اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (يونيسف) وايي، چې د افغانستان روغتيايي سيسټم تر فشار لاندې دی، خو د نړيوال بانک په ګډون د مرستندويو بنسټونو په «مهربانۍ» يې لا هم سقوط نه دی کړی.
يونيسف نن (دوشنبه، ۱ د کب) پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي، چې د افغانستان له روغتيايي سيسټم څخه د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۲ کې ډېره ګټه اخيستل شوې ده.
د يونيسف کارمندانو يوې طبي مجلې ته په خپله مقاله کې ليکلي، چې په ځانګړې توګه په لويو روغتونونو کې له پرلپسې ننګونو سره – سره د ملګرو ملتونو د سازمان او مرستندويانو دوامدار ملاتړ د دې لامل شوی چې د افغانستان روغتيايي سيسټم دوام وکړي.
د افغانستان روغتيايي سيسټم چې په بهرنیو مرستو متکي و، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له پاشل کېدو له ګواښ سره مخ شو.
اوس مهال هم د روغتيا نړيوال سازمان او مرستندوی بنسټونه د لويو روغتونونو ملاتړ کوي.