اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت کامې ولسوالۍ کې د هغه ځوان جسد موندل شوی چې څو ورځې وړاندې له خپله کوره نادرکه شوی و.
د کامې ولسوالۍ یو اوسیدونکی ګل شاه وایي، چې دغه ځوان «میدر خان» نومیده او ځایي خلکو یې جسد نن (چهارشنبه، ۳ د کب) د یادې ولسوالۍ په «میرزاخیلو» قریه کې موندلی دی.
نوموړی وایي، د وژل شوي کس لاسونه او پښې تړل شوي او بیا په ډزو وژل شوی چې ځایي خلکو یې نن سهار مړی هغه وخت موندلی چې دوی غره ته د تیږو ویستلو پسې روان وو.
ګل شاه زیاتوي:« زمونږ د یو کلیوال مړی خلکو موندلی چې اول یې لاسونه او پښې تړل شوي او بیا یې په ډزو ویشتلی او د نوموړي په مړي یې تیږدې اچولې وې، دا وژل شوی کس څو ورځې کیدې چې له کوره نادرکه شوی و.»
هغه زیاتوي د وژل شوي کس د وژل کیدو لامل تراوسه معلوم نه دی او وایي، د نوموړي کورنۍ له هیچا سره شخصي دښمني هم نه درلوده.
ځایي طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او په اړه یې د پلټنو خبر ورکړی دی.
دا په تیرو دوو میاشتو کې دویم کس دی چې په کامې ولسوالۍ کې د ناپيژانده کسانو له لوري وژل کیږي له دې یوه میاشت وړاندې د یادې ولسوالۍ په داربنګ قریه کې هم ناپيژانده وسله والو یو ځوان وژلی و.
په دې وروستیو کې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې دا ډول هدفي وژنې زیاتې شوي، چې عام خلک یې اندیښمن کړي او دمخنیوي په برخه کې یې طالب چارواکي پاتې بولي.