ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، چې په تېرو شپږو مياشتو کې د تورخم له لارې پاکستان ته د درملنې په موخه نږدې ۵۰زره ناروغان تللي دي.
ننګرهار کې د تورخم لپاره د طالبانو کمیسار صدیق الله خالد وایي، دا ناروغان له پاسپورټ او ويزې پرته د يو ځانګړي طرز العمل له مخې له پاکستاني لوري سره د يوې هوکړې پر بنسټ تګ-راتګ کوي.
نوموړی همداراز زیاتوي، چې پاکستان ته د تلوونکو مسافرو د تګ-راتګ لپاره يې منظمه انتظار خونه، د تګ ځانګړې لار او نورې اسانتياوې برابرې کړې دي.
د تورخم کمیسار په وينا، افغان او پاکستاني حکومت د يوې ګډې هوکړې له مخې تورخم کې پاسپورټ نه لرونکو بېړنيو ناروغانو ته د تګ-راتګ زمينه برابره شوې چې هره ورځ لسګونه ناروغان د همدغې هوکړې پر بنسټ پاکستان ته د درملنې لپاره ځي.
د نوموړي د معلوماتو پر بنسټ يوازې تېرو شپږو مياشتو کې ۴۹ زره او ۸۰۰ ناروغانو ته د تګ زمينه برابره شوې ده.
خالد زیاتوي: «د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د یوه ځانګړي کمیسیون له لوري هره ورځ د لسګونو ناروغانو کتنه کوي او هغه ناروغان چې درملنه يې دلته نه کېږي او پاکستان ته د تګ اړتيا ولري لېست کې يې نوم ليکل کېږي بيا يې دلته موږ پاکستاني مسوولينو ته سپارو؛ په تیرو شپږو میاشتو کې زمونږ دمعلوماتو له مخې ۵۰ زره ناروغان پاکستان ته د درملنې په موخه د تورخم له لارې انتقال شوي او دا ناروغان له پاکستان سره د شوې هوکړه لیک له مخې هره ورځ تګ راتګ کوي.»
د نوموړي په خبره په تورخم ښارګوټي کې د ترانزيت او ټرانسپورټ پر وړاندې ډېرې اسانتياوې رامنځته شوي، چې له امله يې د فساد مخنيوی شوی او ورسره د دولت عوايد هم زيات شوي دي.
خالد زیاته کړه:«د تورخم له لارې همدارنګه هره ورځ له ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ پورې ټرانزيټ لارۍ په تورخم تګ راتګ کوي چې ورځني عوايد ترې ۳۰ ميليونه افغانۍ تر لاسه کېږي او لا هڅه کې یو چې د تورخم له لارې د سوداګرۍ په برخه کې نورې اسانتیاوې هم برابرې شي او شته ستونزې حل شي.»
بلخوا د تورخم له لارې پاکستان تلوونکي ناروغ لرونکي شکایت کوي او وایي، په شپو شپو انتظار وروسته هم نه توانېږي چې خپل ناروغان له دې لارې پاکستان ته ولیږدوي.
د تورخم له لارې زيات تلوونکي هغه ناروغان دي، چې پر سرطان او نورو هغه ناروغیو اخته دي چې دلته په هیواد کې یې درملنه ستونزمنه او یا په لوړیه بیه تمامیږي نو ځکه خو مجبور دي چې پاکستان ته لاړ شي.
شریف الله چې میرمن یې ناروغه ده او غواړي پاکستان ته یې د درملنې په موخه یوسي شکایت کوي او وایي، چې د طالبانو حکومت او پاکستاني چارواکو څه ډول چې لازمه ده چې پر یاده لاره تلوونکو مسافرو ته د تګ-راتګ په برخه کې لازمې اسانتیاوې نه دي برابرې کړي.
شریف الله زیاته کړه:« زما یوه اوونۍ کیږي چې تورخم کې ایسار یم، میرمن مې ناروغه ده او غواړم یې پاکستان ته ېې د درملنې په موخه انتقال کړم خو دلته په تورخم کې راته دپاکستاني عسکرو له لوري د اوښتو اجازه نه راکول کیږي، په پاسپورټ د پاکستان ویزه هم لرم خو پاکستانیان راته مختلفې بهانې کوي له زیاتو ستونزو سره مخ یو، له طالبانو غواړو چې د تورخم دروازه دې له پاکستان سره د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړي.»
په تورخم کې هغه سلګونه ناروغان چې قانوني اسناد لري هم شکایت کوي، چې له څو ورځو راهیسې په دې هڅه کې دی چې خپله ناروغان پاکستان ته د درملنې په موخه انتقال کړي خو د پاکستاني عسکرو له لوري ورته د تګ اجازه نه ورکول کیږي.
د کابل اوسیدونکی فقرالله چې له خپل ناروغ سره تورخم ته تللی او هڅه کوي، خپل ناروغ د ښې درملنې په موخه پاکستان ته انتقال کړي، شکایت کوي او وایي، په تورخم کې بې نظمي ورځ تربلې مخ په زیاتیدو ده چې له امله یې ناروغان او پاکستان ته تلوونکي مسافر له زیاتو ستونزو سره مخ دي.
نوموړی دې حالت اندیښمن کړی او وایي، که مسوول چارواکي په دې برخه اقدامات ونه کړي زیاتره ناروغان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.
فقرالله زیاته کړه:« مور مې ناروغه ده او له هرو دوه میاشتو وروسته یې پاکستان ته د درملنې په موخه وړم، پاسپورټ او د پاکستان ویزه هم لرم خو دلته د پاکستاني پولیسو له لوري په خپل وخت اجازه نه راکول کیږي چې په تورخم پاکستان ته ناروغ انتقال کړم؛ په دې ناروغانو کې داسې ناروغان شته که په وخت یې درملنه ونشي نو مړه کیږي ستونزې زیاتې دې له پاکستاني او طالب چارواکو غواړو چې نور دې پر افغانانو ظلم نه کوي او تلوونکو مسافرو ته دې اسانتیاوې برابرې کړي.»
یو شمیر نور ناروغ لرونکي هم ورته شکایت کوي او وایي، هره ورځ هڅه کې وي چې خپل ناروغان د تورخم له لارې پاکستان ته د درملنې په موخه یوسي، خو د بې نظمۍ او بډو اخیستو له امله نشي کولای، خپل ناروغان پاکستان ته انتقال کړي او هلته يې درملنه وکړي.
دوی له طالب چارواکو غوښتنه کوي، چې له پاکستاني لوري سره دغه ستونزه د خبرو له لارې حل او د یوې ځانګړې تګلارې له مخې دې د ناروغانو ستونزې حل کړي.
تورخم له پاکستان سره پر ډيورنډ کرښه پرته دروازه ده، چې د هیواد یو له مهمو سوداګریزو لارو ګڼل کیږي او هره ورځ پرې زرګونه کسان پاکستان ته تګ راتګ کوي.