پکتیکا کې کافي خوړو او روغتیایي خدماتو ته د نه لاسرسي له کبله د مور او ماشوم مړینه ډیره شوې

پکتیکا د سویل ختیځ زون له پراخه مساحت او غرنیو ولایتونو ګڼل کیږي، ځايي اوسېدونکي یې د نورو ټولنیزو ستونزو سربېره په روغتیا برخه کې هم کافي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

اقتصادي ستونزې، د ښځینه روغتیايي خدمتونو او د عامه پوهاوي کموالي له امله په پکتیکا ولایت کې د مور او ماشوم مړینه لوړه شوې ده.

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، د لېرې پرتو ولسوالیو ځايي خلک نه یوازې په ولادت لرونکو ښځو شاقه کارونه ترسره کوي، بلکې په دغه وخت ورته کافي خواړه هم نه ورکوي.

د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ اړوند تور ناصر سیمې اوسېدونکي حاجي وزیر اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې په سیمه کې یې روانه میاشت د ولادت پر وخت د مړینې څلور پېښې رامنځته شوې دي.

د هغه په خبره چې ډېر کم خلک په داسې وخت کې ولادي ناروغان روغتیايي مرکزونو ته استوي او پاتې نور یې په دودیزه ډول ترسره کیږي.

پکتیکا کې یو روغتیایي مرکز.

وزیر وايي: «زه د تور ناصر کلي یم، په دا څلورو اونیو کې درې ماشومان او یوه ښځه د ولادت په وخت کې مړه شوي دي، نا روغتون ته مونږ د ولادت ښځې نه وړو، خو که ناروغ ډېر خطرناک و بیا یې اړوند د ولسوالۍ کلینیک ته لېږو، ولې نور ټول ماشومان په کورونو کې پیدا کیږي.»

نوموړي همدا راز په دې برخه کې د ښځینه روغتیاپالانو نشتون هم لوی خنډ وباله او ویې ویل، د دې ولسوالۍ په روغتیايي مرکز کې هیڅ ښځینه ډاکټره شتون نه لري چې د ولادت پر مهال همکاري وکړي او یا هم ولادت لرونکو ښځو ته عامه پوهای ورکړي.

هغه زیاته کړه: «یو خو زمونږ خلک او په تېره بیا ښځې چې کله امیدواره وي نو نه یوازې کافي خواړه نه خوري بلکې له احتیاط پرته تر ولادت ورځې درانه کارونه ترسره کوي او بله ستونزه دا ده چې مونږ د ولسوالۍ کلینیک کې ډاکټره نه لرو، چې خلک هلته ناروغې ښځې وروړي او یا عامه پوهاوی ورکړي»

پکتیکا د هیواد له هغو ولایتونو دی، چې شاوخوا ۱۵ سلنه ښځې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د معلوماتو له مخې چې په دغه ولایت کې په اوسط ډول هره ورځ یوه مور او یو ماشوم د زېږون پر وخت مري.

د دغه ولایت په تروه، وړممۍ، خوشامند، زیړوک، نکه، برمل، ګیان او ځنیو نورو ولسوالیو کې هم امیدواره مېرمنې شاقه کارونه ترسره کوي او د ولادت پر وخت هغه خواړه چې د روغتیاپالانو په وینا اړین دي دوی ورته لاسرسی نه لري.

په دې اړه مو د زیړوک ولسوالۍ د بخملي سیمې له یو اوسېدونکي پرویز اغا جان وپوښتل چې په سیمه کې یې روغتیايي خدمتونه په کومه بڼه ترسره کیږي.؟ نوموړي په ځواب کې اوسني خدمات په نشت حساب کړل او زیاته یې کړه، چې د نورو ستونزو ترڅنګ په کلینیک کې د ولادت لپاره هم هیڅ اسانتیاوې نه دي برابرې شوي او خلک مجبور دي چې وخیم ناروغان په ستونزمنو لارو مرکز ښرنې ته یوسي.

اغاجان وویل: «دلته په زیړوک کې ډاکټره نه لرو او چې کله ماشوم پیدا کیږي نو کلینیک ته یې ځکه نه ور وړو، چې هلته د ولادت لپاره هیڅ ځای نشته او نه کومه بله اسانتیا برابره شوې. دلته ۹۰ فیصده ماشومان په کورونو کې پیدا کیږي او که بیا ولادي ناروغ ښه نه وي کورنی طبابت ور باندې کیږي.»

پکتیکا کې شاوخوا ۱۵ سلنه ښځې د ولادت پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په پکتیکا ولایت کې اوس نږدې یونیم میلیون نفوس ژوند کوي، چې له دې ډلې یې یوازې ۳۵۰ زره روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري.

په مرکز ښرنه کې د یو خصوصي معاینه خونې ډاکټر میرویس بیا د مور او ماشوم د مړینې کچې لوړېدل د خلکو بېغوري په ګوته کوي او وايي، په اطرافي سیمو کې د ولادت پر وخت ښځو ته خپلسري درمل هم ورکول کیږي چې دا ډېر کله د مور او ماشوم د مړینې سبب ګرځي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، که د پکتیکا اوسېدونکو خپلو نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړی وای، نو اوس به د دغه ولایت ټول روغتیايي مرکزونه په ښځینه روغتیاپالانو بسیا و او شته ستونزې به تر ډېره هوارې شوې وې.

پکتیکا کې ګرځنده روغتیایي امبولانس. انځور: خواله رسنۍ

ښاغلي میرویس په دې اړه وویل: «د مور او ماشوم مړینه بیخي ډېره شوې، څو لاملونه یې زه درته په ګوته کوم، یو خو اوس امکانات ډېر کم دي، روغتیاپالانې بیخي په نشت حساب دي، بله یې دا چې که یوه مور زېږون کوي نو په کورونو کې د ښځو له خوا ترسره کیږي چې هغوی په دغه وخت چې هر ډول درمل په لاس ورشي ور تخته کوي یې او اخر یا ولادي ښځه مړه وي او یا هم ماشوم، نو زه وایم که پکتیکا والو په خپلو لوڼو زده کړې کړې وای اوس به دغه مشکل نه و.»

اطلاعات روز ته د رسېدلو معلوماتو له مخې له مرکز ښرنې پرته د پکتیکا ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې یوازې ۲۵ ښځینه روغتیاپالانې په روغتیايي مرکزونو کې کار کوي، چې له دې ډلې یې ډیری کافي روغتیايي زده کړې نه لري.

په همدې حال کې بیا د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسوولین هم د مور او ماشوم د مړینې زیاتېدو پخلی کوي او وايي، د دغه ولایت ډیری اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو لېري والي له امله رسېدنه نشي کولی.

د دغه ولایت د عامې روغتیا طالب ریس حکمت الله عصت له اطلاعات روز ته په خبرو کې وویل، چې په لېرې پرتو سیمو کې ډیری ښځې د ناسمو دودونو له امله د زیږون پر مهال تر یو وخته خپلو ماشومانو ته شېدې هم نه ورکوي.

عصمت زیاته کړه، چې امیدواره ښځو ته په اطرافي سیمو کې کافي خواړه نه رسیږي او لامل یې اقتصادي مشکلات په ګوته کوي.

نوموړي وویل: «د پکتیکا نفوس خور پروت دی، نو کلینکونو ته یې رسیده ګي کمه ده. ناسم دودونه دلته موجود دي، ځینو مبایل ټیمونه د تغذیې خدمات نه لري او هم میندې د امیدوارۍ پر وخت ښه خوړو ته لاسرسی نه لري.»

د معلوماتو له مخې تېر کال په پکتیکا ولایت کې د «کورنیو ۱۸ روغتیايي ځالې» پرانیستل شوې خو د دې سربېره بیا هم د مور او ماشوم د مړینې ترڅنګ په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو کچه لوړه شوې ده.