د پاکستان په بلوچستان کې چاودنې څلور کسان وژلي او ۱۲ ټپیان دي

اطلاعات روز: پاکستاني رسنيو خبر ورکړی چې له چاودېدونکو توکو يوه ډک موټرسايل د بلوچستان په برخان سيمه کې لږ تر لږه څلور تنه وژلي او ۱۲ نور يې ژوبل کړي دي.

د جيونيوز له راپور سره سم، پاکستاني پوليس وايي، چې دا چاودنه نن (يکشنبه، ۷ د کب) په راخني بازار کې شوې ده.

د قربانيانو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.

له دې راپور سره سم، دې چاودنې څو موټرونو، موټرسايکلونو او دوکانونو ته زيان رسولی دی.

د دې چاودنې مسووليت کومې ډلې او يا کس پر غاړه نه دی اخيستی.

عموما په پاکستان کې د چاودنو پړه د پاکستاني طالبانو تحريک، بلوڅ وسله وال او داعش مني.

پاکستان وايي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په دې هيواد کې بريدونه زيات شوي دي.