بدخشان کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي سوداګريز مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه

اطلاعات روز: افغانستان کې د ښځو پر فعاليتونو له بنديز سره – سره په بدخشان کې د ښځو لپاره د ځانګړي سوداګريز مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

دا سوداګريز مرکز د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په مالي مرسته د ياد ولايت، د فيض اباد ښار په پنځمه ناحيه کې په دوه نيم جريبه ځمکه کې رغېږي.

پرون (دوشنبه، ۲۴ د سلواغې) د دې مرکز د بنسټ ايښوونې په مراسمو کې د طالبانو د ځايي ادارو مشرانو او د ملګرو ملتونو د عالي کميسارۍ استازي ګډون درلود.

په بدخشان ولايت کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس محمد يونس جهادمل وويل، چې د دې سوداګريز مرکز د جوړولو موخه د بې سرپرسته او بې ځايه شويو ښځو لپاره کار پيدا کول دي.

پرون د يوه منځني ښوونځي د بنسټ ډبره هم ايښودل شوې چې ۵۰۰ زده کوونکي ځايولای شي.

د دې دوو پروژو لګښت دوه نيم ميليونه امريکايي ډالر ښودل شوی چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ له لوري ورکول کېږي.

تر دې وړاندې د جمهوريت د نظام پر مهال هم په بدخشان کې د ښځو لپاره ځانګړی سوداګريز مرکز جوړ شوی و، چې ښځو پکې خپل توليدات او سوداګريز اجناس پلورل خو طالبانو دا مرکز تړلی دی.