اطلاعات روز: د پاکستان خيبر پښتونخوا ايالت د کوهستان ولسوالۍ په شتل سيمه کې د کراکروم پر لويه لار د یوه مسافر وړونکي بس او واړه موټر د ټکر له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د پامير ولسوالۍ د پوليسو چارواکو شير خان ډان ورځپاڼې ته ويلي، چې پېښه تېره شپه (سېشنبه، ۱۸ د سلواغې) هغه مهال را منځته شوه چې کله بس موټر له خضر څخه راولپنډۍ ته روان و او د مقابل اړخ له يوه واړه موټر سره يې ټکر وکړ او لاندې ولوید. «شپاړس کسان په بس کې و او پنځه په واړه موټر کې و چې ټول مړه شوي دي».
د ده په وينا، چې په سيمه کې د ژغورنې او پلټنې عمليات روان دي او په دې اړه لا هم معلومات را غونډېږي چې په بس او واړه موټر کې څومره سوارلۍ وې.
د پاکستان د راډيو په وينا چې د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د پېښي په اړه خواشيني څرګنده کړې او د قربانيانو له کورنۍ سره يې خواخوږي ښودلې. ده اړوندو چارواکو ته امر کړی دی چې ژوبلو کسانو ته دې ټول شته امکانات چمتو کړي.
د روغتيا د نړيوال سازمان له اټکل سره سم چې د ۲۰۱۸ پر مهال د پاکستان پر سړکونو تر ۲۷ زره ډېر خلکو ژوند بایللی دی.
تېره مياشت هم د پاکستان د بلوچستان ايالت په لاسبيله سيمه کې د يوه مسافر وړونکي بس د غورځېدو په پېښه کې ۴۱ کسان مړه شوي و.