د سيګار په راپور کې د افغان پوځ د پاشل کېدو عوامل: پر امريکا تکيه او د غني قومي ټاکنې

اطلاعات روز: د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې د امريکا پلټونکې ادارې (سيګار) په يوه راپور کې ويلي، چې د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني خپل ځانته وفادار افراد د قوميت پر اساس د پخوانيو امنيتي ځواکونو په رهبرۍ کې مقررول او دا چاره د امريکا د وتلو تر څنګ  د افغانستان د پوليسو او پوځ د پاشل کېدلو لامل شوه.

د سيګار دا راپور چې نن (سې‌شنبه، ۹ د کب) خپور شوی دی، د افغانستان د امنيتي ځواکونو د پاشل کېدلو عوامل پکې ارزول شوي دي.

سيګار ليکلي، چې د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال د ۹۰ ميليارد ډالرو له لګښت سره – سره د متحده ايالاتو او افغانستان دولتونه په افغانستان کې د يوه خپلواک او پايدار پوځ په جوړولو کې ناکام شول.

د دې راپور په پېل کې راغلي، چې د متحده ايالاتو پر پوځ د افغانستان د امنيتي ځواکونو تکيې ته په پام، د متحده ايالاتو د ټول نظامي پرسونل د وتلو پرېکړې او د متحده ايالاتو له لوري د افغانستان د امنيتي ځواکونو د ملاتړ پراخ کمښت د افغان سرتېرو او پوليسو روحيه ختمه کړه.

د سيګار د راپور په وينا، د افغانستان امنيتي ځواکونه له وخته د متحده ايالاتو پر پوځ متکي و او افغان سرتېرو داسې ګڼله چې د متحده  ايالاتو له وجې يې دولت د دوی حقونو ته پاملرنه کوي.

په دې راپور کې راغلي، چې کله د ۲۰۲۰ کال پر مهال د ټرمپ په حکومت کې د متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ تړون لاسليک شو، د افغانستان په دفاعي او امنيتي ځواکونو او خلکو کې يې د شاته پرېښودل شويو احساس را پيدا کړ.

د سيګار په وينا، همدې توافق د افغانستان د امنيتي ځواکونو د پاشل کېدو ته لار پرانيسته.

د سيګار په وينا په دې لړ کې د متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ د تړون تر لاسليکېدو او د هوايي بريدونو تر محدوديت وروسته د افغانستان دفاعي او امنيتي ځواکونو د طالبانو پر وړاندې هيڅ ځانګړې برلاسی نه درلوده.

 همدا راز د سيګار په وينا، د افغانستان د هوايي پوځ د الوتکو د رغونې او ساتنې له قرارداد څخه د متحده ايالاتو وتلو هم منفي اغېز وکړ ځکه د افغانستان هوايي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې يوازينی ګټونکی ځواک و.

په دې راپور کې راغلي، چې د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د امريکا له اقداماتو پرته د افغانستان دولت هم ونه توانېد چې د ملي امنيت يوه ستراتېژي جوړه کړي.

د سيګار په وينا، د دې په مقابل کې پخواني ولسمشر اشرف غني د امنيتي ځواکونو ډېری مشران بدل کړل او د قومي‌توب پر اساس يې ځان ته وفادار افراد وټاکل چې له امله يې دا ځواکونه سياسي شول.

سيګار ويلي، چې په دوامداره توګه د قومندې د تسلسل بې ځايه کولو د دفاعي او امنيتي ځواکونو تر منځ د باور روحيه ضعيفه کړه.

د دې بنسټ په راپور کې راغلي، چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو هغه ځوان، تحصيل کړي او مسلکي افسران چې د متحده اياتو تر نظر لاندې يې زده کړې کړې وې څنډې ته کړای شول.

د سيګار د راپور په يوه برخه کې راغلي، چې د افغانستان په خوا کې فساد زيات و او دولتي چارواکو په زياته کچه شخصي ګټو ته پام کاوه.

د سيګار په وينا، د متحده ايالاتو، ناټو او په خپله د افغانستان د دولت له خوا د نه څار له وجې فاسدو چارواکو له مجازات څخه د معافيت په فرهنګ کې خپل فعاليتونه کول.

سيګار ويلي، چې په پوځ کې دا فساد په نظامي رهبرۍ کې د منصبونو په بڼه و او د نظامي تجربې پر ځای د سياسي ملاحظاتو له وجې ورکول کېدل.

د سيګار په وينا، په همدې حال کې طالبانو د دفاعي او امنيتي ځواکونو له لوجستيکي، تکتيکي او رهبرۍ کې له ضعف څخه ګټه واخيسته او نظامي عمليات يې پېل کړل.

د سيګار په راپور کې راغلي، چې مستقيم بريدونه او د خبرو له لارې تسليمۍ د دې سبب شوې چې ولسوالۍ يو په بل پسې د طالبانو له لوري سقوط شي.

همدا راز د طالبانو له لوري شېبه پر شېبه راپور، رسنيز کمپاين او رواني جنګ د جګړې لپاره د افغان ځواکونو عزم نور هم تضعيف کړ.

طالبانو له افغانستانه د پاتې بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته پراخ بريدونه پېل کړل او په لومړي سر کې يې تر ۱۰۰ زياتې ولسوالۍ ونيولې، طالبانو په همدې توګه خپل پرمختګ ته دوام ورکړ تر دې چې د ولايتونو مرکزونه يې هم ونيول.

د ۲۰۲۱ اګست پر ۱۵مه د کابل شاوخوا ته د طالبانو له را رسېدو سره اشرف غني له کابله وتښتېد او طالبانو پلازمېنه هم ونيوله. په دې توګه د افغانستان دولت او پوځ وپاشل شول.