اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د متحده ايالاتو پخوانی ځانګړی استازی ادعا کوي، چې د ايران حکومت د القاعدې په وسيله د خپلو مخالفينو د ترورلو لپاره د دې ډلې مشر ته په ايران کې پناه ورکړې ده.
نوموړي تېره شپه (دوشنبه، ۱ د کب) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې د القاعدې نوی مشر په ايران کې دی او د دې شونتيا ډېره ده چې د سپاه پاسداران د قدس څانګې او القاعدې تر منځ معامله شوې وي.
د دې پخواني امريکايي چارواکي له ادعا سره سم، القاعده د ايران د پناهځای او ملاتړ په خاطر د دې حکومت پخواني مخالفين ترور کوي.
خليلزاد ويلي، چې د ايران زياتېدونکی ګواښ متحده ايالات او متحدين يې چمتو کوي چې د ايران د حکومت نړيوال مشروعيت کمزوری کړي.
پر القاعده او داعش د ملګرو ملتونو د بنديزونو د څار کميټې په خپل وروستي راپور کې ويلي و ګومان دادی چې د ايمن الظواهري ځایناستی سيف العدل د القاعدې مشر شوی او په ايران کې مېشت دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي و چې د دې هيواد ارزونه له ملګرو ملتونو سره سمه ده.
د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان په ايران کې د القاعدې د نوي مشر په اړه د ملګرو ملتونو راپور او د امريکايي چارواکو څرګندونې خندوونکې بللې وې.
ده ضمنا امريکا د القاعدې او داعش په را منځته کولو تورنه کړې وه او ويلي يې و: «د القاعدې او داعش را منځته کوونکي په نړۍ کې د تروريزم د ودې مسوول او لامل دي. ناسم ادرس مه ورکوئ.»
