په لېرې پرتو سیمو کې د روغتیایي خدماتو بې برخې کندهاریان

د کندهار ولايت په لېرې پرتو سیمو کې د روغتيايي خدماتو نشتون خلک اړ کړي ترڅو د يوې عادي ناروغۍ د درملنې په موخه په کنډوکپر لارو ښار ته سفر وکړي.

کندهار که څه هم يو له هغو ولايتونو څخه دی چې د تېرو شلو کلونو په جريان کې دغلته د روغتیایي مرکزونو په جوړولو لسګونه ميليونه امريکايي ډالر مصرف شوي خو بيا هم د دې ولايت د لېرې پرتو سيمو اوسېدونکي د روغتيايي مرکزونو له نشتون شکایت کوي.

د دې ولايت د لېرې پرتو سيمو نږدې ۹۵سلنه وګړي د خپلې درملنې لپاره کندهار ښار کې ميرويس حوزوي روغتون ته مراجعه کوي.

عبدالخالق د کندهار ولايت د ارغستان ولسوالۍ د اخند کلي يو له هغو اوسېدونکو دی چې د خپلې درملنې په موخه هر ځل د کندهار ميرويس حوزوي روغتون ته مراجعه کوي خو، اوږد سفر او خرابو سړکونو يې د تېرو څو کلونو په جريان کې د کورنۍ د دريو غړو ژوند اخيستی دی.

کندهار ښار ته د يوې عادي ناروغۍ لپاره د ناروغانو ليږد که څم هم څو ساعته وخت نیسي خو له بلې خوا ورته له مالي اړخه هم ډير ګران پريوځي.

عبدالخالق وايي، د تېرو دېرشو کلونو په موده کې ورته د واکمنو حکومتونو او خيريه بنسټونو له لوري ان يو عادي روغتيايي مرکز نه دی جوړ شوی.

نوموړی زیاتوي: «هر وخت چې زموږ په کلي کې يو کس زخمي شي يا په يوه بل مرض اخته شي نو موږ يې کندهار کې ميرويس روغتون ته بيايو؛ اوس مو د بيکارۍ په خاطر اقتصادي حالت بيخي خراب شوی بل دا چې اوس مو هره ورځ د کور کوچنيان او ښځي ناجوړه وي.»

کندهار کې یو روغتیایي مرکز چې په ډیرو کمو امکاناتو د خلکو درملنه کوي. انځور: خواله رسنۍ

د ارغستان یاد اوسیدونکي وویل، هر ځل چې له خپلې ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته ناروغان راوړي نږدې لس زره افغانۍ مصرف پرې راځي په داسې حال کې چې میاشتنې عاید یې اته زره افغانۍ دی.

دی له واکمن حکومت او نړيوالو خيريه موسېساتو غوښتنه کوي ترڅو د ارغستان او نورو ولسواليو د لېرې پرتو کليو د اوسېدونکو د ښې او پر وخت درملنې لپاره روغتيايي کلينيکونه جوړ کړي او ورته د ژوند نورې اسانتياوې برابرې کړي.

همدارنګه د سيدولي په نوم د خاکرېز ولسوالۍ د اکازو کلي اوسېدونکی وايي، په کلي کې دننه هيڅ ډول روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري او د ناروغۍ پرمهال ډير اوږد واټن وهي ترڅو خپل ناروغان د خاکرېز ولسوالۍ روغتيايي مرکز او يا ميرويس حوزوي روغتون ته ولېږدوي.

دی وايي، مخکې يې په کلي کې يو خصوصي روغتيايي کلينيک پرانستل شو خو، د امکاناتو او مالي لګښت نشتون له کبله بند شوی او اوس د ټولې ولسوالۍ ناروغان په همدې ولسوالۍ کې شته يوازينی روغتيايي مرکز ته درملنې لپاره ځي.

نوموړی زیاتوي، په ولسوالۍ کې يې د فعال امبولانس نشتون د دې سبب ګرځېدلی چې ناروغان ډير کله له ولسوالۍ څخه ښار ته په غځېدلي لار ژوند له لاسه ورکړي.

سيدولي وایي، د يوې خيريه روغتيايي موسېسې له لوري ورته په ولسوالۍ کې روغتيايي ځله (هغه روغتیایي مرکز چې ولادت پکې کېږي) جوړه شوې خو، د طالبانو له لوري پر موسېساتو وروستي محدويتونه د دې لامل شوي چې یاده موسېسه خپل کارونه وځنډوي.

د ده په وينا: «موږ چې ښار ته د ناروغ سره ولاړ شو بيا نو ډير کله مجبوره يو هلته شپه تېره کړو که عاجل مريض ولرو که پر لاره مړ شو او که ژوندی پاتې شو زموږ وس نه پرې رسېږي.»

د کندهار حاکریز ولسوالۍ یو اوسیدونکی وایي، چې خپله ولسوالۍ کې نه فعال امبولانس لري او نه هم روغتیایي مرکز. انځور: خواله رسنۍ

عبدالبصیر بیا د کندهار ولايت د ارغستان ولسوالۍ د منګچر کلي اوسېدونکی دی نوموړی وايي، په ټولې ولسوالۍ کې يې يوازې دوه روغتيايي مرکزونه شتون لري چې يو يې دولتي او بل خصوصي دی او په خبره يې چې د شپې له لوري دواړه تړلي وي.

دی په ياد ولايت د عامې روغتيا رياست او نورو موسېساتو پر فعاليتونو نيوکه کوي او زياتوي که واکمن حکومت او مرستندويه بنسټونو د خلکو ستونزو ته پام ونه کړي نو، له‌ دې به هم د دوی مشکلات ډير شي.

هغه اطلاعات روز ته وويل، که‌ يې د کورنۍ کوم غړی او يا د کلي اوسیدونکی‌ د شپې لخوا ناروغ شي نو اړ دي ترڅو شاوخوا درې نيم ساعت واټن ووهي او خپل ناروغ تر ميرويس حوزوي روغتون ورسوي.

عبدالبصیر زیاتوي، له تېرو څو کلونو يې همدا غوښتنه ده ترڅو په خپلې ولسوالۍ کې ۲۴ ساعته فعال روغتون ولري.

ده زياته کړه: «موږ چې ښار ته ولاړ شو هلته که دولتي شفاخانې ته ولاړ شو دوا يې ګټه نه کوي او که شخصي ته ولاړ په يوه شپه ۱۰زره افغانۍ راڅخه مصرف کيږي.»

په همدې حال کې د طالبانو عامې روغتيا وزارت مالي او اداري مرستيال اسحاق صاحبزاده وايي، د دې ولايت د لېرې پرتو سيمو او ښار د ناروغانو د اړتيا په اساس يې کندهار کې د ميرويس حوزوي روغتون د بسترونو شمېر  زرو بسترونو ته لوړ کړی ځکه په خبره يې چې هره ورځ دغه روغتون ته له ولسواليو څخه زرګونه کسان مراجعه کوي.

کندهار کې میرویس حوزوي روغتون. انځور: اطلاعات روز

صاحبزاده زیاتوي، کندهار کې ميرويس حوزوي روغتون ته په هرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۵زره تنه د ولسواليو او نورو ولايتونو ناروغان د درملنې لپاره راځې او په خبره يې چې شته امکاناتو يې اړتيا نه شوای پوره کولای.

نوموړي وویل، په راتلونکي کې پلان لري ترڅو کندهار ولايت کې د ميرويس حوزوي روغتون ترڅنګ په ۱۷ ولسواليو کې روغتيايي مرکزونو ته هم ارتقا ورکړي څو د ناروغانو درملنه په ښه ډول سره ترسره شي.

د هغه د معلوماتو له مخې چې په ولسواليو کې يې د روغتيايي مرکزونو پر پراختيا او ظرفيت لوړولو کار پېل کړی او په نږدې راتلونکي کې به يې چارې بشپړې شي.

د ده په خبره:«موږ په ميرويس روغتون کې د ناروغانو د ښې درملنې لپاره ۳۰بستره نور په عاجلې څانګې کې فعاله کړل، همدارنګه د ماشومانو عاجله څنګه فعاله شوه، همداسې زنانه او مردانه ډیپوګانې فعاله شوې، شفاخانې له ۶۵۰ بستره څخه ۱۰۰۰ بستره ته ارتقا وکړه نو ډير تغيرات راغلي نور به هم حالت ښه شي.»