انځور: خواله رسنۍ

کابل ته د پاکستان د دفاع وزير سفر؛ خواجه اصف له ملا برادر سره وليدل

اطلاعات روز: يوه پاکستاني پلاوي د دغه هيواد د دفاع وزير خواجه محمد آصف په مشرۍ نن (چهارشنبه، ۳ د کب) کابل ته سفر کړی دی.

ويل کېږي چې په دې پلاوي کې د پاکستان د استخباراتو (آی ايس آی) رييس هم شته دی، لومړی يې د طالبانو د رییس الوزرا له اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر سره ليدلي دي.

د برادر دفتر ويلي، چې په دې ناسته کې یې دواړو لورو پر دوه اړخيزو اړیکو، سوداګرۍ، سيمه‌ييز اتصال او د اقتصادي همکاريو پر وده بحث او خبرې کړې دي.

عبد الغني برادر ويلي، چې افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هيوادونه دي او بايد له يوه – بل سره ښې اړيکې ولري.

ده زياته کړې، چې د طالبانو حکومت له پاکستان سره پر سوداګريزو او اقتصادي اړيکو ټينګار کوي او داسې اړيکې د دواړو هيوادونو په ګټه ګڼي.

د عبدالغني برادر د دفتر په خبرپاڼه کې د ده له قوله ویل شوي: «اړينه ده چې سوداګريز او اقتصادي مسايل له سياسي او امنيتي مسايلو بېل کړو تر څو د سياست ښکار نه شي.»

نوموړي د پاکستان له زندانونو د افغانستان د وګړو د خلاصېدلو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې پر پوله دې د مسافرو لپاره اسانتياوې برابرې شي.

د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي معاونت د دفتر په وينا، پاکستاني لوري د دې ډلې حکومت ته د همکاريو په اړه ډاډ ورکړی دی.

په دې وروستيو کې له پاکستان سره د طالبانو اړيکې د پاکستاني طالبانو د فعاليت له وجې ترينګلې شوې دي.

د پاکستاني رسنيو له راپور سره سم، پاکستان د پېښور تر وروستۍ خونړۍ چاودنې وروسته د افغانستان د طالبانو له مشر هبت الله آخوندزاده څخه د پاکستاني طالبانو د کنټرولولو لپاره مرسته غوښتې ده.

ايکسپريس ټريبيون ليکلي و چې پاکستاني دولت د پاکستاني طالبانو تحريک د پېښور د وژنې مسوول ګڼلی و او پرېکړه يې کړې چې دا موضوع به په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره په لوړه سطحه شريکوي او «دا پيغام به ورکوي چې پاکستان نور تر پولې هاخوا تروريزم نه شي زغملای.»