له فساد سره د مبارزې نړيوال شاخص؛ افغانستان څو درجې ښکته ولاړ

اطلاعات روز: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د ۲۰۲۱ کال په پرتله په ۲۰۲۲ کال کې له فساد سره د مبارزې په شاخص کې څو درجې ښکته شوی او په ۲۴ نومرو سره په ۱۵۰ ځای کې قرار لري.

دا هيواد په ۲۰۲۱ کال کې د ۲۰۲۰ کال په پرتله درې درجې ښکته تللی و چې په ۱۶ امتيازونو سره یې په ۱۷۴ ځای کې قرار درلود.

د شفافيت د نړيوال سازمان له راپور سره سم چې نن (سې‌شنبه، ۱۱ د سلواغې) خپور شوی، افغانستان د ۲۰۲۲ پر مهال د ۱۸۰ هيوادونو په منځ کې د نويو اتو امتيازونو په تر لاسه کولو چې ټولټال ۲۴ کېږي، تر ايران وروسته په ۱۵۰ ځای کې دی.

افغانستان په اسيا او د ارام سمندر په هيوادونو کې له کمبوديا، شمالي کوريا او ميانمار سره يو ځای له فاسدو هيوادونو څخه ګڼل کېږي.

په دې سيمه کې نيوزيلينډ، سنګاپور او هانګ کانګ له کمو فاسدو هيوادونو څخه دي.

د شفافيت نړيوال سازمان ويلي، چې اسيا او د ارام سمندر هيوادونه د ۲۰۲۰ د فساد د ادراک په شاخص (CPI) کې له ۱۰۰ څخه د ۴۵ نومرو په لرلو د څلورم کال لپاره پر له پسې رکود کوي.

دې سازمان ويلي، چې د ۲۰۲۲ کال د فساد د ادراک شاخص ښيي چې اکثره هيوادونه له فساد سره په مبارزه کې ناکام دي. په شاخص کې راغلي: «۹۵ سلنه هيوادونو له ۲۰۱۷ راهيسې کم پرمختګ کړی دی يا يې هم هيڅ پرمختګ نه دی کړی.»

د شفافيت د نړيوال سازمان د فساد د ادراک شاخص په ټوله نړۍ کې د ۱۸۰ هيوادونو تر منځ په عمومي برخو کې د فساد د درک شويو سطحو پر اساس درجه بندي کوي او له ۰ (ډېر فاسد) تر ۱۰۰ (ډېر کم) په مقياس سره نومرې ورکوي.