اطلاعات روز: پاکستاني چارواکي وایي، چې د دې هیواد پلوچستان ایالت کې یوه تنګي ته د مسافر وړونکي بس لویدلو له امله لږ تر لږه ۴۱ مسافرو ژوند له لاسه ورکړی دی.
ډان ورځپانې د یوه پاکستاني ځایي چارواکي حمزه انجم په خواله ویلي، چې په دې موټر کې ټول ۴۸ کسان سپاره و او نن (یکشنبه، ۹ د سلواغې) له کوټې – کراچۍ ښار ته روان و.
د ده په وينا چې «بس په سرعت روان و، چې د بلوچستان لاسبيلا ته نږدې يې غوښتل را وګرزي خو د پل له يوې پايې سره يې ټکر کړی او يوه تنګي ته لوېدلی او اور يې اخيستی دی.»
انجم زياته کړې، چې د يوه ماشوم او ښځې په شمول درې کسان ژغورل شوي. مګر يوه ژوبل شخص روغتون ته پر لاره د خپلو ټپونو له امله ساه ورکړه.
نموړی وېره څرګندوي چې ښايي دا شمېره ۴۸ ته پورته شي.
د ده په خبره چې له ويجاړ شوي بس څخه مړي را ايستل شوي خو هويت يې نه څرګندیږي او وروسته به يې «DNA» ازموينه ترسره شي.