ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفير: له زده کړو او کار څخه د ښځو را ګرځول د پښتني کلتور برخه ده

اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منير اکرم د دې سازمان په غونډه کې چې پرون (چهارشنبه، ۱۲ د سلواغې) جوړه شوې وه، ادعا کړې چې د طالبانو له خوا د ښځو پر زده کړو او کار بنديز ديني اړخ نه لري، بلکې دا د افغانستان د پښتنو ځانګړی کلتور دی.

ده ويلي، چې د پښتنو فرهنګ دادی چې ښځې په کور کې ساتي او دې کلتور په سلګونو کلونو کې هم بدلون نه دی کړی.

د دې پاکستاني ډيپلوماټ خبرو په ټولنيزو رسنيو کې غبرګونونه را پارولي دي.

د دفاع وزارت پخواني معين شاه محمود مياخيل ويلي، چې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفير نه پوهېږي چې د پاکستاني د کليوالي سيمو په ميليونوو نجونې هم ښوونځي ته نه ځي او په ټولنه کې نه دي فعالې. د ده په وينا، افغانستان هم همداسې دی او کليوالې ښځې ښوونځي ته د تللو او د ټولنې د فعال غړي کېدلو فرصت نه لري.

ده زياته کړې، چې له بله اړخه، د ډيورنډ کرښې دواړو لورو ته په ميليونونو پښتنې نجونې ښوونځي ته ځي او د ټولنې فعالې غړې دي.

مياخيل ويلي: «قومي پاڼه کارول او يا هم د ناسم روايت را منځته کول شرموونکی کار دی. متعصب طالبان د پښتنې ټولنې استازي نه دي، خو په حقيقت کې د آی ايس آی او پاکستانيانو د غوښتونو استازولي کوي.»

د ماليې پخواني وزير حضرت عمر زاخيلوال بیا ويلي، چې د پاکستاني استازي خبرې د ده د ناپوهۍ ښوونه کوي. ده پاکستانۍ فعالې او د نوبل جايزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ ته اشاره کړې چې د پاکستان د پښتنې ټولنې غړې ده.

طالبانو واک ته تر رسېدلو وروسته لومړی تر شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ ښوونځي وتړل. په وروستيو کې يې د نجونو لوړې زده کړې وځنډولې او په غير دولتي بنستونو کې يې د ښځو پر کار کولو هم بنديز ولګاوه.

دا  ډله وايي چې د ښځو پر زده کړو بنديز همېشنی نه دی، بلکې تر امر ثاني پورې دی؛ خو څرګنده نه ده چې ښوونځي او پوهنتونونه به څه وخت د ښځو پر مخ پرانستل شي.