کندهار کې د ښځينه غاليو اوبدلو کارځای د تړل کیدو له ګواښ سره مخ دی

د صنعت په برخه کې د کاپي امکاناتو او بازار نشتون له کبله کندهار ولايت کې د غاليو اوبدلو يوازينی کارځای اوس د تړل کیدو له ګواښ سره مخ دی.

سره له دې چې کندهار ولايت کې د ميرمنو يوازينی سوداګريز مارکېټ د طالبانو د سرپرست حکومت د ځايي مسوولينو له لوري تړل شوی ترڅنګ یې د میرمنو د ملاتړ په برخه کې د ټولو بنسټونو پروژې په ټپه درېدلي خو بیا هم دغلته یو شمیر میرمنې په ډیرو کمو امکاناتو د غالیو اوبدلو په کار لګیا دي ترڅو دغه صنعت ژوندی وساتي.

د غالیو اوبدلو دا کارځای د دوو ميرمنو له لوري درې کاله وړاندې تاسيس شوی اوس مهال ورسره یو شمیر نورې ميرمنې هم په کار لګيا دي چې په ډېرو کم امکاناتو فعال ساتل شوی.

د غاليو اوبدلو د دې يوازيني مرکز مسووله بي بي زينب وايي، شاوخوا درې کاله وړاندې یې دغه صنعت له غور ولايت څخه کندهار ته انتقال کړی او اوس بېلابېل ډوله غالۍ جوړوي.

کندهار ته د غالیو اوبدلو صنعت د بي بي زینب په نوم یوې میرمنې له غور ولایت څخه له ځان سره راوړی دی.

نوموړې زیاتوي، چې په ياد کارځای کې يې نږدې يو لک افغانۍ پانګونه کړې او د دغه مرکز څخه اوس يوازې دومره ګټه لاسته راوړي چې د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې پرې حل او د شاګردانو تنخواوې ورکړي.

بي بي زينب وایي، د هرې مياشتې په اوږدو کې شاوخوا څلور غالۍ اوبدي او وروسته يې بازار کې په ډېره ټيټه بیه پلوري.

دغې ميرمني وویل، چې اوس مهال يې په ډېرو کم امکاناتو باندې په کرايه شوي کور کې د ځان په ګډون څو نورو بې روزګاره ميرمنو ته د کار زمينه برابره کړې او د طالبانو د سرپرست حکومت په ګډون له نړيوالو خيريه بنسټونو غواړي ترڅو ورسره د کارځای په جوړولو او معاشاتو کې مرسته وکړي.

د هغې په خبره:«زموږ تر ټولو لوی مشکل د کارځای نشتون دی ځکه موږ اوس په کرايي کور کې کار کوو، بل موږ هيڅ ډول امکاناتو ته لاس رسی نه لرو، دلته موږ غټي غالۍ، مسلې، د توشکو پوښونه او داسې نور توکي په ډېر زخمت او زيار سره جوړ کړو خو د بازار نشتون له کبله له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ افغانيو پورې پلورل کېږي»

دغه راز د بي بي زينب سره په کار بوختې ميرمنې د معاشاتو نشتون څخه شکایت کوي او وايي، کومې پيسې چې له دغه کارځای څخه د تنخوا په ډول ترلاسه کوي آن ډېر کله يې د لارې کرايه هم نه پوره کوي.

د غاليو اوبدلو د دغه مرکز يوه کارکوونکې فاطمه وايي، له يوې خوا بې کارۍ او له بلې خوا سختې مجبورۍ دې ته اړه کړې ترڅو د غاليو اوبدلو زده کړې ته مخه کړي او د دې کسب له لارې د خپلې کورنۍ لپاره حلاله ډوډۍ برابره کړي.

یوه کندهارۍ میرمنه د غالۍ اوبدلو په حال کې.

دا وايي، د تېرو دريو کلونو په اوږدو کې د حکومت ترڅنګ هيڅ کومې خیریه موسېسې ورسره مرسته نه ده کړې او نه يې د غربت په دې سختو ورځو کې چاته لاس نيولی دی.

فاطمه زياتوي، چې د خپلې کورنۍ د سرپرستۍ ترڅنګ په ډېر ستړي حالت کې کار کوي ترڅو خپلې اقتصادی ستونزې حل کړي.

فاطمې وويل: «دلته موږ غالۍ اوبدو او وروسته يې بازار کې خرڅوو او خپله ګوزاره پرې کوو، موږ اوس هم د کاپي امکاناتو نشتون له کبله د شاګرانو په حيث کار کوو، موږ د طالبانو څخه غوښتنه کوو چې ميرمنې پرېږدي ترڅو هغوی خپل کار وکړي بيا به موږ هم تردې غټ ځای ته کډه شو هلته به له ځان سره نورې ښځې هم په کار وګمارو ترڅو زموږ کار نور هم پراخه شي.»

که څه هم د غالۍ اوبدلو د ياد مرکز ټولې چارې د ميرمنو له خوا ترسره کېږي خو د هغوی ترڅنګ د بي بي زينب خاوند سردار محمد هم په کار لګيا دی.

د کندهارۍ میرمنو په لاس جوړ شوی جانماز.

سردار محمد هره ورځ له سهاره تر ماښامه دغه غالۍ دوکان په دوکان ګرځوي ترڅو خلک یې ورڅخه واخلي.

هغه وايي، سږکال د خلکو اقتصادي ستونزې زياتې شوي او د غاليو اخيستلو پر ځای د يوې مړۍ ډوډۍ غم اخيستي.

سردار محمد چې هره ورځ د ښار تقریبا نيم دوکانونه د خپلو غالیو پلور په موخه لټوي وایي، ياد صنعت د ختمېدو له ګواښ سره مخ دی او ډېری خلک د کورنو او دوکانونو لپاره د ماشيني غاليو څخه ګټه اخلي.

ده وويل، که څه کم کندهار کې د لاس په وسيله د جوړو شويو غاليو قيمتونه ډېر ټيټ او کيفيت يې ډېر لور دی خو بيا هم خلک اوس مهال د نورو کلونو په څېر استفاده نه ترې کوي.

همدارنګه کندهار کې د ميرمنو د صنايعو او سوداګرۍ خونې مسولينې وايي، پخوا په دې ولايت کې د ښځو د غالۍ اوبدلو دوو کارځايونو شتون درلود چې له ډلې يې اوس يوازې يو هغه فعال دی.

کندهار کې د صنایغو او معدنونو خونې مسوولینې وایي، پر ښځو د کار بندیز سره اوس مهال د ښځو ملاتړو بنسټونو هم خپلې مرستې بندې کړې دي.

دوی زياتوي، مخکې له دې چې د طالبانو سرپرست حکومت په غیر دولتي موسېساتو کې د ښځو پرکار بنديز ولګوي مرسته کوونکو سازمانونو په ياد ولايت کې د صنعت کارو او سوداګرو ميرمنو ملاتړ کاوه، خو اوس ياده پروسه هم تړل شوې.

دوی د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غواړي ترڅو ټولو ميرمنو ته په غیر دولتي سازمانونو او کارځايونو کې د کارکولو اجازه ورکړي  ترڅو هغوی هم خپلې اقتصادي ستونزې په يوازې ځان حل کړي.

اوس مهال کندهار کې د غاليو اوبدلو صنعت او د پير او پلور بازار د تېر په پرتله خورا سوړ شوی او خلک د اقتصادي ستونزو له کبله نشي کولای چې د خپلې خوښې توکي له بازار څخه راونیسي.