اطلاعات روز: د افغانستان ډيپلوماټيکو استازوليو په بلغاريا کې د ۱۸ افغان پناه غوښتونکو مرګ ته په غبرګون کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ او د دې سازمان د بشري حقونو له کمېشنرۍ غوښتنه کړې چې د افغانستان د پناه غوښتونکو وضعيت ته دې پام وکړي.
د دې ۱۸ پناه غوښتونکو مړي د بلغاریا پلازمينې صوفيه ته نږدې په يوه لوی موټر کې چې لرګي پکې بار و، موندل شوي دي.
د بلغاریا چارواکو د پناه غوښتونکو د هويت په اړه څه نه دي ويلي؛ خو د دې هیواد رسنيو د افغانستان اتباع بللي دي. ويل کېږي چې دا افراد خفه کړل شوي او د لوږې له امله يې ساه ورکړې.
د افغانستان د ډيپلوماټيکو استازوليو اعلاميه چې نن (يکشنبه، ۳۰ د سلواغې) خپره شوې پکې راغلي چې وروستۍ پېښه او «دې ته ورته غميزې» د افغانستان د پناه غوښتونکو پر وړاندې شته خطرات او ننګونې ښیي.
دې استازوليو د بلغاريا له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د دې پېښې په اړه دې خپل تحقيقات چټک کړي او د نړيوالو کنوانسيونونو له مخې دې د قربانيانو پاتې شوني خوندي او پناه دې ورته ورکړي.
د افغانستان ډيپلوماټيکو استازوليو د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ (UNHCR)، د بشري حقونو له عالي کمېشنرۍ (OHCHR) او د دې سازمان له اړوندو بنسټونو څخه غوښتي چې د افغانستان د پناه غوښتونکو بد حالت ته دې پام وکړي.
په تازه راپورونو کې ويل شوي چې د بلغاریا پوليسو د ۱۸ کسانو د مرګ په تړاو شپږ مشکوک کسان نيولي دي.
د بلغاریا د پوليسو په وينا، په نيولو شويو کسانو کې يو کس پخوا د انساني قاچاق په تور محکوم شوی و.