د پاکستان په پېښور کې چاودنې لږ تر لږه ۲۸ کسان ووژل

اطلاعات روز: د پاکستان د پېښور ښار په يوه جومات کې د چاودنې له امله ۲۸ نفر وژل شوي او څه باندې ۱۵۰ تنه ټپیان دي.

دا چاودنه نن (دوشنبه، ۱۰ د سلواغې) غرمه د پولیسو مرکز ته څیرمه یوه جومات کې د لمانځه پر مهال شوې ده.

د پاکستان ايکسپريس ټريبيون له راپور سره سم، د پاکستان امنيتي چارواکي مني چې دا بريد ځانمرګی و او ويلي يې دي چې ځانمرګی د چاودنې پر مهال د لمانځه په لومړي صف کې ولاړ و.

له دې راپور سره سم، د جومات يو څه برخه ويجاړه شوې او لمونځ کوونکي ترې لاندې شوي دي.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف دا بريد په کلکه غندلی دی.

ښاغلي شريف په يوه اعلاميه کې ويلي، چې کومو کسانو دا بريد کړی هغوی «له اسلام سره هيڅ اړيکه نه لري».

ده زياته کړې: «ټول ملت د تروريزم د تهديد پر وړاندې يو موټی دی.»

د ليډي ريډينګ روغتون وياند محمد عاصم د ځينو ژوبلو کسانو حالت نازک ښودلی دی.
ښاغلي عاصم زياته کړې چې «دا اضطراري حالت دی.»

سيمه‌ييزې رسنۍ راپور ورکوي چې د پېښي په سيمه کې پوليس، پوځ او د بمب خنثا کوونکې ډلګۍ موجودې دي.

په پلازمېنه اسلام اباد کې پوليسو د امنيتي خبرداري په اعلان سره ويلي چې د ښار د وتلو او ننوتلو په ټولو لارو کې ټينګ امنيت نيول شوی دی.