انځور: Dawn

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: «امریکا له پاکستان سره د ترهګرۍ د مقابلې لپاره درېږي»

اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري ویلي چې پاکستان او متحده ايالات به راتلونکې مياشت له تروريزم سره د مقابلې لپاره د همکاريو پر شونتياوو خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير واشنګټن کې د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت له مشاور ډيريک چوليټ سره کتلي دي، په دې ليدنه کې نموړي ډاډ ورکړی چې «متحده ايالات د ټولو د خونديتوب لپاره له پاکستان سره د تروریزم د مقابلې لپاره درېږي.»

ښاغلي چوليټ تر دې ليدنې وروسته په یوه ټويټ کې ويلي چې ده د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير سره په پېښور کې د وروستۍ چاودنې له امله خپله ژوره خواخوږي ښودلې او «د پاکستان د اقتصادي ثبات او تر سيلاب وروسته د بيا رغونې په اړه هم بحثونه شوي دي.»

ښاغلي بوټو پرون جمعه (۱۴ د سلواغې) ډان ورځپاڼې ته ويلي چې خبرې د تروريزم پر وړاندې د پاکستان پر هڅو او د تېر اوړي له سيلابونو وروسته پر بيا رغونې راټولې وې.

په راتلونکې مياشت کې له تروريزم سره د مبارزې لپاره د جوړېدونکي کانفرانس په اړه د بهرنيو چارو وزير ویلي چې «تروريزم نه يوازې د پاکستان لپاره سرخوږی دی بلکې نورو ته هم دی.» نموړي زیاته کړې چې تېره اونۍ يې مسکو ته د خپل سفر پر مهال پر همدې موضوع له روسي چارواکو سره هم خبرې کړې دي.

د ده په خبره، چې له تروريزم سره د مبارزې لپاره نړيوالې همکارۍ ته اړتيا ده. «تروريستان د خپلو کارونو لپاره له يوه – بل سره همکارۍ کوي، ولې له تروريزم سره مبارزه کوونکي قوتونه داسې نه کوي؟»

«موږ په پاکستان کې له ټي ټي پي سره مخ يو. چين د (ETIM) په اړه اندېښنه لري. متحده ايالات د القاعدې په اړه اندېښمن دی او روسيه هم همدې ډلو ته متوجې ده. دوی ټول بايد خپلې هڅې همغږې کړي.» ده ویلي چې له تروريزه سره د مبارزې خبرې – اترې د ښکېلتيا لپاره ګټورې دي.

د زرداري په وینا، چې پاکستان او متحده ايالات به راتلونکې مياشت د فقر پر کمښت، د نشيي توکو پر کنټرول او يو لړ نورو موضوعاتو هم خبرې ولري.

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان نوم نه دی اخیستی خو ډیری وخت پاکستاني چارواکي په خپل هیواد کې د بریدونو او چاودنو پړه په افغانستان اچوي او وایي، چې افغان طالبانو د دوی ضد ترهګرو ته ځای ورکړی دی.