره د دغه ولایت د طالبانو استخباراتو ریاست ته سپارل شوي دي.

خو چارواکو نه دي ویلي چې له یادو توکو څخه په کوم ډول فعالیتونو کې ګټه اخیستل کیږي.

طالبان داسې مهال د خپلو لاسته راوړنو خبر ورکوي، چې لا هم د دې ولایت په ګمرم کې د فساد اړوند راپورونه خپریږي.