ننګرهار کې د ختیځ زون په کچه د رواني ناروغانو د درملنې او ساتنې مرکز پرانستل شو

اطلاعات روز: د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ختیځ زون په کچه د افغان سرې مياشتې لخوا د رواني ناروغانو د درملنې او ساتنې مرکز پرانستل شو.

افغان سرې میاشتې نن (چهارشنبه، ۱۹ د سلواغې) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا مرکز د جلال اباد ښار د پنځمې ناحیې اړوند د «علم آباد اتفاق مېنه» کې جوړ شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه مرکز او ساتنځای کې ټول هغه ناروغان چې په رواني ناروغیو اخته وي ، ساتل کېږي او د متخصصو  ډاکټرانو له خوا به يې درملنه کېږي.

جوړ شوی ساتنځای د ۱۵۰ تنو نارینه او ښځینه ناروغانو د بستر وړتیا لري.

دا مرکز داسې مهال جوړیږي چې په دې ورورستیو په رواني ناروغیو د اخته کسانو شمیر زیات شوی، چې روغتیایې چارواکي یې لامل په لویه کچه بې روزګاري او سیاسي بدلون یادوي.