انځور: REUTERS/Stoyan Nenov

د ترکیې او سوریې زلزله کې د تلفاتو شمیر نږدې ۲۴ زرو ته ورسید؛ د ژغورنۍ هڅې لا هم دوام لري

اطلاعات روز: ژغورونکې ډلې ترکیه کې د شوې زلزلې له ویجاړیو یو لس ورځنی ماشوم او د هغه مور ژوندي ژغورلي او ځینې نور کسان يې هم له ويجاړيو را ايستلي دي.

دا زلزله چې په تېرو دوو لسيزو کې په سيمه کې تر ټولو قوي زلزله وه له امله يې د تلفاتو تاييد شوی شمير ۲۳ زره او ۷۰۰ ته رسيدلی دی.

په سلګونو زره خلک بې کوره شوې او په يوه سخت ژمي کې خلک د خوراک له کمښت سره مخ دي. همدا راز د دواړو هيوادونو ترکيې او سوريې مشران د ناورين په وړاندې د دوی د عکس العمل له وجې له پوښتنو سره مخ دي.

دولتي رسنيو خبر ورکړی چې د سوريې ولسمشر بشارالاسد تر زلزلې وروسته په لومړي ځل له خپلې ميرمنې سره زلزلې ځپلې سيمې اليپو ته تللی او هلته يې يو روغتون ليدلی دی.

د ده حکومت د ۱۲ کلنې کورنۍ جګړې لومړيو کرښو ته د بشرپالو مرستو لېږد هم تاييد کړی دی، په دې اقدام سره به په ميليونونو ناهيلو شويو وګړو ته مرستې په چټکۍ ورسېږي. تر دې وړاندې د خوراک نړيوال سازمان ويلي و چې په جګړه ځپلو سيمو کې يې زيرمې پر خلاصېدو دي او د جګړييز حالت له امله د مرستې رسولو چارې ټکنۍ دي.

دا زلزله چې د تېرې اونۍ د دوشنبې په ورځ (۱۷ د سلواغې) سهار وختي مهال وشوه، په دې پېړۍ کې اوومه تر ټولو قوي زلزله ګڼل کېږي.

له ګڼو هيوادونو راغلې ژغورونکې ډلې شپې او ورځې د زرګونو نړېدلو ودانيو د ويجاړيو تر منځ تېروي، تر څو وکولای شي تر ويجاړيو لاندي شوي وګړي وژغوري. په سړه هوا کې دوی هر ځل چوپ کېږي، تر څو له شاوخوا ورانيو د ژوند کوم غږ واوري.

د ترکيې په سمنداګ ولسوالۍ کې ژغورونکې ډلې له ويجاړيو لس ورځنی ماشوم وژغوره. بېړنيو مرستندويانو وکولای شول چې د ده مور هم له ويجاړيو ژوندۍ راوکاږي.

ختيځ لور ته په دياربکير کې هم ژغورونکو وکولای شول چې د جمعې په ورځ تر زلزلې سل ساعته وروسته ۳۲ کلنه سيباهت او د هغې زوی وژغورل او سمدستي يې تر روغتونه ورسول. د جمعې په شپه په کاهرامانماراس کې د يوه اپارتمان له ويجاړيو څخه يوه مور او  د هغې دوې لوڼې هم ژوندۍ را وايستل شوې.

د ترکيې د بشرپالو مرستو بنسټ مشر بولينت ييلدريم سوريې ته تللی و چې د زلزلې له امله پېښه شوې ويجاړي وګوري. ده وويل «داسې ښکارې لکه پر هره ودانۍ چې يو توغندی لګېدلی وي.»

ملګري ملتونه هڅه کوي چې سوريې ته مرسته په ازاد او چټک ډول ولېږي په ځانګړې توګه شمال لوېديځ اړخ ته، چيرته چې تر زلزلې وړاندې هم څلور ميليونه وګړو بېړنيو مرستو ته اړتيا درلوده.