انځور: REUTERS

د ترکيې او سوریې زلزله کې تلفات تر ۴۱ زرو واوښتل

اطلاعات روز: ترکیه او سوریه کې تر زورورې زلزلې يوه اونۍ وروسته تر ويجاړيو لاندې نهه نور کسان هم وژغورل شول او له دې سره په مرستو کې پام هغو خلکو ته اوښتی چې په سخت يخ کې پناهځای او خواړه نه لري.

دې ناورين په دواړو هيوادونو ترکيه او ګاونډۍ سوريه کې د څه باندې ۴۱ زره کسانو ژوند اخیستی او ښارونه يې ويجاړ کړي دي. له زلزلې ډېر ژغورل شوي خلک په سخته سړه هوا کې بې کوره دي.

د سې‌شنبې ورځ (۲۵ د سلواغې) په ژغورل شويو کې دوه ۱۷ او ۲۱ کلن وروڼه شامل دي چې د ترکيې په کاهرامانماراس ښار کې د يوه اپارتمان له ويجاړيو ژوندي راوايستل شول او همدا راز يو ځوان سوريايي او ښځه په انتاکيا کې تر زلزلې څه باندې ۲۰۰ ساعته وروسته وژغورل شول. يوه ژغورونکي ويل چې ښايي اوس هم ځينې خلک ژوندي وموندل شي.

خو د ملګرو ملتونو يوه چارواکي ويلي، چې د ژغورنې د عملياتو مرحله دريدلې او نور ټول پام پناهځای، خوراک او تعليم ته دی.

د اروپا لپاره د خوراک د نړيوال سازمان مشر هانس هينري وويل، چې دغه اړتياوې ډېرې زياتې دي او ساعت په ساعت زياتېږي. د ده په وينا چې په دواړو هيوادونو کې شاوخوا ۲۶ ميليونه وګړي بشرپالو مرستو ته اړتيا لري.

د ده په وينا د سړې هوا، حفظ الصحه او ناپاکۍ له امله د را پيدا کېدونکو ناروغيو په اړه هم انديښنې زياتېږي او وېره ده چې هسې نه ساري ناروغۍ خپره شي.

د سوريې د حکومت له واکه دباندې سیمې ته په لومړي ځل د ملګرو ملتونو په مرستو بار ګاډي له نوې پرانستل شوې لارې باب السلام څخه ننوتل.

د سوريې ولسمشر بشار الاسد د دوشنبې په ورځ هوکړه وکړه چې د ملګرو ملتونو مرستې ته اجازه ورکړي چې د ترکيې له دوو سيمو څخه د باغيانو سيمو ته ولېږدېږي. تر دې وړاندې نوموړي دې سيمو ته د مرستې له لېږد سره مخالفت کاوه او تر اوږده ځنډ وروسته يې په دريځ کې بدلون راغلی.

ملګري ملتونه وايي، چې په سوريه کې شاوخوا نهه ميليونه وګړي له زلزلې اغېزمن شوي او ورسره يې د ۴۰۰ ميليونه ډالرو فنډ غوښتنه کړې.

د ترکيې ولسمشر اردوغان ويلي، چې په ترکيه کې د ټولو مړو شمېر ۳۵ زره او ۴۱۸ دی. د سوريې د دولتي رسنيو له شمېرو سره سم چې په سوريه کې ټول ۵ زره او ۸۱۴ کسان مړه شوي دي.

اردوغان ويلي، چې ۲.۲ ميليونو زياتو خلکو هغه سيمې پرېيښي چې په زلزله کې سختې ويجاړې شوې وې او په سلګونه زره ودانۍ نورې د اوسېدلو نه دي.