انځور: ارشیف

جلال اباد ښار کې زرګران: خلک له بې وزلۍ خپلې ګاڼې پلوري

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د سرو زرو یو شمېر پلورونکي وایي، چې د بهرنیو موسېساتو د فعالیتونو بندیدو سره یې کاروبار پیکه شوی او خلک د سرو زرو پیرولو پر ځای خپلې ګاڼې پلوري.

ذاهد الله د جلال اباد ښار یو له زرګرانو څخه دی هغه وایي، له کله نه چې بهرنیو موسېساتو خپل فعالیتونه درلولي ورسره سم د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او زیاتره کورنۍ د سرو زرو د پيرلو پر ځای پر دوی سره زر پلوري چې په دې کې د دوی ګټه وټه په نشت حساب ده.

نوموړی زیاتوي، کاروبار یې د تیر په پرتله ټکنی او اوس د سره زرو د بازار پخوانی جم او جوش نشته؛ چې له امله یې زیاتره زرګران د خپلو هټیو تړل کیدو ته اړ شوي دي.

ذاهد الله زیاتوي:«له کله نه چې بهرنیو موسېساتو کارونه درولي ورسره سم د زرګرانو کاروبار خراب شوی او زیاتره خلک اوس د سرو زرو اخیستلو پر ځای پر مونږ خپل سره زر پلوري او لامل یې دا دی چې مخکې به دغه کورنیو په موسېساتو کې دندې درلودې خو اوس بې روزګاره شوي او له مجبورۍ ورځې دا کار کوي.»

جلال اباد کې د سرو زرو پلورونکو کاروبار پیکه شوی او خلک د سرو زرو د پیرلو پرځای خپل زر پلوري. انځور: اطلاعات روز

د احمد ګل په نامه یو بل زرګر هم ورته شکایت کوي او وایي، د خلکو د بې روزګاره کیدو له امله د دوي کاروبار هم په ټپه دريدلی دی.

نوموړی وایي، زیاتره هغه ښځې زرګرۍ مارکیټ ته د خپلو سرو زرو د پلور په موخه مراجعه کوي، چې له دې وړاندې یې په بهرنیو موسېساتو کې دندې درلودې او اوس یې اقتصادي وضعت ترینګلی شوی چې له امله یې دوی د خپلو سرو زرو پلور ته اړې شوې دي.

هغه همداراز زیاتوي چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره د دوی پلور ۹۰ سلنه کم شوی چې اصلي لامل یې د خلکو اقتصادي ستونزې او د سرو زرو لپاره د دوی بې وسي ده.

احمد ګل زیاته کړه: «په دې وروستیو میاشتو کې زمونږ د زرګرۍ کاروبار په ټپه دریدلی او لامل د خلکو د اقتصادي وضعیت خرابوالی دی، زیاتره هغه ښځې خپل سره زر د پلور په موخه زرګرانو ته راوړي چې دوی په تیر کې د بهرنیو موسېساتو سره دندې درلودې او اوس بې روزګاره شوې دي.»

شیر افضل چې له کلونو راهیسې په جلال اباد ښار کې د زرګرۍ هټۍ لري وايي، تراوسه یې دومره زیات د سرو زرو د ګاڼو پلورونکي نه دي لیدلي.

شیر افضل زیاته کړه: « مونږ ته د زرګرۍ کاروبار له پلرونو راپاتې دی، مخکې مو کاروبار ډیر ښه و؛ خو له کله چې طالبان واک ته ورسېدل، خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شول، له همدې امله دوی اړ شول چې خپل سره زر او ګرانبیه توکي وپلوري ترڅو د ژوندانه ورځنۍ اړتیاوې برابرې کړي.»

زرمینه چې له دې وړاندې یې په یوه بهرنۍ موسېسه کې دنده درلوده، خو له کله نه چې طالبانو په موسېساتو کې د ښځینه وو په کار بندیز لګولی دې هم خپله دنده له لاسه ورکړې او اوس بې کاره ده.

نموړې اوس له مجبورۍ اړ شوې چې خپل سره زره په یو زرګر وپلوري، وایي له له کله چې بې دندې شوې کورنۍ اقتصادي ستونزې یې زیاتې شوي او له امله یې د خپلو سرو زرو پلور ته اړ شوې ده.

زرمینه زیاتوي: «ما مخکې په یوه بهرنۍ موسېسه کې دنده درلوده، اوس د ټولې کورنۍ سرپرستي زما ترغاړې ده؛ د دندې پرمهال مې نږدې دیرش زره افغانۍ معاش درلوده او د کورنۍ ګوزاره پرې روانه وه خو له کله چې طالبانو په موسېساتو کې د ښځینه وو په کار بندیز ولګاوه ورسره سم زما په ګډون زیاتره کورنۍ اړ شوې چې خپل سره زره په کمه بیه په زرګرانو وپلوري.»

زرمینې په موسېساتو کې د طالبانو لخوا د ښځو پر کار بندیز وروسته خپله دنده له لاسه ورکړې. انځور: اطلاعات روز

د جلال اباد ښار یو بل اوسیدونکی حضرت محمد چې د سرو زرو د پلورلو لپاره په دې ښار کې د سرو زرو یوې هټۍ ته راغلی وایي، چې له دې وړاندې یې په یوه موسېسه کې دنده درلوده، خو اوس د بهرنیو موسېساتو د فعالیتونو په دریدو سره د افتصادي ستونزو له امله دومره مجبور شوی، چې د خپلې میرمن سره زره په نیمه بیه په زرګر پلوري.

نوموړی زیاتوي، که بهرني موسېسات خپل فعالیتونه ژر پېل نه کړی، نو زیاتره هغه خلک چې له دې وړاندې یې دندې درلودې له سختو اقتصادي ستونزو سره به مخ شي.

حضرت محمد زیاتوي: « له دې وړاندې مې په یوه بهرنۍ موسېسه کې دنده درلوده، خو نږدې دوه میاشتې کیږي چې بې دندې شوی یم او اوس له دومره اقتصادي ستونزو سره مخ یم؛ چې د خپلې میرمنې سره زر مې زرګرۍ ته د پلور په موخه راوړي زما په شان ډیری هغه خلک چې له دې وړاندې یې په موسېساتو کې دنده درلوده اوس مهال له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي.»

د جلال اباد ښار د سرو زرو پلورونکي د دې ترڅنګ چې د خپل کاروبار له خرابېدو شکایت لري وايي، چې طالبانو د تېر په پرتله پر دوی مالیه څو برابره لوړه کړې ده.

دوی ټینګار کوي چې د جمهوریت پرمهال چې د بازار وضعیت ښه و، د نن په پرتله یې کمه مالیه ورکوله او اوس د سرو زرو د بازار د نشتوالي له امله د طالبانو له خوا د ټاکل شوې مالیې د ورکړې وس نه لري.

د جلال اباد ښار په زرګرۍ مارکیټ کې د تير په پرتله د سره زرو په قيمت کې هم د پام وړ بدلون نه دی راغلي ، دجلال اباد ښار د زرګرانو د معلوماتو له مخې اوس مهال په بازارکې ديوې تولې خالصو سره زرو بېه نږدې ۵۰ زره افغانۍ ده.

د معلوماتو له مخې دمګړۍ د ننګرهار په ولسوالیو او ښار کې ټولټال ۵۰۰ د زرګرۍ هټۍ شتون لري چې لوی او واړه کاروبارونه لري، امنیتي ستونزې، دبریښنا او د عصري وسایلو نشتون هغه نورې ستونزې دي چې زرګران یې د طالبانو له حکومت څخه د حل غوښتنه کوي.