کندز کې يوې نجلۍ ځان زندۍ کړ

اطلاعات روز: کندز ولايت کې سرچينې وايي، چې يوې ۱۸ کلنې نجلۍ د دې ولايت په مرکز کې ځان زندۍ کړی او وژلی دی.

د سرچينو په وينا، دې نجلۍ تېره شپه (دوشنبه، ۸ د کب) شاوخوا يوولس بجې د کندز ښار د درېيمې ناحيې اړوند سيمې «زاخيل قديم» په مومن اباد ساحه کې ځانوژنه کړې ده.

يوې سرچينې زیاته کړه، چې دا نجلۍ له خپلې خوښې پرته د کورنۍ په غوښتنه له يوه هلک سره کوژدن شوې وه او له خپل کوژدن سره يې د ټیليفون پر کرښه تر شخړې وروسته ځانوژنه کړې ده. ويل شوي چې د دې نجلۍ کوژدن په ايران کې دی.

په کندز کې د طالبانو ځايي مسوولينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په افغانستان کې جبري ودونه د نجونو د ځانوژنې یو له عواملو ګڼل کېږي.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو تر منځ ځانوژنه زياته شوې ده.