اطلاعات روز: نیمروز کې سیمه ییز طالب چارواکي خبر ورکوي، چې په تېرو دوو میاشتو کې د ورېښمو پله له لارې له ایران څخه ۱۰۱ جسدونه رالېږدول شوي دي. په دې موده کې له ایران څخه څه باندې ۶۷ زره کډوال هم راستانه شوي دي.
په نيمروز ولايت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حبيب الله الهام وايي، چې د سلواغې مياشتې له لومړۍ نېټې څخه تر دې دمه د ٥٧٠ کورنيو په ګډون ٣٧ زره ١٩٣ تنه هېواد ته راستانه شوي دي.
د هغه په وينا، په دغه مياشت کې ٥٥ مړي هم هېواد ته راوړل شوي دي.
د شمېرو له مخې په مرغومي میاشت کې له ایران څخه ۲۹ زره ۹۳۳ تنه هېواد ته راستانه شوي او د ۴۶ جسدونه هم راوړل شوي دي.
په ایران کې د افغان اتباعو د مړینې لامل نه دی په ډاګه شوی.
خو داسې ښکاري چې ډېری افغانان له ایرانه ایستل کېږي.
