انځور: استول شوی

په خاموشۍ کې ژوند؛ پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزمن ژوند

عبدالله ولي‌زاده

«له وېري مې زړه رېږدي، څراغونه مو مړه کړي تر څو پوليس فکر وکړي چې په کور کې نه يو.»

د دې خبرو د کولو پر وخت يې ستونی وچېده، غږ يې له قهر سره يو ځای شوی و. ما کولای شوای چې د مبايل پر کرښه د دې او ماشومانو وېره يې احساس کړم. حميده لساني د افغانستان يوه خبرياله ده چې له تېر يوه کال راهيسې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې له خپلو ماشومانو سره اوسي. دا د ۱۴۰۰ لمريز کال د وږي پر ۱۵مه د «ژوندي پاتې کېدلو» په موخه پاکستان ته قاچاقي اوړي. دا وايي چې د بېړنيو حالاتو له کبله يې ونه شوای کولای چې د پاکستان ويزه واخلي. حميده پاکستان ته تر تلو وروسته، له تور بازار څخه په استفادې هڅه کوي چې د ځان او اولادونو لپاره په ۶۰۰ امريکايي ډالرو ويزه واخلي.

له بده مرغه، د دې او ماشومانو ويزه جعلي راوزي او په دې توګه يې په پاکستان کې مېشتېدنه غير قانوني کېږي. دا افغانستان ته نه ځي ځکه فکر کوي چې که بيرته هيواد ته ولاړه شي، طالبان به ورته زيان ورسوي. نشي کولای چې د تل لپاره په پاکستان کې پاتې شي، ځکه په پاکستان کې د اوسېدلو قانوني اجازه نه لري او پناه ورکوونکو هيوادونو هم د دې دوسيه له مياشتو راهيسې ځنډولې ده.

په دې وروستيو ورځو کې د پاکستان پوليس کډوال نيسي او په ځينو سيمو کې د افغانستان د وګړو کورونه پلټي. یو له دې سيمو څخه «بهارکو» دی چې د اسلام اباد ښار يوه څنډه ده او د افغانستان زيات پناه غوښتونکي پکې مېشت دي. حميده خراساني او ماشومان يې هم د دې سيمې د يوې ګوښې په يوه فقيرانه جونګړه کې د ژمي سړې شپې تېروي.

حميده وايي چې له «بهارکو» سيمې څخه د ځينو کسانو تر نيول کېدو وروسته دا او ماشومان يې د ورځې له کوره نه وزي او دشپې ارام نه لري.

دا وايي: «دشپې دروازې ته قلف اچوو او څراغونه مړه کوو تر څو پولیس فکر وکړي چې په کور کې څوک نشته. نن شپه مو دروازه وټکېده او ټول ووېرېدلو. تر دې چې د ګاونډي هلک غږ مې د دروازې له شا څخه واورېد او پوه شوم چې پولیس نه دي. هغه ته مې دروازه ور خلاصه کړه. له ځان سره وايم چې که پوليس راشي او د ميشتيدنې اسناد را څخه وغواړي، څه به ورته وايم؟»

حمیده لساني هغه خبریاله چې اوس د دوو ماشومانو مور ده او په پاکستان کې د استوګنې له اسنادو پرته ژوند کوي. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

د حميدې لساني دوه ماشومان چې د مور په غوښتنه يې نومونه مستعار (نرګس او مسعود) يادوو، وايي چې په تېرو څو شپو کې يې د خپل ژوند تر ټولو سختې شيبې تېرې کړې دي.

نرګس وايي: «په دې ورځو کې تل وېرېږو. وېرېږو چې پولیس مو ونه نيسي. ښوونځي ته هم نشو تلای. هر وخت په کور کې يو. دعا کوو چې دا ستونزه مو ژر حل شي.»

نرګس او مسعود، د حمیدې لساني دوه اولادونه دي. دغه ماشومان د پولیسو له خوا د نیول کېدو له وېرې دشپې لخوا ارام خوب نه لري. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

ميوند افتخار (مستعار) د افغانستان يو بل کډوال دی چې کلونه – کلونه يې د ټولنيزو – سياسي خپرونو د چلوونکي په توګه کار کړی دی. ده له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل چې د پاکستان د ويزې تر لاسه کولو لپاره يې څو ځله په «عادي» ډول غوښتنليک سپارلی، خو د پاکستان د دولت له لوري يې د ويزې غوښتنه رد شوې ده.

دی وايي: «زه پاکستان ته په درې مياشتنۍ ويزه راغلم. زما د ويزې وخت پوره شو. زه مجبور شوم چې د نوې ويزې اخيستلو غوښتنه وکړم. تر اوسه مې شپږ ځلې د ويزې غوښتنه رد شوې ده او هيڅ پايله يې نه ده ورکړې. هر ځل مې غوښتنه ردېږي. زه نه پوهېږم چې زما د ويزې ردېدلو لامل څه دی.»

دا دوه خبريالان د هغو سلګونو خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو او په زرګونو نورو وګړو بيلګې دي چې په پاکستان کې له سختو حالاتو سره مخ دي.

د طالبانو د حکومت تر راتلو وروسته په سلګونو زره وګړو په ګاونډيو هيوادونو په ځانګړې توګه ايران او پاکستان کې پناه اخيستې ده.

پاکستان د تېرو څو مياشتو پر مهال په خپل هيواد کې پر افغان وګړو بنديزونه سخت کړي او د دې هيواد پولیس هره ورځ د هغو پناه غوښتونکو د نيولو هڅې کوي چې د ميشتيدنې قانوني اسناد نه لري.

طالبانو په وروستي ځل د پاکستان له زندانونو د ۱۵۰ کسانو د خلاصون خبر ورکړی دی؛ خو له زندانه د خلاصو شويو شمېر تر نيول شويو ډېر کم دی.

د حميدې روحي او رواني وضعيت د هغو زرګونو کورنيو وضعيت ښيي چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو له لرلو پرته مېشت دي.

پاکستانی خبريال جواد همداني په پاکستان کې د روان وضعيت په اړه وايي: «له بده مرغه چې پاکستان د کډوالۍ په برخه کې هيڅ ډول تصويب شوی قانون نه لري. د پاکستان دولت ځان د پناه غوښتونکو د ملاتړ مسوول نه ګڼي. له همدې وجې کله – کله پناه غوښتونکي د پولیسو له خوا ځورېږي.»

ښاغلی همداني د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د ويزو ورکړه دومره سخته ده او په تياره بازار کې خرڅېږي، د افغانستان د اوسنۍ واکمنۍ په تړاو د پاکستاني دولت بهرنيو سياستونو ته اشاره کوي او وايي چې په پاکستان کې د افغانستان د کډوالو نيول له دې سياستونو سره بې تړاو نه دي.

دی وايي: «ويزه يوه دولتي مسله ده. تړاو يې د طالبانو د حکومت په اړه د پاکستان د دولت له سياست سره دی. له بده مرغه چې په ادارو کې د فساد کچه هم ډېره لوړه ده. د ويزې پلورلو لپاره يې تور بازارونه جوړ کړي او له دې لارې مفسدين زياد عايد لري، همدا وجه ده چې د پاکستان د ويزې په ورکړه کې هم بې مخينې بنديزونه لګول شوي دي.»

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته چې د افغانستان کومو وګړو په پاکستان کې پناه اخيستې ده، له بدو روحي او مالي ستونزو سره مخ دي او ژوند يې سخت دی. کوم افغان پناه غوښتونکي چې د ميشتيدنې د قانوني اسنادو له لرلو پرته په پاکستان کې ژوند کوي، له ملګرو ملتونو غواړي چې د دوی وضعيت ته دې پام وکړي او د کډوالۍ د کارډونو په ورکړه کې دې ورسره همکاري وکړي.

په داسې حال کې چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي چې له کم شمېر پناه غوښتونکو سره مرسته کولای شي او دا شمېر په دې وخت کې بشپړ شوی دی.

بايد وويل شي چې دا مهال په تور بازار کې د پاکستانۍ ويزې بيه تر زر ډالره اوښتې ده.