ننګرهار کې د تېر حکومت د ځانګړو ځواکونو یو سرتېری ووژل شو

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت بهسودو ولسوالۍ کې «ناپيژانده وسله والو» د تېر حکومت د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو یو سرتیری په ډزو وژلی دی.

دغه سرتیری اکرام الدین سالارزوی نومیده، چې اصل کې د کونړ د اسمار ولسوالۍ اوسیدونکی و.

د سالارزوی یوه خپلوان اطلاعات روز ته وویل، چې نموړی د تېرې پنج شنبې شپه (۶ د سلواغې) د وسله والو کسانو له لوري وژل شوی دی.

هغه وایي، نموړی د تیر جمهوري نظام پرمهال د ملي امنیت د ځانګړې قعطې سرتیری و او اوس یې هیڅ دنده نه درلوده او په کور ناست و.

هڅه مو وکړه په دې اړه ننګرهار کې د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره یې دنظر په اخیستلو بریالي نشوو.

دا په روانه میاشت کې په ننګرهار او لغمان کې پنځمه هدفي وژنه ده، چې رامنځته کیږي او قربانیان یې زیاتره د تیر جمهوري حکومت کار کوونکي دي.

تراوسه د یادو هدفي وژنو مسوولیت چا نه دی منلی.