سراج الدین حقاني: اوسنی وضعیت ولس ته د منلو نه دی

اطلاعات روز: د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني خوست ولایت کې جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې افغان ولس له اوسني وضعیت خوښ نه دی او ټینګار یې کړی تر څو د حکومت مسوولین له انحصاره تېر شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن (شنبه، ۲۲ د سلواغې) په خوست کې له دیني زده کړو د تازه فارغو شویو کسانو لپاره په جوړه شوې غونډه کې کړي او ویلي دي، چې روان وضعیت ملت ته د زغم وړ نه دی او ټینګار یې کړی چې ځپل شوی افغان ولس باید ځان ته رانږدې کړل شي.

هغه د حکومت چارواکو ته په اشارې زیاته کړې چې د ټول حکومت انحصار او په ځینو پرېکړو یې د نظام بدنامي ته لاره هواره کړې ده.

نوموړي ویلي: «ټول نظام چلینج کول، بدنام کول، منحصر کول دا مو په میزاج کې یو افتکار ګرځېدلی دی، خدای پاک دې زمونږ نیتونه او اعمال اصلاح کړي او دا حالات د برداشت نه دي، ګورئ که ولس هر څومره بدنام شي، بېکاره شي او له دې دین څخه لېري شي، نو پرون مو یو مسوولیت دی او نن مو بل مسوولیت.»

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر دا ډول څرګندونې کوي او له حکومت څخه د ولس د نارضایتي په ګوته کوي.

له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هم په کېدونکو پرېکړو نیوکه کړې وه او د نجونو پر مخ یې د زده کړو دروازو تړل د ولس او حکومت په خیر نه و بللي.