انځور: اطلاعات روز

ننګرهار کې په درنو کارونو د بوختو ماشومانو شمیر مخ په زیاتیدو دی

د طالبانو د حکومت په راتګ سره ننګرهار کې په درنو کارونو د بوختو ماشومانو شمیر تر پخوا څو چنده زیات شوی دی.

په درنو کارونو بوخت کمکي ماشومان وایي، د کوچنیوالي له خوندونو او زده‌کړو بې برخې دي او بې‌وزلۍ درنو کارونو ته اړ کړي دي.

له دې ډلې یې یو هم د درې خویندو ورور دولس کلن انورالحق دی هغه وایي، پلار یې د تیرحکومت پرمهال په خوږیاڼو ولسوالۍ کې محلي عسکر و؛ چې له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو او د کورنۍ سرپرستي ورترغاړه شوه او د خښتو بټيو ته یې مخه کړه.

نوموړی وایي، د خپلو تره زامنو سره، د سره رود ولسوالۍ د خښتو بټیو ته د کار په موخه راغلی، چې د ورځې دوه سوه او ان کله د سل افغانیو خښتې وهي.

هغه همداراز وایي، په کوچنیوالي کې د ژوند دروند پېټی ور ترغاړې شوی او ډیره کله خو لاهم د خپل راتلوونکي په اړه فکر هم نه کوي.

د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې یو ماشومام چې خښتې باره کوي. انځور: خواله رسنۍ

انورالحق زیاتوي: «پلار مې په تیر حکومت کې د خوږیاڼو ولسوالۍ کې د محلي پولیسو عسکر و، هغه یوه ورځ له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شو؛ بیا له هغې ورځې وروسته د کورنۍ ټوله سرپرستي زما ترغاړې شوه اوس درې خویندې لرم دوه یي مشرانې او یوه یې کشره ده.

بله لاره نه وه نو ځکه د خښتو بټیو ته کار لپاره راغلم دلته راته د ورځې دوه سوه افغانۍ راکوي، د خپلو کاکا زامنو سره کار کوم دوی ته اوبه راوړم او هم ورته د خښتو لپاره خټه برابروم؛ مجبور یم بله لاره نه لرم.»

هغه تر پنځم ټولګي زده کړې کړي خو، بې وزلۍ دې ته اړ کړی چې، ښوونځی په نیمایي کې پریږدي او د کورنۍ نفقې ګټلو ته مخه کړي.

هغه وایي، د دې په څیر زرګونه نور ماشومان هم شته چې له غریبۍ یې سختو کارونه ته اوږه ورکړې او په کم عمر د کورنۍ مسوولیت ورسپارل شوې او زده کړې ترې پاتې دي.

هغه د طالبانو له حکومت او نورو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې د افغان ماشومانو د ژوند ښه کیدا په موخه په داسې لارو چارو غور وکړي؛ چې په واسطه یې بیوزله ماشومان له درنو کارونو وژغورل شي. 

انورالحق زیاتوي: «زما په شان ډیر نور ماشومان هم شته چې دلته د خښتو په بټیو کې کار کوي او لامل یې همدا دی چې دوی غریب دي، د هر یو زړه غواړي چې زده کړې وکړي او خپل راتلوونکی جوړ کړي خو بس بیوزلۍ یې مخه نیولې ده له حکومت او نور موسېساتو غواړو چې مونږ سره مرسته وکړي؛ چې له دې غریبۍ خلاص شو او خپل ژوند جوړ کړو.»

سره رود ولسوالۍ کې د خښتو پځولو بټۍ. انځور: خواله رسنۍ

پنځلس کلن اسماعیل یو بل هغه ماشوم دی چې د سهار یخه هوا کې د کار په نامه له خوبه پورته شوی، خو وایي اړ دی چې د پلار لاسنیوی یې وکړي او خپلې زده‌کړې ترې قرباني کړي.

کوچنی اسماعیل د ښوونځي ارمانجن دی، خو وایي د کورنۍ بد اقتصادي حالت او درانه کارونه یې د ښوونځي پر وړاندې لوی خنډونه دي.        

نوموړی وایي، که طالبان او د مرستندویه موسېساتو مسوولین د دوی پوښتنه وکړي او کورنیو ته یې د لومړنیو اړتیاوو لپاره یو څه په لاس ورکړي، ښايي دی هم خپلو هیلو ته ورسېږي او ښوونځی ولولي.

اسماعیل زیاته کړه:«ډیر ارمان مې دا دی چې ښوونځي ته لاړشم او له فراغت وروسته لوړې زده کړې وکړم ډاکتر شم او خپلې کورنۍ او ټولنې ته خدمت وکړم، خو پلار مې په یو لاس معلول دی او په یوازې ځان کار نشي کولای هغه راته د خښتو خټه برابروي او زه خښتې وهم.»

ننګرهار کې د کورنیو د اقتصادي ستونزو له امله ماشومانو درنو کارونو ته مخه کړې ده. انځور: خواله رسنۍ

 خو دا چې ولې د اسماعیل پلار خپل کوچنی زوی په کم عمر کې کار کولو ته اړیستی؟

د نوموړی پلار سید حبیب یې په ځواب کې وایي، د طالبانو د حکومت په راتګ سره بیوزلي زیاته شوې او کورنۍ یې له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې ده.

هغه وایي، بېوزلۍ دومره وېرولي چې کله ناکله ګومان کوي، که چېرې د خښتو په بټيو کې کار پرېږدي کورنۍ به یې له سختې لوږې سره مخ شي.

سید حبیب زیاته کړه: «کلونه کیږي چې د خښتو په بټیو کې کار کوم، دوه کاله کیږي چې په دې یو لاس کار نشم کولای نو ځکه مې دا زوی اوس راسره کار کوي او له مجبورې ورځې مو د خښتو بټیو ته مخه کړې ځکه بل کار نشته له کله چې د طالبانو حکومت راغلی هر کاروبار خراب شوی او د خلکو اقتصاد صفر شوی دی؛ که خښتې وا نه چوم نو کورنۍ به مو د لوږې سره مخ شي.»

نوموړی همداراز وایي، د سره رود ولسوالۍ په خښتو بټیو کې سلګونه ان زرګونه کورنۍ له همدې حالته ځورېږي او د خپلو پورونو د پرېکولو لپاره اړ دي د خښتو په بټیو کې لوی او واړه سخت کارونه وکړي.

نورحبیب زیاتوي که ده ته د کار زمینه برابره شي لومړی کار به یې د خپلو ماشونو د هیلو پوره کول او په ښوونځي کې شاملول وي.

نور حبیب زیاته کړه: «زه هم ارمان لرم چې زامن او لوڼې مې ښوونځي ته لاړې شي او خپل درسونه ووایي، خو که د کار زمینه راته برابره شي؛ نو له مسوولینو غوښتنه کوم چې زما په شان زیاتې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي باید دوی سره مرسته وکړي او هم دې ورته د کار زمینه برابره کړي څو شته ستونزې ټولې حل شي.»

ځینې ماشومان جلال اباد ښار کې لاس ګاډي چلوي ترڅو خپلې کورنۍ سره په اقتصادي ستونزو کې مرسته وکړي. انځور: خواله رسنۍ

بلخوا د ننګرهار لپاره د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین هم مني چې په دې ولایت کې په زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.

د کار او ټولنیزو چارو رییس فریدالله حقاني وایي، چې د دوی د سروې له مخې د خښتو په ۴۷ بټیو کې شاوخوا ۲۰۸۱ ماشومان په درنو کارونو بوخت وو؛ چې په خبره یې یو شمیر یې دوی له دې حالته ژغورلي او پلان لري چې نورو ته یې هم لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

حقاني وایي: «د هغې سروې له مخې چې موږ ترسره کړه تقریبا ۲۰۸۱ شاقه کاره ماشومان په ۴۷ بټیو کې په درنو کارونو بوخت وو، اوس هغه کچه راټيټه شوې، موږ تقریبا شاوخوا ۱۵۰کورنیو ته واړه کاروبارونه برابر کړل، دوی سره غذایي مرسته هم شوې ده، دغه راز ۲۵۰ کورنیو سره مو د خوراکي توکو مرسته کړې، ۲۶۰ کورنیو ته مو حرفوي زده‌کړو زمینه سازي کړې چې دوی او کورنۍ یې کسب زده کړي، او یو شمېر یتیم ماشومان مو سپانسر کړي او ۶۰ نورو کورنیو سره مو نغدي مرسته کړې او هڅه کوو دوی له دې سخت حالت نه وژغورو.»

د تیر حکومت پرمهال د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست د یو هوکړه لیک له مخې دې پایلې ته رسیدلي و، چې د بټیو مالکینو اجازه نه درلوده چې، پر هغو ماشومانو چې عمرونه تر ۱۴ کلونو دي په بټیو کې کار وکړي.

ننګرهار کې د خښتو بټیو د اتحادیې مسوولین وایي، په دې ولایت کې د اوس لپاره شاوخوا ۲۵ د خښتو بټۍ فعالیت لري چې پکې تر ۵۰۰۰ کورنۍ په کار بوختې دي.

په ختیځ کې د دولتي ادارو تر څنګ یو شمیر خصوصي او نړیوالې ادارې هم د ماشومانو د ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي، خوڅه ډول چې لازمه ده په خپل برخه کې ګټور نه دي ثابت شوي.