د طالبانو له لوري د کورنیو د غړو په اړه معلومات راټولول؛ د بلخ اوسېدونکي اندېښمن دي

په بلخ کې د طالبانو له لوري د کورنیو د غړو په اړه د شخصي معلوماتو د غوښتنې جدول خپرېدلو د دې ولايت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

د بلخ ولايت اوسېدونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وايي، چې طالبان د امنيت د تامينولو په نوم د کورنیو د غړو په اړه معلومات راټولوي خو په حقيقت کې د ځوانو نجونو ليستونه برابروي.

کومو سرچينو چې په دې اړه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرې کړې دي، د دې کار په اړه اندېښنه ښکاره کوي او وايي، چې دا اقدام يوازي د ځوانو نجونو د ليست برابرولو لپاره اخيستل شوی دی.

دا سرچينې وايي، چې طالبانو په وروستيو څو ورځو کې کور پر کور جدولونه وېشلي دي تر څو د کورنۍ د غړو په ځانګړې توګه د ځوانو نجونو په اړه معلومات راټول کړي.

د بلخ اوسېدونکي وايي، چې دا کار يوازې د ځوانو نجونو د شمېر موندلو په خاطر پېل شوی دی او د دې ډلې د غړو له لوري د جبري واده خطر زياتوي.

دوی وايي، چې د  طالبانو د دې پرېکړي له وجې د خپلو ځوانو نجونو په اړه اندېښمن دي او د دې ډلې له مشرانو غواړي چې د خپل دې اقدام په اړه بيرته له سره فکر وکړي.

د بلخ ولايت د مرکز مزار شريف ښار اوسېدونکي وايي، چې په دې جدول کې له دوی غوښتل شوي دي چې د نجونو شمېر دې له شخصي معلوماتو لکه نوم، عمر، پخوانی/اوسنی کار او مدني حالت سره يو ځای وليکي.

معصومه (مستعار) د بلخ ولايت يوه اوسيدونکې له اطلاعات روز سره په خبرو کې وايي، چې د شخصي معلوماتو د را ټولولو په هدف د دې جدول تر ويشل کېدو وروسته پر دې شپه او ورځ يوه شوي او خوب نه لري.

دا ښځه وايي، د سيمې له نماينده څخه د دې جدول تر ترلاسه کولو وروسته يې له طالبانو وېره دوه چنده شوې او په عين حال کې د خپل ځان او دوو ځوانو خويندو په اړه اندېښمنه ده.

د معصومې په څېره او لړزانده لاسونو کې وېره له ورايه ښکاري، دا وايي: «دا ليست د نجونو په اړه د معلوماتو ټولولو لپاره دی. دوی غواړي پوه شي چې په کورونو کې څومره ځوانې نجونې دي؛ د امنيت په خاطر نه دی.»

دا ښځه وايي، چې د ځوانو نجونو د ليست ترتيبېدلو د طالبانو د غړو له لوري د جبري ودونو د احتمالي خطر په اړه د دوی انديښنې دوه چنده کړې دي.

معصومه وايي، چې په ټولنه کې د ښځو پر فعاليت له بنديز سره – سره دا پرېکړه د دې لامل شوې ده چې دا د نورو ښځو په څېر له افغانستانه د وتلو هڅې لا زياتې کړي.

معصومه وايي: «شپه او ورځ هڅه کوم تر څو وکولای شم چې د پناه غوښتنې په ويزو سره خپل ځان او خویندې مې له دې ډلې وژغورم. شونې ده چې نن او يا سبا راشي او موږ جبرا په نکاح کړي ځکه له دې خشنې ډلې جبري ودونه لېرې نه دي.»

هغه جدول چې طالبانو د بلخ ښار اوسیدونکو ته دشخصي معلوماتو راټولولو په موخه ورکړی دی.

خو د طالبانو دې پرېکړي تر معصومې عبدالله (مستعار) ته چې د څلورو ځوانو نجونو پلار دی ژوند سخت کړی دی.

کله چې مې د طالبانو له لوري د خپاره شوي جدول په اړه د ده نظر وپوښت، د انديښنې په ښکاره کولو يې وويل: «د لوڼو راتلونکې مې پر خرابيدو دی. له درسه بې برخې وې، خو اوس مې اندېښنه داده چې په زور يې واده نه کړي.»

عبدالله وايي، چې تر اوسه يې د طالبانو تر لاس لاندې د سیمې له نماينده دا جدول تر لاسه کړی دی خو د همدې وېرې له وجې يې نه دی بشپړ کړی.

همدا راز عبدالله وايي: «زه په خپله د طالبانو له تېر حکومت څخه ترخې خاطرې لرم. په هغه وخت کې د دې ډلې د غړو د جبري واده شاهد وم اوس مې هم د وېروونکي خوب په څېر په ياد دي. دا ډله هر څه کولای شي.»

عبدالله او معصومه يوازې نه دي چې دشپې او ورځې ارام يې الوتی دی، بلکې د بلخ په لسګونو نور اوسېدونکي هم اندېښمن دي.

د دوی يو شمير يې وايي، چې د طالبانو له لوري له ښځو سره تاوتريخجنې پېښې او د دې ډلې د غړو له خوا جبري نکاحګانې د دې لامل شوي چې هغوی د خپلو ځوانو نجونو په اړه اندېښمن شي.

د طالبانو ځواب

خو طالبان د دې انديښنو په ردولو سره يو بل ځواب لري او وايي، چې دا اقدام يې د ښاروندو د ځان او مال د تأمين په موخه اخيستی دی.

د طالبانو د امنيه قومندانۍ وياند محمد آصف وزيري په يوه خبري غونډه کې د بلخ رسنيو ته وويل، چې دا انديښنې بې بنسټه دي او دوی د جرمي شبکو د پېژندنې او د بلخ له اوسېدونکو د دقيقو معلوماتو راټولولو په خاطر دا بهير را پيل کړی دی.

د بلخ لپاره د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند وايي: «دا ټولې انديښنې بې ځايه دي. موږ معلومات راټولوو تر څو د خلکو په تړاو يوه پېژندنه وي. ښځو ته هيڅ خطر نشته.»

همدا راز ښاغلی وزيري د خلکو د خصوصي معلوماتو پر خونديتابه ټينګار کوي او زياتوي: «د خلکو معلومات تر را ټولېدو وروسته له امنيې قومندانۍ سره خوندي دي. هيڅ کس او يا ډله ورته لاسرسی نه لري. خلک دي ډاډه اوسي.»

د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند محمد آصف وزيري د ښاروندانو د امنيت خوندي کولو لپاره د جدي امنيتي تدابيرو پر نيولو ټينګار کوي او د بلخ له اوسېدونکو غواړي چې له جرمي شبکو سره د مبارزې په موخه دې د طالبانو له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

وزيري زياته کړې: «تر څو چې خلک له امنيتي ځواکونو سره همکاري ونه کړي او دا ليست ترتيب نه کړو، نشو کولای چې دوست او دښمن سره بېل کړو. خلک بايد له موږ سره همکاري وکړي.»

په بلخ کې طالبان ادعا کوي چې دا فورمې د معلوماتو راټولولو او د مجرمینو د پېژندلو په موخه ښاریاتو ته ویشل شوې دي.

په همدې حال کې يوه امنيتي سرچينه چې نه غواړي د امنيتي ستونزو له وجې يې نوم په دې راپور کې ياد شي، وايي چې د ښاریانو د امنيت خوندي کولو لپاره شخصي معلوماتو ته اړتيا نشته په ځانګړې توګه د نجونو په اړه.

دا سرچينه وايي، چې ۵۰ کاله عمر يې په نظامي او امنيتي برخو کې تېر کړی دی، زياتوي: «که طالبان منفي تصمیم نه لري، ولې غواړي د نجونو په عمر پوه شي؟ د ښځو عمر د خلکو پر امنيت څه تاثير لري؟»

دا متقاعد نظامي د بلخ د اوسېدونکو اندېښنه سمه ګڼي او وايي، چې طالبان په تېرو کلونو کې هم په هغو سيمو کې چې د دوی تر واک لاندې وې په جبري ودونو او له ښځو سره د تاوتريخوالي په کولو تورن دي.

د طالبانو او خلکو تر منځ بې‌باوري

په همدې حال کې د ښځينه حقونو فعالانې وايي، چې د طالبانو د سرپرست حکومت او خلکو تر منځ بې‌باوري او د ښځو پر زده کړو، تحصيل، کار او په ټولنه کې د هغوی پر حضور بنديز د دې سبب شوي دي چې خلک د طالبانو پر هره پرېکړه شکمن شي.

مبينه ساعي چې کلونه يې د ښځينه حقونو د ملاتړ او د بيان ازادۍ په برخه کې کار کړی دی، وايي چې پر طالبانو د خلکو نه باور له هغوی سره د سالمې اړيکې نشتون د دې لامل شوي دي چې خلک د خپل برخليک په اړه اندېښمن شي.

اغلې ساعي زياتوي چې د طالبانو پرېکړې کولای شي چې غير پښتانه وګړي ډېر اندېښمن کړي. دا وايي: «خلک په ځانګړې توګه تاجک، ازبک او په ټوله کې غير پښتانه قومونه حق لري چې پر طالبانو د بې‌باورۍ له وجې د هغوی د هرې پرېکړي په اړه اندېښمن شي.»

د بلخ اوسېدونکي په داسې حال کې د معلوماتي جدولونو د وېش له وجې د خپلو نجونو په اړه اندېښمن دي چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ښځې چې د ټولنې نيمه برخه دي، د تحولاتو  قرباني شوې دي.

په ښوونځي کې تر شپږم ټولګۍ پورته زده کړو څخه محرومېدل، د کار له حقه د ښځو منع کول، په پوهنتونونو کې د ښځو تحصيل ځنډول، د طالبانو له لوري له ښځو سره تاوتريخجن چلند، د ښځو وهل او ټکول، د ښځو پر تګ – راتګ بنديز لګول او د ښځو په اړه په لسګونو نورو مواردو د هغوی ژوند تياره کړی دی.

د ښځو د حقونو ملاتړي بنسټونه: ټول هغه بنسټونه او جوړښتونه چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ثبت او تعقیبوي اوس په افغانستان کې منحل شوي دي.

پر ښځو له دې ټولو بنديزونو سره – سره د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځينه حقونو ملاتړو بنسټونو لکه د ملګرو ملتونو، بشر حقونو څار او لسګونو نورو بنسټونو د دې قشر په مقابل کې د بدتر تاوتريخوالي خبر ورکړی دی.

له ځوانو ښځو او نجونو سره د طالبانو د غړو له لوري جبري ودونه، د طالبانو له لوري د فعالو ښځو نيول او شکنجه هغه نور موارد دي چې دا بنسټونه يې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو د وضعيت په اړه اندېښمن کړي دي.

د دې بنسټونو مسوولينو پر ښځو د بنديزونو د کمېدو غوښتنه کړې او وايي، چې طالبانو ټول هغه سيسټمونه او بنسټونه له منځه وړي دي چې د ښځو ملاتړ يې کاوه.

د ښځو د ملاتړو بنسټونو په وينا، دا چاره د دې لامل شوې چې سره له دې چې طالبان د تاوتريخوالي، جبري واده او لسګونو نورو پېښو په شمول د ښځينه‌وو حقونو نقض کوي، راپور يې ورنه کړل شي.

له دې ټولو سره – سره د افغانستان نوم د جنګ، ناامنۍ، فقر او بېکارۍ تر څنګ د جبري ودونو له بدې پديدې سره غوټه شوی او واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دا بد دود يو ځل بيا پراخ شوی دی.

لوږه او بې‌کاري، کورنی تاوتريخوالی، د اولادونو له اساسي حقونو نه خبرتيا، په دې اړه د ناسمو باورونو او فرهنګونو موجوديت د دې لامل شوي دي چې زياتې ښځې د جبري او کم عمره ودونو قرباني شي.