جلال اباد کې د ښار پاکونې په موخه ګډ حشر ترسره شو

اطلاعات روز: د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ښار پاکونې یو ورځنی ګډ حشر ترسره شو، چې پکې د تنظیفاتو د کاروکوونکو سربیره ولسي خلکو هم ګډون کړی وو.

د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو ویاند بختي جان مراد وایي، د یاد حشر موخه د ښار پاکوالي ته د خلکو پام اړول او دغه راز د چاپیریال ساتنې فرهنګ دودول دي.

مراد زیاتوي: «نن مو د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ښار په داخل کې د ښار پاکوالي په موخه یو ورځنی حشر ترسره کړ، موخه یې عامه پوهاوی دی او دغه راز ولسونو ته پیغام ورکول دي چې له ښاروالۍ سره د پاکوالي په برخه کې همکاري وکړي؛ ځکه یوازې ښاروالي نشي کولای ښار پاک وساتي.»

بلخوا د ښاروالۍ لپاره د طالبانو د تنظیفاتو امر حضرت علي له ولسونو وغوښتل، چې د ښار په پاکوالي کې له دوى سره مرسته وکړي.

نوموړی وایي، هڅه کوي د ښاري نظم په پار لاسي پلورونکو ته هم مناسب ځای پیدا کړي.

دغه راز خلک هم د ښار پاکونې حشر ستايي خو وایي، پایله یې ګټوره ځکه نه ده چې یو ورځنی دی او دوامداره نه دی.

د دې حشر ګډونوال شریف الله وایي، د ښار پاکوالی دوامداره پام غواړي او هر ښاري باید دې برخې ته پام وکړي، خو زیاتوي چې ښاروالۍ په ټوله معنا دې برخې ته ډېر پام نه کوي.

بازمحمد زیاتوي: «یوازې ښاروالۍ نشي کولای ښار پاک وساتي نو عام خلک باید د ښار پاکوالي ته پام وکړي او ښار خپل کور وګڼي او په پاکوالي کې یې مرسته کوي.»

د ښار پاکوالي په موخه دا حشر داسې مهال ترسره کیږي، چې ښاریان د ښار په داخل او ناحیو کې د کثافاتو له زیاتوالي شکایت کوي او غوښتنه کوي چې ښاروالۍ باید ورته پام وکړي.